جمعه, جنوري 22, 2021
Home + یو خوب | هیله پسرلی

یو خوب | هیله پسرلی

 د شپې دوه بجې دی. زرغونه خوب ویني: لوی تالار، له خلکو ډک… جګ بوټونه، اوږد کمیس، تکې سرې شونډې، لنډ ویښتان، دا د ستیج په سر ولاړه، سندره بولي او خلک یې ورسره تکراروي… 

 د خیال رنګینه دنیاګۍ له ماشومتوبه په زرغونې مهربانه وه. د خوبونو اسمان د زرغونې د خوښې اسمان دی. پراخ، بې سرحده، دا پکې ازاده چې یې چرته زړه وي هلته الوځي. د خیال په دنیا کې قوانین نه وي، حدود نه وي ښه او بد هېر وي. نه تیر پکې مانا لري نه راتلونکی او حال بس د څو شېبو یو خیال وي. 

 زرغونې د سندرغاړې خوب دومره ډېر لیدلی چې په خوب کې لا پوهېږي‌ چې خوب ویني. پخوا به یې چې دا صحنه جوړوله نیم ویښ- نیم ویدو ماغزو به یې فکر نه کاوه، خوند به یې اخیست.خو اوس دا یوه میاشت کېږي داسې نه ده. هغه خوب چې پخوا به یې د ژوند ستونزې پرې هېرولې اوس‌ پخپله په تشویش بدل شوی دی. 

زرغونه له ځایه را پاڅېده.«اوف خدایه! بیا دا خوب» 

 د زرغونې د مشرې خور د واده لس کاله کېږي‌. چې پلار کره راشي له زرغونې سره ګډه ویدېږي. پخوا یې څو ځلې زرغونې ته ویلي ول چې په خوب کې غږېږې او د کونګرو غوندې اوازونه کوې. د زرغونې هم چې دوه متره ژبه او بې غمه زړه دی تل یې د خور ټوکې په ټوکو ځواب کړې وې او په کیسه کې یې نه وه. 

 د سندرغاړې د خوب تشویش اصلا له تېرې میاشتې راهیسې شروع شو. کابو شپږ اونۍ مخکې یوه ورځ مور زرغونې ته وویل چې د پلار جان د یوه دوست دې خیشي ته زړه کېږي او د پلار جان دې هم خوښه ده. زرغونه پوهېده چې یا نن یا سبا اخر یې واده په مخ کې دی، نو هیڅ یې و نه ویل. 

 دا تیر کال د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغه شوه او تر اوسه یې داسې کار نه دی موندلی چې د پلار، ورور او ټول قوم په اصولو دې برابر وي. هسې هم د دوی په خاندان کې تر اوسه چا د لور معاش نه دی اخیستی نو د دې پلار به ولې ورته په تمه وي؟ 

 تیره میاشت یې د زرغونې دسمال ورکړ. دا خپل کوژدن چندانې نه پېژني. عکس یې لیدلی او دومره یې اوریدلي چې د ښې کورنۍ دی. پوهنتون یې لوستی، کار لري او رښتیا چرسي او بنګي هم نه دی. 

 د مشرې خور له واده وروسته زرغونې خپله کوټه چې د کور د بسترو خونه هم ده، له بل چا سره نه ده شریکه کړې. دا تیر لس کاله یې بېغمه خوبونه لیدلي دي. زرغونه دې تصور چې له یوه پردي سره به تخت شریکوي او بیا به نیمه شپه په خوب کې غږېږي او د کونګرو غوندې اوازونه به کوي، پرېښانه کړې ده. 

 دا تشویش یې هغه وخت ډېر شو. چې ورور یې هغه بله ورځ ویل چې نوی زوم ښه مسلمان هلک دی، لمونځ خامخا جومات ته رسوي. 

 زرغونې کړکۍ پرانیسته. تر هغو چې یې سترګې کار کوي، تیاره ورته ښکاري. «که هلک ملا تیپه وي او د سندرغاړې د خوب کیسه ورته کوې یو عذاب او که یې نه وايې اوپه خوب کې بدلې بولې، بل غم.» 

 زرغونې سر د کړکۍ په زۍ تکیه کړی. د کابل د دوبي د شپو باد نرم چلېږي.

ته وا د قلعه فتح الله په دې کوڅه کې باد د پښو په څوکه سوکه، سوکه روان دی او نه غواړي د ورځې له شوره ستړې کوڅه راویښه کړي‌. 

زرغونه په دې چورت کې ده چې دا د سندرغاړې خوب یې په سر کې له کومه پیدا شو. دقیق نه ور یادېږي‌، لکه له دې سره چې یو ځای پیدا شوی وي. ته وا د زرغونې د حافظې هغه کوټه چې د اوازونو ساتلو ته جوړه ده، سایز یې غټ دی.غوږونه یې تر نورو حواسو هوښیار دي او غږ د دې یوازنی شی دی چې تر خپلو عسلی رنګو سترګو یې ښکلی ګڼي. 

 کلونه مخکې چې زرغونه د، زرغونې په عالي لیسه کې وه. او یو نیم بیکاره ساعت به یې و، نو له ټولګيوالو سره به یې د سندرو مشاعره کوله. دوی به (شعر جنګي) بلله. دا به پکې تر ټولو مخکې وه او په چوبي میز به یې داسې دایره وهله ته وا له پلار و نیکه ډمه پیدا ده. 

 زرغونه اسمان ته ګوري. سپوږمۍ ورښکاري. یو نیم بل ستوری هم برښي.

«چې په دې سپوږمۍ کې نو څه شی دی چې ټولو ته ښایسته ښکاري. ګنګ مخ به یې نیولی وي.. اوف ناق مې خوب والوت» 

زرغونې راډیو راواخیسته. سندره وه چاینل یې بدل کړ. بل کې هم سندره وه، بیا یې بدل کړ. بل کې د بي بي سي انګریزي خپرونه وه. یوه دقه ورته تم شوه «اه څه ښه یې وايي پوست غږ». چاینل یې بدل کړ: د ناشناس سندره وه.

 « اااااه دا سندره به بابا جان اورېده» 

زرغونې راډیو په طاقچه کې کېښوده. ناشناس سندره وايي دا ورسره ګډه لګیا ده. د باندې ګوري، تکه توره شپه څاري او په دې فکر کې ده چې څه وکړي چې د خوب د وخت د کونکريو غوندې اواز کنترول کړي.

اممم هممم  محبت اول اسانه په نظر راغی… 

«مور ته به ووایم چې څو وخته ما سره ویده شي. که مې خوب کې اواز لوړېده راویشه مې دې کړي، چې یو درې دفعې بې خوبه شم، په څلورم ځل به پخپله مسلمانه شم.»

د کابل یوه کوڅه غلې ویده ده. یوازې شپه، سپوږمۍ او زرغونه ویښې دي او یوې راډیو ته په دې نیمه شپه کې هاااا د ظاهر شاه د وخت ناشناس ور په  یاد شوی:

د فرهاد د تیشې واری مې پر سر راغی…

په اخر کې مې نصیب خون جګر راغی

پای

پراګ، نومبر ۱۴ مه 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب