شنبه, جنوري 16, 2021
Home Blog

جنرال میلي: امریکا په افغانستان کې دوې لویې اډې له ځان سره ساتي

0
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۲) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر اساس به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايی رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال میلي چې پرون (چهارشنبه) په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال میلي زیاته کړه، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعني له یاغیانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز ونه ویل چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې د امریکا له پوځ سره پاتې شي او دې ته یې هم اشاره ونه کړه چې امریکا به دا اډې تر کله په کنټرول کې لري.

مارک میلي وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

جنرال میلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی وکړ، ویې ویل، سره له دې چې ښايي ځینې به له طالبانو سره په خبرو خوشاله نه وي، خو د سولې خبرې مهمې دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

د امریکا لوی درستیز، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه طالبان حکومت پرزولی شي

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې یاغیان بلوا پای ته ورسوي تر ټولو دود او سمه لار دا ده چې د واک وېش لپاره د خبرو له لارې موافقه وشي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

2

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

0

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

2

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

شاه رخ خان دا ځل په یو جنګي فلم کې

0

داسې ښکاري لکه د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان چې له سلمان خان او اجې دیوګن څخه الهام اخیستی وي، چې په خپل راتلونکې فلم چنای ایکسپريس کې یې ډېر خطرناک او جنګي صحنې جوړې کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې په وانټیډ، باډیګارډ، دبنګ، ایک تا ټایګر او دبنګ ټو کې او اجې دیوګن په سنګم او همتوالا کې خطرناک سټنټس او جنګونه ترسره کړي ول.

شاه رخ خان پخوا په خپلو ځینو فلمونو لکه بازیګر، ډر، کرن ارجن، کویلا کې ښه درانه جنګونه کړي وه، خو وروسته یې توجه د مینې فلمونو ته زیاته شوه.

خو بادشاه خان بېرته خپل پخواني سټایل ته روان دی، او د روهیت شیټي په لارښوونه نوي فلم کې یې سوکان او لغتي کېدای شي د یو ښه جنګي فلمي هیرو په توګه معرفي کړي.

په دې فلم کې د هغه په وړاندې دیپیکا پډکون کار کړی.

شاه رخ په دې فلم کې ټولې جګړې او صحنې خپله ترسره کړي او دا به د لیدونکو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې رومانټیک خان د یو جنګي خان په توګه وویني.

حکمت الله سروش

په دې ورځ د خلیج جګړه پیل شوه

0

تاند- دېرش کاله پخوا د ۱۹۹۱ کال د جنورۍ په ۱۶ د کویت د نیواک د پای ته رسولو لپاره د خلیج جنګ پیل شو.

د صدام حسین رژیم د ۱۹۹۰ په اګست کې کویت ونیوه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړ.

خو په دې ورځ د امریکا په مشرۍ ايتلاف په کویت کې د عراقي پوځیانو پر ضد عملیات پیل کړل. دې جګړې د فبرورۍ تر ۲۸ پورې دوام وکړ. په نتیجه کې یې نامعلوم شمېر عراقي پوځیان ووژل شول. ځینې د عراقي پوځیانو مرګ ژوبلې لسګونه زره ښيي.

د عراق د حکومت سلګونه الوتکې او زرګونه ټانکونه، زغرګاډي او وسایط ویجاړ شول.

صدام حسین، چې کویت یې له لاسه ورکړی و، د بغداد د بایللو د وېرې په خاطر د خپلواک هیواد په توګه د کویت په رسمیت پېژندلو او اوربند ته غاړه کېښوده.

ماته بېړۍ او زورورې څپې

0

د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

خو لا اساسي پوښتنه دا ده چې: د قرضاوي او هغه ته ورته کسانو لاره د افراطي جهادیزم د ستونزې اساسي چاره کولی شي؟ په دې لاره د خشونت او ترهګرۍ د څرخ درېدلو ته هیله‌من کېدای شو؟ داسې نه برېښي چې ځواب دې یې «هو» وي. تر ټولو مهم دلیل یې د داسې کتابونو له لیکلو سره سره، د خشونت زیاتېدل دي. نو دا پوښتنه کولی شو چې د منځلارو د خبرو د ناکامۍ یا لږې کامیابۍ علت به څه وي؟ د دې قلم د څښتن په باور، دا ډول هڅې یوازې د د یوه جګړه‌پالي بهیر تلطیف (نرمول) ګڼلی شو، نه تر دې زیات. عمده علت یې دا دی چې له دې منابعو څخه د قرضاوي او د منځلارو ډلو د انګېرنې د درون دیني اعتبار اندازه د توندلارو ډلو له درون دیني اعتبار سره یو شان دی. یعنې، که د فقهې په ژبه وغږېږو، دواړه انګېرنې اجتهادي او ظني بڼه لري او هېڅ اجتهاد او ظن په خپل ذات کې  تر بل اجتهاد او ظن غوره نه دی او د اسلام قطعي حکم نه شي مطرح کېدای. یوازې په بیروني عاملونو او قراینو سره یو اجتهاد تر بل اجتهاد غوره ګڼلی شو.

اصلي خبره دا ده چې موږ د تأویل له دوو سیستمونو سره مخ یو چې دواړه د بلې زمانې سیستمونه دي ځکه چې د بلې زمانې پوښتنو او غوښتنو او ابزارو پسې غواړي. د هاغه مهال په فکري ماحول کې انسانانو د خپل دین د انتخاب حق نه درلود او که په هر دلیل سره یې د دین په باره کې بل ډول باور پیدا کړی وای، د وژلو به وو. د هاغې زمانې په فکري ماحول کې نړۍ په دوو یا درېو هېوادونو وېشل کېدله: ارالاسلام او دارالکفر. او دارالکفر بیا دوې برخې لرلې: دارالحرب او دارالعهد. دا صحیح ده چې قرضاوي هڅه کوي چې د دارالعهد لمن دومره پراخه کړي چې ان متحد ایالتونه، روسیه او ان چین ـ له دې سره سره چې د اویغور له مسلمانانو سره څه ډول چلند کوي – راونغاړي، خو د نړۍ د پېژندلو دا ډول ذهنیت اساساً د اوسنۍ نړۍ له وضعیت سره هېڅ نه جوړېږي. په اوسنۍ نړۍ کې فکري ترقي، علمي پرمختګونه، د هېوادونو او ملتونو تر منځ د اړیکو بودې تنستې، د ګټو او مصالحو مختلف پټونه له دې ډول ذهنیت سره اړخ نه لګوي. د تأویل دغه دوه سیستمونه په داسې میدان کې سره مخامخ کېږي چې پوځونه په کې د داسې زمانې د پوځونو په شان مورچې نیولې دي چې هغه زمانه نوره ګردسره نشته او په اوسني دور کې د هاغې زمانې په دود چلند د ناورین سبب کېږي. دا هماغه د منځنیو پېړیو سیستم دی چې ډېری هنري او سینمايي تولیدات، رسنیز بحثونه، علمي څېړنې او داسې نور ارتداد ګڼي او د نیوکې کولو په نیت د سیکولریزم، پوزیټویزم، لیبرالیزم او داسې نورو موضوعاتو مطالعه جهاد بولي. دا د اوسني پېر له فکري مقولو سره د آشنايۍ کاریکاتوري بڼه ده چې که جدي وګڼل شي، ناورین زېږوي او که جدي ونه ګڼل شي نو تریخ طنز پنځوي.

دا صحیح خبره ده چې د سینما، رسنیو، ورځپاڼو، پوهنتونونو او نورو کارونه باید نقد کړو یا یې نقدولی شو، او دا کار په ټوله نړۍ کې سم دم روان دی خو دا چې دا شیان د پراخ ټولیز ارتداد نښه وګڼو او په ضد یې جهاد تجویز کړو، دا نو د تېرو پېړیو په کلاګانو کې ساه اخیستل دي، ان که دغه جهاد مدني جهاد هم وبولو او نمونې یې د بې خوندو او بې رنګو مذهبي سریالونو جوړول وګڼو.

د مسئلې غوټه دا ده: له خپل عصر څخه بهر پاتې کېدل، د تېرو وختونو مقدس ګڼل، ننني انسان ته د شک په سترګه کتل، او په نړۍوال شوې نړۍ کې د پردیتوب احساس.

له افراطي او خشونتپاله جهادیزم سره مقابلې لپاره له سنتي منابعو څخه د یوه معتدل روایت را ایستل د توندلارو د تعبیرونو شدت څه نا څه را کمولی شي. دا کار به توندلارې پرې نه ږدي چې خپله انګېرنه د دین یوازینۍ سمه انګېرنه وښيي. خو دغه هڅې په آخر کې ایله د مُسَکن کار کوي، نه د علاج. دا کار کولی شو چې په معتدله سنتي لاره ووایو چې وسله‌واله جګړه لازمه نه ده او ښه به وي چې د هغې پر ځای نرمه ناوسله‌واله جګړه وکړو، خو نتیجه به یې یو شی وي او دا نتیجه جګړه ده. د ننني انسان ضرورت له جنګ او خشونت څخه راوتل دي. جګړه که په هر نوم او له هر لوري وي، باید ځان ترې وباسو. د ننني انسان ضرورت د همکارۍ د لارو پیدا کول دي چې د نړۍوالو ستونزه چاره وکړي. نننی انسان باید هغه ستونزې له مخې لرې کړي چې ټول انسانان، ټول ژوندي ساري او ټول طبیعت ګواښي. په جګړې سره، هغه که نرمه وي که سخته، د انسانانو تر منځ همکاري نه شو رامنځته کولی. دا کار په تفاهم سره کولی شو، د فرهنګونو په متقابل درک سره یې کولی شو، په دې یې کولی شو چې تمدنونه یوازې تور یا یو مخ سپین ونه بولو، او په دې یې کولی شو چې په ټولو ملکونو جګړې ته منطقي حل لاره ولټوو. دې هیلې ته د رسېدو لپاره نوي تأویلي سیستم ته ضرورت لرو چې انسان او جهان په کې بله معنا پیدا کړي، نوې پوهې په کې اعتبار خپل کړي، د نوي عقلانیت لپاره په کې ځای وي، په جوړولو کې یې د اخلاقو نړۍوال اساسات نقش ولري، او په آخر کې له دې سیستم څخه د دین داسې تصویر راوخي چې د سولې او سوله‌ییز ژوند زېری ولري، نه د تفرقې او دښمنۍ زړی.

مل‌لیکنې:

  1. د ابو عبدالله المهاجر په اړه یې لیکلي دي چې هغه پټ پاتې کېدل خوښول او په رسنیو کې، ان په جهادي رسنیو کې، له ښکاره کېدو څخه یې ډډه کوله. هغه په ټولو جهادي څانګو کې لوی نوم لري او کتاب یې د دوی تر ټولو مهمه فقهي مرجع ګڼل کېږي. خو د سازماني اړیکو په حساب، ډېر خوځنده و. د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې په خوست، کابل، کندهار، او هرات کې د القاعدې غړو ته تدریس کاوه خو په عین وخت کې به یې پر طالبانو انتقاد کاوه چې په شرک او بدعت اخته دي او ځانونه یې په کافي اندازه په اسلام نه دي برابر کړي. بیا اسامه بن لادن پر هغه فشار راوړ چې له مخالفت او انتقاد څخه دې لاس په سر شي. هغه به پر بن لادن او ظواهري هم نیوکه کوله او د دوی تکتیکونه یې نه منل. په دې برخه کې د هغه نظر د ابو مصعب زرقاوي نظر ته نژدې و خو کله کله به یې له هغه سره هم اختلاف درلود او له دې سره سره چې زرقاوي ډېره هڅه وکړه چې دی عراق ته وبولي او د خپلې ډلې د فقهي کمیټې مسوولیت وروسپاري، خو ده نه منل. کله چې د عربو پسرلي په مصر کې د حسني مبارک رژیم راوپرځاوه، المهاجر خپل ټاټوبي ته ورستون شو، خو لږ وروسته بیا مجبور شو چې ځنې لاړ شي. د داعش له پیدا کېدو سره، د هغه کتاب د دې ډلې تر ټولو مهمه فقهي منبع کېږي او دا ډله هڅه کوي چې د خپلو غړو لپاره درسونه او زده‌کړې د همدې کتاب له مخې چمتو کړي، خو دی پخپله له دې ډلې سره له یو ځای کېدو او په تشکیلاتو کې یې له برخه اخیستلو څخه ډډه کوي. وروسته په سوریه کې د جبهة النصرة له ډلې سره یو ځای کېږي چې دا د القاعدې یوه څانګه ده او رهبر یې ابو محمد جولاني دی. دا ډله بیا له داعش سره ورانېږي او المهاجر له جولاني سره هم اختلاف پیدا کوي. په آخر کې چې دی د حلب په غربي څنډه کې د باتبو کلي ته نژدې د امریکا په رهبرۍ د ائتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل کېږي، هېڅ جهادي ډله هغسې غبرګون چې تمه یې کېده، نه ښيي. د یوه عرب لیکوال په وینا، ګواکې هغه د ټولو په سترګو کې یوازې د وینې د فقهې د کتاب حد ته راټیټ شوی و.
  2. عربي وېب سایټ21 ، باسل درویش، د چارلي وینټر او عبدالله السعود له خولې یوه ګډه مقاله کې چې عنوان یې دی «د اسلامي دولت د ډلې د تیوریسن مړینه» په دې وېب سایټ کې خپره کړې ده.
  3. المهاجر، ابو عبد الله، مسائل فی فقه الجهاد، لیکوال د دې کتاب یوه پي ډي ایف نسخه ترلاسه کړې ده چې بې نېټې ده او د چاپ ځای یې هم په کې نه دی ښودل شوی، او په دې مقاله کې ورنه استفاده شوې ده.
  4. القرضاوي، یوسف، فقه الجهاد دراسة مقارنة لأحکام الجهاد و فلسفته فی ضوء القرآن و السنة، مکتبة وهبة، القاهرة، دریم چاپ، 2010
  5. څه چې په [] او { } کې لولئ، د مقالې د لیکوال [او یو نیم ځای کې د پښتو ژباړن] خبرې دي چې د کله د اوږدو عبارتونو د لنډولو او کله د ځینو عبارتونو د توضیح لپاره راغلې دي.
  6. د دې کتاب په لیکلو کې له ۱۶۸ کتابونو څخه ګټه اخیستل شوې ده چې ټول یې پخوانۍ او معتبرې منبعې دي.
  7. د فرج فوده د وژلو پېښه او بیا د نصر حامد ابوزید محاکمه او ورباندې د ارتداد حکم کول، د شلمې پېړۍ په نویمو کلونو کې د عربو په فکري نړۍ کې په خورا جنجالي پېښو کې حسابېږي. فرج فوده باورمن و چې دین او حکومت دې سره بېل وي او ویلي یې وو چې په دې اړه په عام محضر کې له سیاسي اسلامکارو سره مناظره وکړي. دا مناظره د ۱۹۹۲ په جنورۍ کې د قاهرې د کتابونو په یوه نندارتون کې جوړه شوه چې یوې خوا ته یې فرج فوده او احمد محمد خلف الله وو او بلې خوا ته یې محمد غزالي او محمد عماره محمد مامون هضیبي. فرج فوده تر دې مناظرې څو میاشتې وروسته د شیخ عمر عبدالرحمن د اسلامي جماعت دوو ځوانو غړو وواژه.
  8. په هغه کتاب کې له ۳۱۹ کتابونو څخه د منبعې په حیث کار اخیستل شوی دی او د مؤلف په وینا یې د څېړنې او د کتاب د لیکلو لپاره یې شپږ کاله لګولی دی.

پنتاګون وايي، په افغانستان او عراق کې یې د ځواکونو د کمولو هدف پوره کړ

0

تاند(شنبه، د جدې ۲۷) د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان وکړ چې په افغانستان او عراق کې یې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو هدف پوره کړی دی.

پینتاګون وايي چې د جمعې په ورځ یې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړ. د دې وزارت په وینا په همدې ورځ یې په عراق کې هم د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰ ته راکم کړای شو.

ټرمپ پخوا لا ویلي و چې په افغانستان او عراق کې به د خپل واک تر پای ته رسېدو مخکې د امریکايي پوځیانو شمېر وروستي حد ته کموي. ټرمپ خپل دې هدف ته په داسې وخت کې ورسېد چې د ولسمشرۍ د دورې یې یوازې ۵ ورځې پاتې وې. ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په شلمه (راروانه چهارشنبه) جو بایډن د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د امریکا دفاع وزیر کریستوفر میلر په یوه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د امریکايي پوځیانو شمېر تر ټولو ټیټ حد ته راکم کړل شوی دی.

ده په عراق کې د امریکايی پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه ویلي چې اوس د عراقي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او هغوی د خپل هیواد دفاع په خپله کولی شي.

ده همداراز ویلي«موږ به په عراق کې تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکوو او له خپلو عراقي شریکانو سره به د استخباراتو او هوايي ځواک په برخو کې مرسته کوو.»

امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په افغانستان کې نژدې یولک پوځیان لرل.

د امریکا او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم، ټول امریکايي پوځیان باید د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي چې محدود شمېر پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي چې د القاعده او داعش پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

د وسلوالو ځواکونو د جوړولو لپاره د ماکیاولي نظریات| جنرال دولت وزیري

0

له پېړیو- پېړیو راهیسې د ژوند په هره برخه کې د پوهانو، متخصصانو او فکري ځواک له خوا تیورۍ او نظریات ورکړي شوي او خلک د دوی د نظریاتو او تجربو له مخې خپل ژوند عیاروي او عمل پرې کوي. یو د هغوی له ډلې څخه د ایټالیا پېژندل شوی سیاستوال، متفکر او فیلسوف نیکولو دي برناردو دِ ماکیاولي ( ۱۴۶۹ – ۱۵۲۷ میلادي)  په ایټالوۍ ژبهNiccolò di Bernardo dei Machiavelli  دی. خو په ډېرو برخو کې د ماکياولي نظرياتو ته خلک د شک او په بده سترګه ګوري. د نوموړي د نظریاتو په هکله عمومي فکر دا دی چې د ده نظریات ټول پر چل ول زور، ظلم او د خلکو پر غولولو ولاړ دي. خو نوموړي د سیاسي او ټولنیزو پيښو د تحلیل په باب ژورې او پخې خبرې هم لري، چې هر یوه يې د کاڼې کرښه ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د وسله والو ځواکونو د رول اهميت، جوړولو، او د نظام د ساتلو په برخه کې يې د پام وړ نظریات ور کړي دي، چې په نظامي دکتورینو کې د تامل وړ دي.

رفیق خاورین لیکلي، چې «د ماکیاوالي د شهزاده (The Prince) کتاب د سیاست یو شهکار او ځلانده اثر ګڼل کیږي.»

ځینې خبرې یې ښايي د زیاتو خلکو خوښې نه وي، خو د سیاست په اړه یې ځینې تیورۍ که عملي شي، ګټورې ثابتېږي.

زه د نوموړي له نورو نظریاتو سره کار نه لرم یوازې د ملي وسله والو ځواکونو په هکله چې ده کوم نظریات ورکړي دي، ماته د ډېر پام وړ ښکاري، نو ځکه غواړم د نوموړي نظریات د وسله والو ځواکونو د رول، جوړولو او ساتلو  په هکله له دوستانو سره شريک کړم.

نوموړی ليکوال، فیلسوف او مفکر د ایټالیا هېواد د فلورانس په ښار کې زېږېدلی او لوی شوی و. دی ډېر پوه او د زیاتې مطالعې خاوند و، پلار يې هم د وخت ستر عالم او قاضي ګڼل کېده.

کله چې ده د وخت له حکومت سره کار پیل کړ او په دې لاره کې د باور وړ کس شو، ده د نظام د ساتلو لپاره د وسله والو ځواکونو پر جوړښت ټینګار وکړ او په هکله يې خپل نظریات په ليکلي بڼه وړاندې کړل.

 ده به ویل:

«په ایټالیا كې د وحشیانو د ولکې تریخ خوند ګردو څکلی دی، نو د دې په خاطر د هیواد د چارو بدمرغي بايد په پیل کې کشف او مخنيوی يې وشي. که چېرې مشر یا ټولواک ښه هوښیار وي، ډېر ژر کولای شي چې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي. که چېرې د مشر د غفلت له مخې په هېواد کې تاوتریخوالی پراختیا ومومي، بیا يې مخنیوی په اسانه نه نیول کېږي.»

 دی وايي:

«هر مشر چې په خپله د بل د غښتلتیا لامل شي هرو مرو په خپله له منځه ځي. د دې لپاره په کار ده چې مشر له خپل وخت سره د ټولو لانجو د مخنیوي له پاره د چارې په سنجولو کې پیاوړی وي. مشر یا واکمن ته اړينه ده چې د خپلې واکمنۍ بنسټ کلک جوړ کړي.»

ماکیاولي وايي:

«د نظام اساسي بنسټونه ښه قانون او وسله وال ځواکونه دي. د یوه باوري وسله وال ځواک په نشتوالي کې د قانون تطبيقول امکان نه لري.»

دی ټينګار کوي او وايي:

«وسله وال ځواکونه بايد له هر پلوه د نظام پلویان او باوري وي.»

پر هغه مهال به د فلورانس په واکمنۍ کې په جګړو کې د ايله جاري او مرستندويه ځواکونو ګټه پورته کېدله. د دغه ډول ځواکونو په هکله دی وايي:

«ایله جاري او مرستندويه ځواکونه به تل په جګړو کې له مشکلاتو سره مخ وو او د جګړې په ډګر کې به ماته د دوی په برخه وه. ځکه چې دوی به سم نه وو روزل شوي، د مسوولیت احساس به يې نه کاوه، انضباط او ډسپلين به يې نه لاره، د جګړې له ډګره به په خپل سر تښتېدل او ملي ګټو ته به قطعا ژمن نه وو.»

موږ هم زموږ په هېواد افغانستان کې د دغه ډول ځواکونو شاهد یو. د یوه واکمن سیاستوال د تېروتنو له کبله ټول ملت عذاب ګالي، د ستونزو درک ته پام نه کېږي او له عصري غوښتنو سره سم د روانو لانجو د حل لپاره اقدام نه کېږي.

 په تېرو ۲۰ کلونو کې د خپلسرو وسلوالو او زورواکو د خپلسریو مخه هم ونه نیول شوه، دا چې موږ چې  ورته ملیشې وايو، په رڼا ورځ او په ډېره اسانه يې د ډاکټر نجیب الله حکومت ته د پای ټکی کښېښود. دا ډول ځواکونه ملي ګټو ته ژمن نه وي، یوازې هغه چا ته وفادار وي چې د دوی د زور، ظلم، چور او چپاول مخه نه نیسي او په دې لاره کې ورسره شريک وي.

مرستندوی ځواکونه هم د ملي ځواکونو روحيه خرابوي او پر خپل واکمن بېباوره کېږي، ځکه چې مرستندوی ځواکونه هم بې بندو باره وي او د دې هېواد قوانینو ته درناوی نه کوي او د هېواد خلک هم ور ته په ښه سترګه نه ګوري.

له ۲۰۰۱ میلادي څخه تر اوسه موږ په خپل هېواد کې د مرستندویو ځواکونو شاهدان يو. دوی چې اساسي روزنه یې نه ده لیدلې، روحیه یې کمزورې ده او د هېوادساتنې په چل نه پوهېږي، په سلګونو ځل يې داسې عملونه تر سره کړي دي، چی په هېڅ شکل زموږ له ملي دودونو سره سر نه لګوي. د دې تر څنګ د مرستندویو ځواکونو په شتون کې د ملي ځواکونو هره بریا د هغوی په نامه ثبتېږي او وياړ يې هم هغوی ته ځي.

موږ کولی شو په افغانستان کې له تجربه کارو پوځیانو د ملي پوځ، مرستندویو ځواکونو او د قواوو په انډول کې ګټه واخلو.

په ایټالیا کې د ماکیاولي له نظریاتو د پوځي ځواکونو د جوړښت او اهمیت په هکله د وخت د واکمنو له خوا په ۱۵۰۲ میلادي کال ومنل شول او د عملي کولو امر يې وکړ، ځکه ده په خپلو نظریاتو کې د ټولې ایټالیا چې هغه وخت پر مختلفو حکومتونو وېشل شوې وه یووالی غوښته.

نوموړی په ۱۵۰۳ میلادي کال په دې بریالی شو چې ملي لښکر جوړ کړي او ورسره نظامي قشلې (ځايونه) تاسیس کړي.

 ده به ټينګار کاوه او ويل به يې چې:

«که کوم هېواد ملي او باوري ځواکونه ونه لري ډېر ژر به د زوال کندې ته ور ولوېږي.»

ماکياولي په دې هم ټينګار کاوه چې:

«د يوه دولت او نظام د ټينګښت لپاره غښتلو وسله والو ځواکونو ته چې د وخت په پرمختللو وسلو سمبال او واک يې د ډېرو باوري قوماندانانو په لاس کی وي، اړتیا ده. له دې سره اړينه ده چې دغه ځواکونه د ملي سرښندونکو او ملي ګټو ته له ژمنو کسانو څخه جوړ شي، نه له ملیشو او هغه چا څخه چې ملي ګټې او نظام ورته اهمیت ونه لري.»

هغه ملیشې چې په افغانستان کې ورته د (اربکي) اصطلاح په وروستیو کې دود شوه، ناکامه ثابتې شوې، چې وروسته نه په ملي دفاعي ځواکونو کې مدغم شوې او نه یې تر مدغم کېدو وروسته د خپلسریو مخه ونیول شوه.

 ماکیاولي په خپل وخت کې په ټينګار سره ویلي چې:

«سرتېری باید له ۱۷ کلنۍ څخه تر ۴۰ کلنۍ پورې په نظام کې خدمت وکړي.»

زموږ په هیواد کې هم له ۱۹۱۹ میلادي کال را په دېخوا د خدمت کلونه د ۱۸ او ۳۷, د ۲۲ او ۳۷, د ۱۸ او ۴۰، د ۱۷. ۳۹، د ۱۸ او ۴۰ او د ۱۷ او ۴۵ کلونو تر منځ وو.

ماکیاولي به ویل، چې:

«د پوځي ځواکونو په هکله په خپله د پوځ اعلی سرقوماندان چې د دولت مشر هم وي باید پاملرنه وکړي. کوم مشر چې ملي وسله والو ځواکونو ته سمه او پر وخت پاملرنه، نه وي کړې، یا له کودتاوو سره مخ شوی دی او يا د ګاونډيو له خوا يې د واکمنۍ ګدۍ ور باندې نړېدلې ده.»

 دی زیاتوي:

«د دولت اساسي بنسټونه قانون او ابداره توره(وسله وال ځواکونه) ده، که چېرې ابداره توره نه وي د قانون تطبيقول په ټولنه کې ډېر مشکل دي، هيڅوک به چمتو نه شي چې په خوښه ماليه ورکړي او قانون ته غاړه کښېږدي.»

اوس هم همداسې ده که چېرې له ټرافيکو څخه د وېرې خبره نه وي، هېڅوک به په خوښه د ټرافیکو قانون پر ځان عملي نه کړي. نو ځکه د قانون تطبیق ابدارې تورې ته اړتيا ده او دغه توره اړينه ده چې تل تېره، پاکه او تر ملا تړلې وساتل شي.

ماکیاولي به ویل:

«که چېرې ستاسو په ګاونډ کې د دوو هېوادونو تر منځ جګړه وي د زړه له اخلاصه د یوه پلوي وکړئ او جګړه ورسره وګټئ، ځکه تر جګړې وروسته به هغه هیواد ټول وخت ستاسو منندوی وي او تل به تاسو سره همکار پاتې شي.»

 له بده مرغه یا له نېکه مرغه زموږ مشرانو د لومړۍ او دویمې نړیوالو، د هند او پاکستان او د ایران او عراق تر منځ په جګړو کې بې پرې پاتې شول او د هېچا مرسته يې ونه کره.

ماکياولي وايي:

«د واکمن لپاره په کار ده چې پر بخت تکيه ونه کړي، که د واک په لاس ته راوړلو کې بخت ورسره مرسته کړې وي، د واک په ساتلو کې د بخت رول صفر دی. د واک د ساتلو اساسي پايې د باور وړ قوماندانان او د ملي وسله والو ځواکونو درلودل دي.»

دی وايي:

«که واک د زور په واسطه لاس ته راغلی وي، کله چې واک ټینګ شو بیا د زورزیاتي اړتیا نه ليدل کېږي بیا د وېرولو تر څنګ بايد د خلکو باور تر لاسه شي.»

 د خلکو باور هغه وخت تر لاسه کېدی شي چې خلک په امن کې ژوند وکړي. دا ښکاره ده چې د ملي وسله والو ځواکونو پرته په هېواد کې امن نه شي راتلای او نه ساتل کېږي. نو اړينه ده چې د هېواد د ډاډمن امنیت په خاطر ملي وسله وال ځواکونه چې په بشپړ زړورتيا او ملي انګېزه سمبال وي وروزل شي.

ماکياولي به ویل:

«په پوځي هنر ناپوهه واکمن له نورو نيمګړتياوو سره، سره د خپل پوځ په منځ کې هېڅ د درناوي او باور وړ نه وي.»

په پوځي هنر پوه مشر یا واکمن باید په خپله د وسله والو ځواکونو څارنه وکړي، په ملي روحیه يې وروزي او هغه چا ته يې چاری وسپاري چې قانون، هېواد او خلکو ته وفادار وي. که په دې هکله مشر له مشکلاتو سره مخ وي اړینه ده چې له ډېرو باوري نظامي سلاکارانو څخه مرسته وغواړي.

لنډه او کره خبره دا ده چې له ملي او باوري لښکرو پرته په هېواد کې امن نه راځي. نو هغه هېواد چې غښتلې او باوري ملي لښکرې ونه لري، واکمنان دې ځان بخت ته وسپاري، خو لکه چې مخکې وویل شول بخت یوازې د واک په لاس ته راوړلو کې مرسته کولای شي، د واک په ساتلو کې د بخت پر ځای یوازې باوري او ملي وسله وال ځواکونه مرسته کولای شي.

موږ تل وايو باوري او ملي ځواکونه، دا کوم ډول ځواکونه دي؟

ملي او باوري لښکرې هغو لښکرو ته وايي چې د هېواد له خلکو څخه جوړې شوې وي. د هېواد نظام او ملي ګټو ته ژمن وي، په سیاسي ډلو او تنظیمونو پورې اړه ونه لري. موخه يې یوازې د نظام او پولو ساتل وي. هېواد ته د مینې او وفادارۍ په انګېزه ښه سمبال وي. د دوست او دښمن تر منځ فرق وکولای شي. د سیاسي لوبو ښکار نه شي. ښه ښوونه او روزنه ولري، د خپلو وسلو په ساتلو کې زیار وباسي او ټول پوځي تجهيزات د ملت مال او شتمني وګڼي.

لنډه دا چې په شعوري ډول د هېواد ساتلو ته د سر په بيه چمتو، فکر او هوش يې د ملي ګټو ساتل وي.

د داسې ځواکونو جوړول او ساتل د واکمن دنده ده، په ناپوهو، جاهلو، فاسدو، بې انګېزې، وېرېدونکو او په پوځي هنر بې خبرو قوماندانانو او مشرانو د ډاډمن وسله وال پوځ جوړول له امکان څخه ليرې دي.

دوستم ګیله من دی چې ساتونکي یې کم شوي او د صدارت ماڼۍ نه ده ورکړل شوې

1
مارشال عبدالرشید دوستم

تاند(جمعه، د جدې ۲۶) جنرال دوستم له دې شکایت کوي چې حکومت د ده د ساتونکو شمېر شمېر کم کړی او د ولسمشر د لومړي مرستیال ودانۍ یې نه ده ورکړې.

د جنرال دوستم ویندوی احسان نیرو وايي، د سیاسي موافقې پر اساس، پکار وه چې د جنرال دوستم زرګونه سرتېري د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل کړای شوي وای خو دا کار تراوسه پورې نه دی شوی.

نیرو دغه راز وویل، په سیاسي موافقه کې ویل شوي و چې د ولسمشر د لومړي مرستیال ودانۍ (د صدارت ماڼۍ) جنرال دوستم ته ورکړای شوې وای خو حکومت تراوسه پورې دا پرېکړه عملي کړې نه ده.

د نیرو په وینا د ملي امنیت شورا له لوري د جنرال دوستم د ساتونکو شمېر کم کړای شوی دی.

د ملي امنیت شورا مخکې ویلي و چې د پخوانیو جهادي مشرانو، سیاسي څېرو او د پحوانیو مرستیال ولسمشرانو د ساتونکو شمېر یې د دې لپاره کم کړی چې ملي بودجه وسپمېږي.

د ملي امنيت شورا وياند رحمت‌الله اندړ رسنیو ته په استول شوي ويډيويي پيغام کې ويلي: “له دې وړاندې په کلنۍ توګه پر ياده چاره پوره ۴ ميليارد ډالر لګښت کېده، خو دا مهال د لازمو اصلاحاتو په ترڅ کې د لګښت دغه اندازه ۱.۲ ميليارد افغانيو ته راښکته شوې ده.”

ملي امنیت دغه راز ویلي، چې حکومت کریم خليلي ته ۱۲۵ ساتونکي ، محمد محقق ته ۱۵۰ او مارشال دوستم ته ۱۸۰ ساتونکي ورکړي، که دوی له دې ډیر غواړي نو نور ساتونکي دې په شخصي لګښت له عامه ساتنې ملي تصدۍ څخه واخلي.

ښاغلي اندړ دا هم ویلي چې کوم کسان چې له دې پرېکړې سره موافق نه دي کولی شي ځان ته په خپلو پیسو زیات ساتونکي وګوماري.

تر دې مخکې د محمدمحقق د ګوند د دفتر ريیس غلام قادر سکندري ویلي و چې محقق د سلو یا اتیا ساتونکو معاش نه شي ورکولی.

حکمتیار، چې ویل کېږي د ۱۵۰ ساتونکو معاش یې حکومت ورکوي، تراوسه د ملي امنیت شورا د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي خو نورو لکه ( د ولسمشر د پخوانیو مرستیالانو مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح‌الدین رباني، د اجرائیه ریاست پخواني مرستیال محمد محقق، د ولسمشر د پخواني فوق‌العاده استازي احمد ضیا مسعود، جهادي مشر سید حامد ګېلاني او ذبیح‌الله مجددي) په یوه ګډ لیک کې، چې ولسمشر غني ته یې لېږلی و، نیوکه کړې وه چې د «نامعقول او تبعیضي چلند» له مخې یې د «ساسي او جهادي څېرو» د ساتونکو شمېر کم کړی دی.

مالیزیا د پوروړي پاکستان یوې الوتکې ته د پروز اجازه نه ورکوي

1

تاند (جمعه د جدي ۲۶) د مالېزيا چارواکو د یوه پاکستاني هوايي شرکت الوتکه په پور کې درولې او ویلي یې دي، که تر ټاکلي وخت ورته پيسې ورنه کړي یاده طیاره نه ورکوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستاني پي ای اې شرکت ۷۷۷ بوېنګ الوتکه چې  نن د کراچۍ څخه کوالا لمپور ته رسېدلې، هلته د پولیسو له لوري درول شوې او د بیا پرواز کولو اجازه نه ورکوي.

پر پي ‌ای ‌اې باندې د پيري ګرين په نامه يوې کمپنۍ دعوه کړې چې د دوی پورونه نه ادا کوي او کومه ټاکلې نېټه هم نه ورکوي چې پور به يې ورکول کېږي.

دغې کمپنۍ په برېتانیا او مالېزيا کې په یاد پاکستاني هوايي شرکت عريضه کړې وه، چې د همدې عریضې په اساس، نن د مالېزيا حکومت له پاکستان څخه د هغوی الوتکه ودروله.

سرچینې وايي، دا الوتکه د مالیزیا په کوالالمپور هوايي ډګر کې د مسافرو د کوزېدو پر مهال محاصره او بیا نېول شوې ده.

د راپورونو له مخې چې ددغې الوتکې سپرلۍ هم په مالیزیا کې قرنطین شوي دي.

د پاکستان د هوايي چلند ادارې ویاند ددې پېښې د منلو تر څنګ خواشيني ښودلې او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي د یاد حکومت قرض ژر تر ژره خلاص او الوتکه یې د مالیزیا له قبضې را خوشې کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

راپورونه وايي، په یاد کې د توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي چې د حکومت په مقابل کې یې د عامو خلکو او سیاسیونو غبرګونونه راپارولي دي.

کندوزکې لمونځ کوونکو د زهره په نوم پر یوې محلي راډیو برید کړی

0

تاند (جمعه، د جدي ۲۶) نن له غرمې وروسته د کندوز ولایت اوسېدونکو په دې ولایت کې د زهره په نوم پر یوې محلي رسنۍ برید کړی.

د زهره راډیو مسوولان وایي، یو شمېر لمونځ کوونکو د راډیو ټول وسایل ورمات کړي دي.

د مسجد امام ویلي چې د خطبې پرمهال د راډیو فریکونسۍ د جومات له فریکونسیو سره یو ځای کیدلی او موسیقي پکې مکس کیدله.
خو د راډیو مسوولین وایي چې د جمعې په ورځ له سهار راهسې د دوی نشرات د تخنیکي ستونزې له کبله بند و.

د یادې راډیو مسوول محسن احمدي زیاتوي د مسجد امام هغه مهال لمونځ کوونکو ته د برید امر کړی کله چې د لمانځه پرمهال د مسجد له لاوډسپیکر نه د امواجو د ټکر له امله د سندرو غږ نشر شوی دی.

احمدي له حکومتي چارواکو غواړي څو د دې پېښې عاملین ونیسی او پوښتنه ترې وکړي.

په لومړیو کې نی یا له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوولانو ویلي وو چې د کندوز ځینو اوسېدونکو پر زهره، چراغ او کیهان راډیوګانو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي.

د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر وایي: 《 د یوه مسجد لمونځ کوونکو وروسته له هغې چې د یوې راډیو نشرات د مسجد له امواجو سره ټکر وکړ او سندره پکې نشر شوې، او له همدې امله یې دا برید کړی دی.》

د خلوتګر په وینا بریدکوونکو د یادو رسنیو کارکوونکو ته زیان نه دی رسولی خو وسایل یې له منځه وړي دي.

د ملي فاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

0

تاند (جمعه د جدي ۲۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۶ ټپیان او ۱۰ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ددې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د امنیتي ځواکونو سره په نښتو او ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسله وال په کونړ، غزني، ارزګان، کندز، کندهار او هلمند ولایتونو کې وژل شوي دي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې چې وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ ماینونه ځای پر ځای کړي و چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي دي.

خو دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

اخوا بیا د کندز ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د کندز په امام صالب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې له امله یې اووه سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دغه راز په غزني ولایت کې هم د طالبانو له لوري په یوه موټربم چاودنه کې د ملي اردو اووه سرتېري ټپیان شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په داسې مهال د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي چې په دوحه کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي.

د افغان حکومت مرکچي ټیم غړیو ټینګار کړی چې دوی به د سولې خبرو کې د اوربند موضوع ته ترجېح ورکوي او له مقابل لوري سره به لومړی په اوربند بحثونه کوي.

ارواښاد پوهاند ډاکتر ګل حسن ولیزي ته

0

  ډاکتر ماخان مېږی شینواری

Kasus کاسوس یا حالت:

یوه پیلیادونه: زموږ لیکوالان او ژبپوهان په دې پسې هم ګرځي، چې دا ویې ښکلی برېښي او دا بل دومره نه. ګورۍ ژبو کې نه ښکلی او نه ناښکلی شته، یا دواړه په کې شته.

د حالتونو په هکله مې د الماني په مټه څو لیکنې کړي، خو د نورو لیکنې مې  په دې اړوند ونه لیدې او نه پوهېږم، چې دا حالتونه سم څېړل شوي وي، په خواشینۍ وایم، چې دما لاس ته نه دي (نږدې مې لیکلي وی،، تر لاسه شوي نه دي، چې د ،، تر،، سره ناسم دي) راغلي. له دې امله یې بیا ستاسو مخ ته ږدم، چې مرسته وکړۍ او پوه شو، چې موږ په پښتو کې څو حالتونه لرو او کوم دي.

پېژند د الماني ژبې د حالت: حالت یوه ګرامري کاتېګوري(پېژند لاندې کتل کیدی شي) ده، دا په دې پرېپوهېدنه چې یوه کاتيګوري د نومیز وییډولونو اوړېدنه یا بڼه بدلېدنه کې. دا د یوې ِغونډالې بلواکوالی په ګوته کوي، یا د یوه ویي په واکمنۍ کې وي، یا بېلابېل ادوربونو دندې په ګوته کوي. دا ګراماتیکي کاتیګوري د یوې ژبې جوړښت تیږې، وییونه او غونډالبرخې، په بېلابېلو ټولګیو وېشي. 

یادونه: دا ،، د نومیز وییډولونو اوړېدنه یا بڼه بدلېدنه،، په المانې کې په دې پرېپوهېدنه ده، چې په الماني ،، نومېز وییونه خپله بڼه بدلوي او له هغې بدلېدو یا اوړېدو سره سړی دا حالتونه پېژني یا دا حالتونه ترې روښانه کیږي.

د لیکنې پای وګورۍ..

کاتېګوري: 

پېژند: یوه ګراماتیکي کتېګوري د یووالو( لکه نومونه او کړنه) یو ټولګی دۍ یا نخښې( لکه د بېلګې په توګه ګڼون (تعداد) او حالت)، کومې چې د غونډالو یو ګډ خوي سره لري. دا د ژبې، چې موږ یو له بل سره پرې غږېږو، جوړښت تیږې دي.

حالتونه چې موږ ور سره همدا له پیله دپښتو په حالتونو هم په کې فکر کوو:

په الماني ژبه کې  موږ څلور مورفولوجیکي (د سوبستانتیو وییبڼه او ارتیکل په نخښه کوي)  حالتونه پېژنو. دغه څلور حالتونه به موږ د پښتو لپاره – په انډله توګه – هم وڅېړو او وبه ګورو، چې څنګه  دا په پښتو کې راځي او یو له بل سره به په کې مرسته وکړو.

حالتونه په الماني له دې امله لاندې راوړم، چې په الماني پوه هم راسره مرسته کړی شي، که ما چېرته تېروتنې کړې وي او یا نور څه پرې ور کوموي یا زاتوي.

Beispielsweise ist in dem Satz

Die Frau gibt ihrem Bruder den Hut ihres Mannes.“

Die Frau das Subjekt (im Nominativ), ihrem Bruder das Dativ-Objekt (= Ergänzung im Dativ), den Hut das Akkusativ-Objekt (= Ergänzung im Akkusativ) und ihres Mannes das Genitiv-Attribut (= Ergänzung im Genitiv).

په الماني کې دا حالتونه د پوښتنو سره ښه روښانه کیږي او موږ به د پښتو لپاره هم ورڅخه ګټه واخلو. موږ به همدا د الماني په مرسته وڅېړو. چې دا دپښتو سره سر خوري او که څنګه.

د پښتو لپاره مې وړاندیز دۍ او روښانه یې ستاسو مخې ته ږدم، چې اندونه مو راسره ګډ کړۍ.

د الماني په مرسته، چې ټول سره په وغږېږو، چې څه ورزیات او یا کم کړو، نه، چې څه ترې کمیږي او یا ورزیاتېږي. دا په نورو ژبو پوه پښتانه هم هرومرو مرسته کولی شي په تېره هغه کسان، چې په روسي ژبه یې زدکړې کړي وي او ښه پرې پوهیږي.

۱ – نومیناتیو یا نومیز،  لومړی حالت، څوکwer ، چاwer ، څه( شی)was  – حالت

څوک راغۍ. چا وویل. څه (شی) مات شو.

په پورته پښتو کې ګورو، چې هغه کړنوییونه هم سره بېلېدی شي، د کوم لپاره، څوک راځي او یا چا.

۳ -جینیتیو یا خاوندوالی، دویم حالت، د چا wessen– حالت

د چا کور.

۳ -داتیو   ،  دریم حالت،له چا، چاته wem –حالت

میز دې له چا څخه واخست؟ میز دې چا ته ورکړ؟  میز له چا سره دۍ؟

که دا داسې سم وي، نو دا به زموږ ډېرې ستونځې اوبی کړي.

۴ – اکوزاتیو،  څلورم حالت،څوک ( ؟) wenڅه شی was–حالت

تا څوک وواهه؟ تا څه وویل؟

دا څوک او څه (شی) د لومړي حالت سره ګډ دي او په دې حالت کې ،، چا،، نه شته.

له پورته جوړښتونو سره  موږ خپلې ستونځې پېژنو، چې کومې دي؟

د بېلګې په توګه په لاندې غونډاله کې:

ښځه د هغې د مېړه  خولۍ د هِغې ورور ته ورکوي. 

 ښځه (څوک) سبجکت ( په نومیز حالت کې) د هغې( د چا)، د مېړه ( دچا)  جنیتیو –اتریبوت( په جینیتیو کې پوره کونه)  خولې ( څه شی) اکوزاتیو- شی( په اکوزاتیو کې پوره کېدنه)  د هِغې(دچا) ورور ته ( چا ته)  داتیو- شی ( په داتیو کې پوره کېدنه) 

دلته به د له… څخه او له… سره لږ وڅېړو.

زما پخوانیو لیکنو کې او همداسې زما په اند په اند وم، چې دا ،، له…څخه،، او همداسې ،، له … سره،، اړیکویونه – یا څېرکومپوزيشنونه دي یعنې یو څه په غېږ کې نیسي، دا په دې پرېپوهېدنه چې مخ او پسې راځي، خو د دې لیکنې سره مې اند ـګومان کړم ، پوهنیز به وي – داسې شو، دا ،،له،، د،، له ما، -هغه،-تا،، سره د داتیو نومځای نیوي له امله دۍ، دا په دې ترې پوهېدنه، چې دا ،، له ما، له تا، له هغه او نور،، سره راځي .

زه د مخه په دې اند وم، چې ګوندې دا د الماني  von, mit او انګرېزي from, withکره انډول به ،، له … څخه، له … سره،، وي، خو دا انډول یې ،، څخه او سره،، دي.

راسره، درسره، راڅخه، درڅخه، ورڅخه،

په پورته کې دا را، در، ور څخه داسې نومځاینیوي دي، چې د هغه داتیو لپاره راځي، دا په دې ترې پوهېدنه چې : را = له ما، در=له تا او ور= له هغه، له هغې ( څخه، سره) دي. په دې هم باید وغږېږو.

هیله: 

له ګرانو لوستنوکو څخه هیله کوم، چې په دې هکله ورته لیکنې چېرته پیدا کیږي، له ما سره یې ګډې کړي.

پای یادونه: په نورو ژبو یا الماني کې دا نومیز نومځاینیوي بڼې بدلوي، خو په پښتو کې په دوي د حالت سره سم په نومیز نومځاینیوي څه ورزیاتیږي.

که تاسو نور وړاندیزونه لرۍ او د سمون لپاره یې لاښه مرسته کوۍ، نو ځانونه ترې مه ژغورۍ، خو په هر حال باید زما په اند ځانونه یوې لاس ته راوړنې ته سره ورسوو.

هغه له نورو ژبو څخه راوړنې  یې هم اړیینې دي، چې که ګران لوستونکي برخه په کې واخلي او دا موضوع یوه ښه پایله ولري.

نور ناسمونونه هم ورسره سمیږي: که سره هم اند شو، نو دلته به هغه زیاتې ستنوځې اوبی شوې وي، بیانو دا ،،تر،، هرو مرو له دې ځایونو څخه ځغلوو، چې دا اوس یې په دې ځایونو ناسم کارونه باندې پوهېږو، خو نه یې سموو.

طالبانو په بغلان کې د تېلو شپږ ټانکرونه سوځولي

0

تاند (جمعه د جدي ۲۶) طالبانو د بغلان –کابل لويې لارې په اوږدو کې د تېلو شپږ ټانکرونه سوځولي او اووه کسان يې له ځان سره بېولي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه د بغلان په کېله ګي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې چاته په کې زیان نه دی رسېدلی، خو دغې ډلې له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان –کابل لویې لارې پر سر د تېلو شپږ ټانکرونه سوځولي دي.

راپورونه وايي، طالبانو د ټانکرونو تر سوځول کېدو وروسته پینځه موټر چلوونکي له ځان سره بېولي چې له دې ډلې دوه یې نن سهار موندل شوي او د درې نورو یې تر اوسه برخلیک نه دی معلوم.

د ځایي خلکو په خبره، طالبانو په یاده سیمه کې د یوه موټر څلور سپرلۍ هم له ځانه سره وړي، خو د بغلان امنیتي مسؤلانو ویلي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او طالبانو له دې سیمې تېښته کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.