یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home Blog

جنرال میلي: امریکا په افغانستان کې دوې لویې اډې له ځان سره ساتي

0
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۲) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر اساس به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايی رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال میلي چې پرون (چهارشنبه) په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال میلي زیاته کړه، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعني له یاغیانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز ونه ویل چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې د امریکا له پوځ سره پاتې شي او دې ته یې هم اشاره ونه کړه چې امریکا به دا اډې تر کله په کنټرول کې لري.

مارک میلي وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

جنرال میلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی وکړ، ویې ویل، سره له دې چې ښايي ځینې به له طالبانو سره په خبرو خوشاله نه وي، خو د سولې خبرې مهمې دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

د امریکا لوی درستیز، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه طالبان حکومت پرزولی شي

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې یاغیان بلوا پای ته ورسوي تر ټولو دود او سمه لار دا ده چې د واک وېش لپاره د خبرو له لارې موافقه وشي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

2

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

0

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

2

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

شاه رخ خان دا ځل په یو جنګي فلم کې

0

داسې ښکاري لکه د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان چې له سلمان خان او اجې دیوګن څخه الهام اخیستی وي، چې په خپل راتلونکې فلم چنای ایکسپريس کې یې ډېر خطرناک او جنګي صحنې جوړې کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې په وانټیډ، باډیګارډ، دبنګ، ایک تا ټایګر او دبنګ ټو کې او اجې دیوګن په سنګم او همتوالا کې خطرناک سټنټس او جنګونه ترسره کړي ول.

شاه رخ خان پخوا په خپلو ځینو فلمونو لکه بازیګر، ډر، کرن ارجن، کویلا کې ښه درانه جنګونه کړي وه، خو وروسته یې توجه د مینې فلمونو ته زیاته شوه.

خو بادشاه خان بېرته خپل پخواني سټایل ته روان دی، او د روهیت شیټي په لارښوونه نوي فلم کې یې سوکان او لغتي کېدای شي د یو ښه جنګي فلمي هیرو په توګه معرفي کړي.

په دې فلم کې د هغه په وړاندې دیپیکا پډکون کار کړی.

شاه رخ په دې فلم کې ټولې جګړې او صحنې خپله ترسره کړي او دا به د لیدونکو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې رومانټیک خان د یو جنګي خان په توګه وویني.

حکمت الله سروش

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له ضرورت پرته دې افغانستان ته سفر نه کوي

0
په کابل کې د امریکا سفارت

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) په کابل کې د امریکا سفارت د هدفي وژنو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو څو اونیو کې په ټول افغانستان کې ترهګریز بریدونه، جنایي جرمونه، د اختطاف پېښې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

دې سفارت نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یو شمېر هوټلونه، استوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي له زیات ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا سفارت یو ځل بیا له ټولو امریکایي اتباعو غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي او که په هېواد کې وي نو په ډېر احتیاط سره دې خپلو کارونو ته رسېدنه وکړي.

د امریکا سفارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې تر بل هر وخت زیات په دې ورستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هدفي وژنو، د اختطاف او جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوي دي.

د یادونې وړ ده کابل نن بیا هم د هدفي وژنو شاهد و. نن سهار د کابل په تایمني سیمه کې  دوه ښځینه قاضیانې په یوه وسله وال برید کې ووژل شوې.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي او دوه نور کسان چې یو ډریور و او بله عامه ښځه وه ټپيان دي.

په دې پېښې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون ګڼو کورنیو او باندنیو بنسټونو خواشیني ښودلې ده.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او د سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې دا چاره د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولی شي.

که څه هم طالبان په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا له دې ډلې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره روان ترور او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د سولې په برخه کې دې ريښتیني ګامونه پورته کړي.

قطر کې د افغان سولې مرکچي ډلو مخامخ ناسته کړې

0

(تاند، یکشنبه د جدي ۲۸) په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او د طالبانو د سیاسي ډلې د مشرانو او یو شمیر غړو ترمنځ نن ماښام مخامخ ناسته شوې ده.

د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر مسایلو خبرې شوي دي.
دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “‏نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اجندا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې. “

لا مالومه نه ده، چې د اجنډا پر کومو مسایلو بحث شوی، خو له دې وړاندې ویل کیدل، چې په اجنډا کې داسې برخې هم شته، چې دواړه خواوې یې د ځان لپاره سرې کرښې ګڼي. د مالوماتو له مخې، چې د افغان لوري لپاره لومړۍ غوښتنه اوربند او د طالب لوري لومړی بحث بیا په افغانستان کې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي دی.

وروسته له هغې چې د خبرو اترو دواړه ډلې له شل ورځیني ځنډ وروسته دوه اونۍ وړاندې د قطر پلازمېنې دوحې تللي دا دوهم ځل دی، چې د مخامخ ناستو خبر یې له رسنیو سره شریک کیږي.

له دې وړاندې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی و، چې د افغان سولې پر سر خبرې اترې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت تر پیلېدو ځنډېدلي دي، خو طالب لوري بیا دغه راپورونه رد کړل او په خبره یې، چې دواړو لوریو د خپل منځي ناستو لپاره وقفه اخیستې.

افغان ځواکونو پکتیکا کې د طالبانو د وسلو زیرمه کشف کړې

0

(تاند، یکشنبه د جدي ۲۸) افغان ځانګړو ځواکونو نن د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي اړوند د پوښتۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو په زیرمه له کشفي راپورونو وروسته عملیات ترسره کړي، چې ګڼ شمیر وسلې یې لاسته ورغلي دي.

د یاد ولایت له امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي: ” په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو مزایل، هوان، لاسي او د وسایطو ضد ماینونه او د راکټ یو شمیر مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلي دي.”

دا په تیره یوه اونۍ کې د طالبانو دوهمه د وسلو او بمونو زیرمه ده، چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او وسلې یې د دوی لاسته ورځي.
له دې څو ورځې وړاندې په جنوب ختیځ زون کې تندر قول اردو په لوګر ولایت کې د طالبانو د بمونو جوړولو د کارخونې د کشف او نیولو خبر ورکړی و، چې وسله والو طالبانو یې بیا دغه ادعا رد کړه.

 سر له سبا، لس میلیونه افغان ماشومان واکسین کیږي

0

(تاند، یکشنبه د جدي ۲۸) د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي، چې نږدې لس میلیونه ماشومانو ته به پکې د ګوزڼ یا پولیو واکسین وشي.

د یاد وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري ویلي، چې د کرونا ویروس له امله د واکسین لړۍ ولاړه وه او شاوخوا پنځه میاشتې افغان ماشوماتو ته دغه واکیسن تطبیق نشو.

اغلې جعفري وویل : “په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره، چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد او دا کار د دې لامل شو، چې د پولیو په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغی.”

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان، پاکستان او سوریه د نړۍ هغه درې وروستي هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثتبیږي.

د ګوزڼ، فلج یا پولیو واکیسن، چې له پنځو کالو کم عمرو ماشومانو ته کیږي لا هم د نا امنۍ له امله، له دوه سوه زرو څخه ډیر افغان ماشومان له دغه واکیسن څخه پاتې دي.

طالب مشرانو په دوحه کې له قطري او امریکايي چارواکو سره خبرې کړي

0

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وایي چې پرون ماښام د دې دفتر مشر ملا برادر او د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني، د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره وکتل.

د ښاغلي وردک په خبره، په دې ناسته کې د قطر د لومړي وزیر مرستيال او خارجه وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم حضور درلود چې په یو شمېر مسایلو یې خبرې وکړې.

نوموړي نن یکشنبه ماښام په خپل ټوېټر لیکلي، په دې دې ناسته کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اهمیت او د هغې د ټولو مادو په ښه او پوره تطبيق تفصيلي خبرې وشوې.

نعیم وردک وايي، طالب پلاوي د خپلو پاتې بندیانو پر خلاصون او له تور لیست څخه د طالب مشرانو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د دوحې هوکړې د موادو عملي کولو برخه کې اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي چې دې چارې د سولې پر روان بهیر منفي اغېز کړی دی.

د راپورونو له مخې د نن په ګډون په تېرو ۱۱ ورځو کې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي ډلو تر منځ د سولې په تړاو هېڅ رسمي ناسته نه ده شوې.

باید وویل شي چې زلمي خلیلزاد او د کوربه هیواد د باندنیو چارو مرستیال وزیر په داسې حال کې له طالب پلاوي سره کتلي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې بریدونو ته زور ورکړی او داسې ویل کېږي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ دي.

خو د جمهوریت د مذاکراتي ټیم غړیو ویلي چې دوی د خبرو پيل کې ستونزه نلري او د طالبانو غږ ته په تمه دي.

بلخوا بیا د سولې بهیر څارونکي وايي چې طالبان خبرو ته بیړه نه لري او غواړي چې د افغان سولې په هکله د امریکا د نوې ادارې رسمي تګلاره واوري.

ټاکل شوې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د لوړې مراسم تر سره کړي.

په بامیان کې یو ۷ میاشتنی ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

0
د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی ماشوم یې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) د بامیان ولایت امنیتي مسؤلان وايي، یو ۷ میاشتنی ماشوم چې درې ورځې وړاندې ددغه ولایت له سیمه ییز روغتون څخه تښتول شوی و نن ددې ولایت په مرکز کې د پولیسو له لوري د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

د بامیان امنیه قومندان زبردست ساپی وايي چې دغه ماشوم د تېرې پنجشنبې په ورځ یوې پینځه کسیزې ډلې تښتولی و او نن بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ښاغلي ساپي په خبره، ددې قضیې په تړاو یوه ښځه نیول شوې او څلور شکمن کسان د پولیسو تر څار لاندې دي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې هم نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم هغه مهال چې ښوونځي ته په لاره و د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې تر اوسه نه دی ازاد شوی.

د کابو درې میاشتو په تېرېدو سره ولسمشر غني پرون شنبه د بلخ ځايي چارواکو ته ګواښ کړی که یاد ماشوم خوشې نه شي ټول به له خپلو دندو ګوښه کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه د شپږ نیمو بجو په امنیتي غونډه کې ویلي چې د عبدالروف له کورنۍ سره یې لیدلي او زیاته کړې یې ده چې نوموړی به تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې په خپلو هڅو پیدا او وژغوري.

که عبدالرووف ونه ژغورل شو، د بلخ چارواکي به له دندو ګوښه شي

سیاسي سوداګر د پاکستان په لمن کې

0

سید عبدالله پاچا

له تېرو څلويښت کلونو راهیسې د پاکستان یوه ښکاره لاسوهنه دا ده چې د وخت د حکومت هر سیاسي او جنګي مخالف ته غیږ خلاصه کړې او بیا یې د خپلو ګټو لپاره د امکاناتو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان سیاسي او قومي سوداګر په هیڅ ایسار نه دی، کله یې چې نظام او حکومتونو کې ګټې خوندي وي، بیا ارام ناست وي او نظام او حکومت مشروع بولي، خو که یوه ورځ یې شخصي ګټې له خطر سره مخ شي، بیا له هر ډول پستو لارو او تګلارو کار اخلي.

تاسو ولیدل چې څو میاشتې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان له سټیج څخه پر افغان حکومت باندې نیوکې کولې، دا حکومت یې نامشروع باله او د نظام د بدلون غوښتنه یې کوله.

له نیکه مرغه چې د حزب اسلامي مشر په دې څرګندونو سره افغان ولس سخت وغنده او د کرکې اظهار یې وکړ، خو دا چې حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان سره ځینې ګټې خوندي دي، د خپل وطن او وطنوالو کیسه کې نه دی.

له دې وروسته محمد کریم خلیلي چې لس کاله د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال پاتې شوی، بیا د سولې عالي شورا رییس و، اوس چې دنده نه لري او ځینې امتیازات پرې بند شوي، د پاکستان په سټیج راښکاره شو.

دا د غلامۍ وروستۍ حد دی چې د دښمن کور ته ځې او د خپل ورور او خپل کور ورانیدو په پلان ورسره خبرې کوې.

کریم خلیلي له کوم رسمي ادرس څخه پاکستان ته سفر نه دی کړی، بلکې شخصي سفر یې د شخصي عقدې له مخې کړی چې پر افغان حکومت باندې فشار راوړي، څو یوه برخه کې امتیاز ورکړي.

له بده مرغه به ووایو چې دا ټول په اصطلاح مشران له قومي، ژبني او سمتي ټکټونو څخه ګټه اخلي او که حکومت یې پرضد اقدام وکړي، سمدستي دې موضوعاتو ته قومي رنګ ورکوي.

پاکستان تل همدې فرصت ته په تمه دی چې څنګه کیدلی شي، له اوسني نظام څخه ناراضه خلک خپله غیږ کې ونیسي، اوسنی نظام پرې ړنګ او بل داسې نظام رامنځ ته کړي چې هر څه بیا له سره کړي.

دا د افغانانو بدبختي ده چې داسې قومي او سیاسي مشران یې ځان لپآره ټاکلي چې هر یو یې له بیلابیلو هېوادونو پيسې اخلي او همدا قومونه یې د ګټو لپاره کاروي.

ملي بنسټونه (نهادونه) او اهمیت یې| محمدعارف رسولي

0

موږ د نهاد/بنسټ (Institution) په هکله زیات اورو خو زموږ ډېری خلک يې په معنی، دنده او اهمیت سم نه پوهېږي. بنسټ په عمومي توګه یو منل شوی روښ دی چې ټولنه یې د خپلو دیني اوملي ارزښتونو په رڼا کې د زمانې په بهیر کې ټاکی او د یوې ټولنې د غړو تر منځ راکړه ورکړه او تعامل اداره کوي. 

د مثال ‎په توګه، په قطار کې خپل نوبت ته منتظر اوسېدل چې مواد یا کوم نور خدمات تر لاسه کړو، تکت واخلو، تذکره واخلو، له بانکه پیسې وباسو او نور یو مشهور بنسټ دی او په ځینو ملکونو کې زیات اهمیت لري. د شتمنۍ لرلو حقوق یو اساسي قانوني او اقتصادي بنسټ دی او همدارنګه حقوقي سیستمونه نور مهم لمړني بنسټونه (نهادونه) دي چې د یوه ملک په ژوند او پرمختګ کې ستر رول لري، که ورته درناوی ونه شو او پانګونه ورباندې ونه شوه او لکه زموږ په ملک کې له نظره وغورځېدل، خلکو هغو ته د غاړه اېښودو په ځای په واسطو او خپلویو تکیه وکړه نو ښه ورځ نه شي لیدلئ.

په بل عبارت: بنسټ (نهاد) یا(Institution) له رولونو، پالیسیو، قوانینو، رواجونو، ارزښتونو او کړنو څخه عبارت دي چې ټاکي څنګه ټولنې فعالیت وکړي. بنسټونه سنجول شوي جوړښتونه دي، د ټولنې اساسي اړتیاوې پوره کوي، عادتونه او کړنې کنترولوی. بنسټونه ټینګو، ارزښت لرونکو او د بیا بیا تکراریدونکو عادتونو شکلونو ته وایي. بنسټونه د خپلو مقرراتو په مرسته د خلکو د ژوند کولو چلند ټاکي او لوړوالی ورکوي.

پوهان وایي: بنسټونه ټولنې له پاشل کېدو ژغوري، خو که داسې څه او یا څوک وي چې بنسټونه له شړېدلو وساتي. بسټیزکېدل/نهادینه کېدل (Institutionalization) هغه پروسه ده چې د یوه سازمان د چال چلند نورم، ماموریت، پالیسي ګاڼې، لرلید، او ستراتیژیک پلانونه د عمل په داسې لارښوونو واړوي چې د کارمندانو له ورځنيو فعالیتونو سره یې اړخ ولګوي. موخه یې داده چې بنسټیز ارزښتونه او هدفونه د سازمان په کلتور او جوړښت کې د ننه کړي. د بنسټیز(نهادینه) کیدو معیار دادی چې په هره کچه یو ارزښت بنسټیز شي په همغه کچه خلک ورڅخه ننګه کوي، که یې څوک ورنه اخلي او یا تاوان وراړوي نو خلک ورسره مقابله کوي. د افغانانو په نهادینه او بنسټیز شوو ارزښتونو او نهادونو کې د اسلام مبارک دین او د ازادۍ خوښول شامل دي، خو که سمه پاملرنه ورته ونه شي، دې بنسټونو او ارزښتونو ته سمه پاملرنه ونه شي، د راز راز لاملونه له کبله د پردو د لاسوهنو په ګډون کمزوري او خدای مه کړه له منځه تلی شي. ځکه فقر، نالوستي توب، بې اتفاقي، کرکې او تعصبات، او له خپل ګډه تاریخه بې خبري دا بنسټونه کمزوري کوي او اوس یې هم ورته تاوان پېښ کړی دی. 

عبادت ځایونه داسې بنسټونه دي چې د خلکو مذهبي او سایکالوجیکي اړتیاوې پوره کوي، مسجد او ورسره تړلي ټول عبادات، مناسک، د محلې نظم، د ماشومانو اخلاقي او دیني روزنه، د خلکو د عاداتو سمه رهبري، د غریبانو لاس نیوی، د منازعاتو حل او نور زیات ټولنیز څه ورپورې تړلي دي. په رواجونو، عنعناتو، عادتونو او ان په ټول کلتور باندې اغیزه کوي. نکاح یو بنسټ دی، ارزښتونه یې د کورنۍ له ودې سره مرسته کوي، عادتونه یې کنترولوي. د ښوونې او روزنې بنسټونه زده کړه ورکوي. د بنسټ ریښتیانۍ معنی د یوه پوهنتون له تاسیساتو، پکې کارکوونکو خلکو، خورا ژوره ده. اصلي معنی یې په هغو ارزښتونو او رویښ کې نغښتې ده چې په دې بنسټونو کې راټوکیدلي او زموږ انسانانو چې هلته ژوند کوو عادتونه کنټرولوي.

پیسې په اوسنیو ټولنو کې پخپله یو بنسټ دی. د زیاتو سازمانونو لکه بانکونو، مالي نهادونو، د سټاک (ونډو) مارکیټونو او ان د کرنسيو اسعارو بازار د مارکیټونو د رامنځته کېدو لامل شوې دي. 

د بنسټ او سازمان پرتله

بنسټ له سازمان څخه ستر او ژور مفهوم لري، سازمان موږ زر جوړولی شو خو نهادونه رامنځته کېدل او ټینګېدل زیات وخت غواړي. بنسټونه په ټولنیز ژوند کې ستر رول لوبوي. بنسټونه د انسانانو عادتونه رهبري کوي، خو سازمانونه جوړېږي چې ټاکلې موخې تر لاسه کړي. نکاح، کالجونه، عبادتځایونه د بنسټونو مثالونه دي. خو کمپنۍ، خیریه ټولنې، کار وبار او نور د سازمانونو مثالونه دي.

سازمان یوه محسوسه مجموعه خو بنسټ یو نامحسوس او غیر مريي شی دی. ښوونځۍ سازمان دی، خو تعلیم یو ملي نهاد دی. د ریل لارې سازمان او د ترانسپورت سیستم نهاد دی. محکمې سازمانونه او قانون نهاد دی. سازمان په مرکزي توګه د یوه صلاحیت لرونکي کس لخوا اداره کیږي خو بنسټ د هغو ارزښتونو په مرسته تنظیمیږي چې په پراخه توګه  قبول شوي وي او خلک یې درناوی کوي، لکه جشنونه او اخترونه.

سازمان داسې قوانین لري چې باید پلي شي؛ خو بنسټ رواجونه او عنعنې لري چې درناوی یې کیږي. د ټولنیز انکشاف په لړۍ کې سازمانونه څلورم او بنسټونه پنځم ځای خپلوي. دا لړۍ له ځاني کړنو پيل او په ټولنیزه ویښتیا کې پوخوالي ته رسیږي.

بنسټونه (نهادونه) وده او پایښت یې

البته دې نهادونو ته وده ورکول یوازې د یوه مقتدر او قانونمند نظام تر سیوري او رهبرۍ لاندې د مروجه قوانینو په کلکه پلي کولو لارې امکان لري او هغه هم په داسې حال کې چې د  قوانین او مقررات په عادلانه توګه په ټولو یو شان پلي شي، د زیات وخت لپاره نظارت، مدیریت او رهبری شي، نو بیا وده کوي او پخېږي. خو کله چې خپل سرۍ زیاتې شي، نهادونه شړېږي او بیا رغول یې لسیزې بلکه پېړۍ نیسي. 

په افغانستان کې بنسټونه د امیرشیر علي خان له وخته پیل شول، خو انقلابي او ګوندي دولتونو له پامه وغورځول او د خپلو اجنداوو ښکار یې کړل، په کراره کراره وشړېدل او اوس د شلو کلو په بهیر کې هم د هغو د رغیدو او ټینګښت کمه هڅه کړې ده او مصلحتي نظامونو زموږ نهادونه همداسې شړېدلي پرېښې دي. خو ډېر کم خلک یې په دې ستونزه پوهېږي. زموږ ټولې ناکامۍ په حقیقت کې د همدې ملي بنسټونو (نهادونو) د نه شتون او یا کمزوریتوب له کبله دي او تر څو دا ستونزه حل نه کړ، ځان ورباندې پوه نه کړو ښه ورځ نه شو لیدلی. 

اوس چې نا امني ده په کابل کې ځینې کسان فکر کوي چې بیا د وسله والې ډلې د کابل په مختلفو برخو کې وګومارل شي تر څو امن ټینګ کړي. خو دا کیدی شي د لنډ وخت لپاره نسبي ارامي راولي، خو د ملي نهادونو د نابودۍ او شړیدو تر ټولو ستره وسیله همدا کار دی، ځکه د ملي نهادونو په ځای په شخصي ملشو تکیه کېږي، د هېواد ستونزې حل کوی نه بلکه شاته یې غورځوي او لا نورې یې پېچلې کوي. موږ دا لا پخوا تجربه کړې ده او که دا کار وشي د پخوا په څېر به زر د سیمې د کنترول په سره لاس او ګریوان شي. موږ لیدلي دي چې کله هم د ملیشو، اربکیو او نورو په نامه کومه ډله وسلواله شوې ستر ستر سرخوږي یې رامنځته کړي او تر ګټو یې تاوان سل ځله زیات شوي دی. 

نو څه باید وشي؟ حل لاره داده چې ټولې خواوې د په ملک او په خپل ځان زړه وسېزې، ملي نهادونه د ټینګ او پرانیستي کړي تر څو ټولو افغانانو ته ټول خدمات په مساویانه توګه ورسوي، قانون په ټولو یو شان پلی کړي، د واسطو او خپلویو او تعصباتو په ځای د قانون ته غاړه کېږي. قانون که هر څومره ښه وي خو چې پلی نه شي دوه توته ارزښت هم نه لري، خو که یو څه نقصونه هم ولري که ټول ورته غاړه کېږدي ستونزې یې تر ډېره حل کولی شي. 

که زموږ دولتي مشران، سیاسي او ګوندي کسان د ملی ادارو په ځای داسې جوړښتونو ته اهمیت ورکوي چې یوازې ګوندي او شخصي ګټې په کې خوندي شي، دوام یې او کارايي یې روښانه وي، د نورو ملي نهادونو د ودې او پرمختګ مخه ډب کوي، په دې ملی ادارو او نهادوننو د پانګونې مخه نیسي، نو دا که لنډ مهاله ګټه چاته ولري خو په اوږدمهال کې به د ملت غمیزې لا نورې اوږدې کړي. 

نوباید ټول سیاسي قوتونه لاس سره ورکړي، د روڼوالي، رښتیني حساب ورکولو، په ټولو افغانانو که هغه غریب دی که معتبر د قانون یو شان پلي کولو ته ژمنتیا رامنځته او په عمل کې یې وښيي. که دا کار وشو هر څوک چې په هره ډله کې وي او د کوم وزارت واګې واخلي، یا د ملک مشر شي بیا به بریالی وی او ملت ته به د خدمت توان ومومي. 

طرح حکومت موقت جفا در حق مردم یا گریز از دیموکراسی؟

0

آن‌هایی که بنابر هر دلیلی، پذیرفتن حکومت موقت را تنها راه حل منازعات حاضر می‌دانند؛ باید به‌یاد داشته باشند که تجربه‌ی نخست حکومت موقت، با مداخله‌ی جامعه‌ جهانی در کشور و انتخاب حامد کرزی به میزان متوسطی به سود ملت خاتمه یافته بود. منطق موجه برای ایجاد حکومت موقت در زمان حامد کرزی به‌معنای پایان بخشیدن به حکومت طالبانی بود که باید چنین می‌شد. با آن‌که در آن دوره توانسته بودند خود و کشور را از وضعیت بحرانی عبور دهند؛ اما پس از ایجاد حکومت موقت، در احیای اقتدار مرکزی به گونه‌ی درست ناکام بوده‌اند.

منبع: تایمز

نویسنده : اریک گارسیا

مترجم : سید جمال اخگر

خواست‌های طالبان همیشه در حال نوسان است. چهار دهه تولید رنج و خشونت هیچ تغییری را در ذهنیت تاریک این گروه به میان نیاورده ‌است. اکنون که گفت‌و‌گوهای صلح به نتیجه‌ مطلوبی نرسیده و هر روز طالبان و گروه‌های مخالف دولت، حمله‌های‌شان را افزایش می‌دهد، خواستار حکومت موقت می‌شوند. حال آن‌که حکومت موقت نه آخرین گزینه است و نه هم راه حل مناسب. یگانه نیت‌ شوم طالبان خاموش کردن صدای دموکراسی و ترقی درس و تعلیم در کشور است.

طالبان خوب می‌دانند که حکومت حاضر با تمام کاستی‌ها، توانسته تا حدی به خواسته‌های مردم و وعده‌های سپرده شده، عمل کند.

زنان در حکومت‌های قبلی و فعلی افغانستان چالش‌های سیاسی، فرهنگی و اجتماعی زیادی را متحمل شده‌اند. اما نشانه‌های تغییر برای حضور زنان در نظام کنونی، هرچند با شکنندگی‌هایی نیز همراه بوده است، ولی بیش از هر زمان دیگری به‌چشم می‌خورد. اکنون که زمزمه‌هایی مبنی بر ایجاد حکومت موقت به گوش می‌رسد، ترس همه‌ی زنان این است که پس از این‌همه تلاش‌ و تحمل دشواری‌ها، دوباره به دوران تاریک و سیاه طالبان برنگردند. با توجه به گذشته، در بیست سال پسین، زنان رشد چشم‌گیری در عرصه‌های مختلف داشته‌اند.

هم‌اکنون بیشتر از ۳۰درصد اعضای پارلمان را زنان تشکیل می‌دهند. در نهادهای نظامی دو زن به عنوان معین کار می‌کنند؛ هم‌چنان در بخش قضا، یک زن عضویت دادگاه عالی را دارد. همین‌گونه در اداره‌های دولتی، زنان بیش‌تری سرگرم کار هستند. در کابینه‌ی فعلی دولت نیز حضور زنان از هر زمان دیگر بیشتر است.

آن‌هایی که بنابر هر دلیلی، پذیرفتن حکومت موقت را تنها راه حل منازعات حاضر می‌دانند؛ باید به‌یاد داشته باشند که تجربه‌ی نخست حکومت موقت، با مداخله‌ی جامعه‌ جهانی در کشور و انتخاب حامد کرزی به میزان متوسطی به سود ملت خاتمه یافته بود. منطق موجه برای ایجاد حکومت موقت در زمان حامد کرزی به‌معنای پایان بخشیدن به حکومت طالبانی بود که باید چنین می‌شد. با آن‌که در آن دوره توانسته بودند خود و کشور را از وضعیت بحرانی عبور دهند؛ اما پس از ایجاد حکومت موقت، در احیای اقتدار مرکزی به گونه‌ی درست ناکام بوده‌اند.

اکنون که بحث ایجاد اداره موقت دوباره بر سر زبانها افتاده؛ با یک مقایسه سرانگشتی، این پرسش در ذهن ایجاد می شود که آیا وضعیت کشور، در اولین نشست بُن در آلمان و پیشنهاد حکومت موقت با نشست تازه‌ی بُن در همان شهر و همان پیشنهاد یکسان است؟ یا موارد مهم‌تری نیز وجود دارند که به دست فراموشی سپرده شده ‌است؟

برای دریافت این پاسخ‌ها باید به تاریخ رجوع کنیم. در اولین نشست بُن؛ طالبان در هیچ سوی مذاکره قرار نداشتند و کشور پس از چند سال تجربه‌ی ظلم و استبداد و خون‌ریزی، نیاز مبرم به یک استراحت موقت داشت تا دوباره جان بگیرد و ادامه بدهد. حامد کرزی که چهره‌ی شناخته شده‌ا‌ی نبود به صحنه آمده و برهان‌الدین ربانی، رییس دولت مجاهدین، با مداخله‌ی جامعه ‌جهانی، کرسی ریاست جمهوری را به کرزی سپرد. پس از مدتی، انتخابات ریاست جمهوری صورت گرفت و حامد کرزی با کسب ۵۵٫۴ درصد آراء به‌عنوان رییس‌جمهور منتخب افغانستان انتخاب شد.

با این حال، کارشناسان و آگاهان امور تاریخ و سیاست، دوره‌ی کرزی را دوره‌ی «غفلت» می‌خوانند و او را به استفاده نکردن از فرصت‌ها و امکانات موجود در کشور برای پایان بخشیدن به دولت‌داری قبیله‌ای متهم می‌کنند. به باور منتقدان، آقای کرزی می‌توانست سنگ تهداب سیاست‌مداری مدرن و قانون‌مند را در کشور بگذارد. همگی از ذهنیت سیاست سنتی او آگاه بودند و در همان دوره بود که طالبان مجدداً حمله‌های‌شان از سر گرفتند و برخی مناطق کشور را ناامن ساختند. با آن‌که؛ حتا همان حکومت موقت موجه هم دردی را درمان نکرد؛ ولی توانست برای مدتی روی زخم را از چشم صاحب زخم بپوشاند.

آن چه ذکر شد، دلایلی هستند که کشور را برای این نوع حکومت آماده ساخته ا‌ست، اما در وضعیت کنونی کشور، هیچ جای بحث برای پذیرفتن و یا رد این درخواست از سوی طالبان نداریم. یکی از دلایل منطقی و مستند این است که در قانون اساسی کشور، چیزی به نام حکومت موقت وجود ندارد.

و از سوی دیگر برای آگاهان امور سیاسی واضح و آشکار است که حتا اگر با مداخله‌ی جامعه‌ی جهانی هم باشد؛ در ماده ۶۷ قانون اساسی افغانستان آمده ‌است که حکومت موقت، تنها در شرایطی قابل اجرا است که رییس‌جمهور برحال، استعفا بدهد و یا در شرایطی خاص؛ عزل شود، وفات کند و یا به بیماری صعب‌العلاجی دچار گردد که برای اجرای وظیفه‌اش مانع شود.

روی‌ هم رفته، با تجربه‌ی چهل سال جنگ باید پی برده ‌باشیم که خواست‌های طالبان همیشه در حال نوسان است. چهار دهه رنج و خشونت بر ذهن تاریک این گروه، نه‌تنها هیچ تغییری را به‌میان نیاورده که هنوز بدتر از قبل و عقده‌ای‌تر نیز شده‌اند. بازگشت طالبان و سهیم ساختن آن‌ها در قدرت سیاسی کشور، بی‌تردید، جدی‌ترین آسیب را بر زنان وارد خواهند کرد.

با این ‌که زنان افغانستان در حکومت‌های قبلی و فعلی، با چالش‌های سیاسی، فرهنگی و اجتماعی بسیاری روبه‌رو بوده‌اند؛ اما هویداست که زنان، به آن‌چه که حق مشروع‌شان در قانون آمده ‌است، به‌طور حتم در قدرت افغانستان دخیل نبوده‌اند.

اکنون اما با توجه به آمار رسمی، بیش از ۳۰درصد اعضای پارلمان را زنان تشکیل می‌دهند. در نهاد‌های نظامی دو زن به حیث معین کار می‌کنند؛ همچنان در بخش قضا یک زن عضویت دادگاه عالی را دارد. همین‌گونه، در اداره‌های دولتی و کابینه، زنان حضور دارند. با این وضع، حد اقل این امیدواری وجود دارد که زنان، به آینده چشم‌انداز بهتری داشته باشند.

اگر زنان حمایت نشوند و از چرخه‌ی‌ اقتصادی و سیاسی بیرون انداخته شوند، سرنوشت خانواده‌هایی که مردان‌شان را در جنگ‌ها از دست داده‌اند چه خواهد شد؟ خانواده‌هایی که نان‌آورشان زنان توان‌مندی است که در بیرون از خانه کار می‌کنند. امروز زنان، نشان داده‌اند که نقشی اثرگذار بر کار در اداراه‌های دولتی و نهاد‌های غیرحکومتی دارند، در دو مجلس شورای ملی، زنان هم‌طراز مردان کار می‌کنند. اگر به خواست طالبان لبیک گفته ‌شود، نخستین اقدام آن‌ها، همانا برگرداندن زنان به گذشته ‌است. این نه‌تنها برای زنان، حتا برای جامعه‌ی جهانی و داعیان نظام جمهوریت در افغانستان یک شکست بزرگ و مایه سر افگندگی خواهد بود.

پذیریش این مسأله برای زنان سخت است، گروهی که برادر و پدر و خواهرشان را سلاخی کرده است و پس از دو دهه جنگ، زنان را ناگزیر خواهند کرد که تمام دستاوردهای‌شان را دو دستی به آنان تقدیم کنند.

با این حال، در شرایط کنونی، زنان باید یک‌دست شوند و این‌بار نه به‌شکل نمادین؛ بلکه مانند یک موج در برابر مطالبات خودخواهانه‌ی گروه طالبان بایستند. جریان گفت‌وگوهای دوحه را موبه‌مو دنبال کنند و نگذارند حقی از آن‌ها پایمال شود. زنان سرزمین ما، خشونت‌های زیادی را محتمل شده‌اند؛ از خشونت‌های فرهنگی  اجتماعی گرفته تا انواع خشونت طبقاتی، نژادی، اقتصادی سِنی و حتا خشونت‌های جغرافیایی. از بعد دیگر؛ زنان این سرزمین، این‌همه قربانی‌ها را داده‌اند تا به این‌جا رسیده‌اند؛ پس نیاز به همبستگی زنان، بیش از هر زمان دیگری محسوس است.

با کمک‌های نهادهای مدافع حقوق زن و مبارزه‌های خسته‌گی ناپذیر، زنان توانستند با جلب توجه و حمایت جهانی روبه‌رو شوند. اثر این تلاش‌ها در دوران ریاست جمهوری آقای غنی، وضعیت برابر زنان در قانون اساسی افغانستان و ایجاد تبعیض مثبت در شماری از بخش‌ها به چشم دیده می‌شود. برای زنان رنج دیده افغانستان، همین مقدار هم امید وار کننده است. در حالی که در طی دو دهه قبل همین زنان زیر سلطه‌ طالبان، زن بودن‌شان را فراموش کرده‌ بودند و تقریباً هیچ بهانه‌ای برای رها شدن از بند خانه‌نشینی نداشتند. هیچ کسی در مورد حق تحصیل، حق کار و حق سلامتی زنان نمی‌‌پرسید.

حال اگر حکومت موقت روی کار بیاید آیا طالبان می‌پذیرند که مانند این سال‌ها زنان بیشتر از ۳۰درصد کرسی‌های پارلمان را اشغال کنند؟ آیا ممکن خواهد بود که ۴۰ درصد دانش‌جویان دانشگاه‌ها را دختران تشکیل دهند؟ آیا بنای مراکز آموزشی بیشتری گذاشته خواهند شد؟ آیا زنان دورمانده از تحصیل، آموزش، حرفه و سواد، همانند امروز به این حق طبیعی‌شان خواهند رسید؟

حقیقت این است که در حکومت موقت، دیگر به روند ظرفیت‌سازی و توان‌مندی زنان بهایی داده نخواهد شد. حکومتی که یک طرف دولت است و یک طرف قاتل هزاران هموطن ما؛ قاتلانی که با درخواست حکومت موقت، می‌خواهند در همه امور سیاسی، اجتماعی، فرهنگی و اقتصادی تسلط پیدا کنند.

از بُعد صحی با آن چه که شفاخانه‌ها آمار می‌دهند، تعداد مرگ‌ومیر مادران در سال‌های اخیر کاهش یافته و عمر میانگین زنان نیز از ۵۲ سال به ۶۲ سال افزایش یافته است. این پیشرفت زنان در عرصه‌های مختلف با تشکیل حکومت موقت و شامل شدن طالبان در دولت سیر نزولی را خواهد پیمود و زنان شاهد وضعیت کنونی نخواهند بود.

با این همه، حکومتی(حکومت موقت) که برای زنان ارزش و ارجحیت قایل نباشد و صلح نمادین را به قیمت نیمی از جمعیت کشور بپذیرد؛ صادقانه و پایدار خواهد بود؟ این مشخص است که اگر طالبان بیایند، به اراده خودشان ارجحیت می‌دهند نه به اراده قانون.

بنابراین، قابل تأمل است که هنوز هم این گروه از اعمال قدرت به گونه‌‌ی مطلق و فراقانونی لذت می‌برند و با وجود این که در جامعه‌ توسعه نیافته اراده‌ افراد، خود قانون است و روی همین مسأله این اراده نه قابل بازخواست است و نه هم قابل کنترل. هنگامی که قدرت سیاسی مطلق می‌شود، چالش بزرگی سر راه توسعه و انکشاف اجتماعی قرار می‌گیرد که راه‌های بازخواست از سوی مراجع نظارتی مسدود می‌شوند و صاحب قدرت را از دایره‌ حکومت و قانون خارج می‌کند.

این جاست که مردم، درب انتقاد را بسته و باب تملق را باز می‌کنند و نواقص، عیب‌ها و کاستیها از عموم پنهان می‌شوند. اگر مردان نتوانند، زنان با خون خود اجازه نخواهد داد تا هیولای مرگ در لباس وحشتناک « حکومت موقت»، بر سرنوشت شان تکیه بزند.