Friday, December 4, 2020
Home خبرونه ګڼو هېوادونو په کابل ښار ننني راکېټي بريدونه غندلي دي

ګڼو هېوادونو په کابل ښار ننني راکېټي بريدونه غندلي دي

تاند( شنبه، د قوس ۱) د کابل په بېلابېلو سيمو ننني راکېټي بریدونو سخت غبرګونونه راپارولي.

ګڼو هېوادونو په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې دا بریدونه ټکان ورکوونکي وو.

له دې هېوادونو د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان وايي، “د سولې ضد کړۍ هڅه کوي د سولې بهیر ته زیان ورسوي، دا مهمه ده چې د دوی پر وړاندې محتاط اوسئ.”

په ورته مهال بیا ایراني سفارت ویلي چې د سفارت په انګړ کې یو توغندی لګېدلی دی خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.

کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر هم نننۍ چاودنې او توغندیز بریدونه غندلي.

راس ویلسن پر ټوېټر لیکلي” موږ له خپلو افغان ملګرو سره کار کوو ترڅو د ورته بریدونو مخه ونیول شي او عاملین یې محاکمه شي.”

برېتانیا بیا دا بریدونه غندلي او تمه یې څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي.

اخوا بيا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ډول غیر مسوولانه او ړانده بریدونه ټکان ورکوونکي دي.

سرچینه کاږي چې د دغه ترهګریزو او غیر انساني بریدونو مسوولان باید پیدا او محاکمه کړل شي. ملګرو ملتونو په هېواد کې د تاوتریخوالي پر روان بهیر او ملکي مرګ ژوبلې هم اندېښنه ښودلې ده.

له دې سره جوخت د امریکا سفارت په کابل کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې سفرونه دې نه کوي او په خپلو ساحو کې دې پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل ښار نن سهار ۲۳ راکېټي بريدونه په بېلابېلو سيموشوي چې په کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

پر کابل ښار ۲۳ توغندي لګېدلي؛ امریکا پر خپلو امنیتي پروګرامونو بیا کتنه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په "چغن" کې خاموش فریادونه/ ملیحه ناصري

 ادبيات په ټوله کې ژبني هنر ته ویل کېږي. د ادبیاتو دنده د واقعیتونو انځورول او د حقایقو څرګندول دي. په ادب کې موږ...

دوې غزلې/ شاعر سعید شینواری

  نرۍ څړيكه مې بيا په زړه كې تېره كه ځوانۍ لاسونه د يو چا رانه چاپېره كه ځوانۍ يو ترنګ ته مې دا مړې ګوتې مجبورې...

د فرانتس کافکا دوې وړې کیسې/ ژباړه: حیات‌الله ژوند

کوچنۍ کيسه موږک وویل: هی هی، نړۍ ورځ تر بلې کوچنۍ کېږي. پخوا نړۍ دومره پراخه وه، چې وېرېدم به. منډې مې وهلې. یوه ورځ مې...

قرباني/ حسينه عارف

د کاسټر له بريک سره د سوارليو بنګا او د موټر د بريک غږ سم راورسېدل. د سرک پر غاړه ولاړې اوبه د موټر...

پر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...