چهارشنبه, جنوري 27, 2021
Home + که مو په غاښ درد شول، ډاکتر ته تر تلو مخکې پخلنځي...

که مو په غاښ درد شول، ډاکتر ته تر تلو مخکې پخلنځي ته لاړ شئ

تاند- که مو په غاښ درد شول نو ښه دا ده چې د مسکینو درملو په ځای، چې ممکن جانبي عوارض ولري، په کور کې له موجودو شیانو، چې په پخلنځي کې یې لرۍ کار واخلئ.

تر هر څه مخکې یوه چیمچه (کاچوغه) مالګه په ابو کې ښه حل کړئ، په خوله کې یې غرغره کړئ. دا کار د خولې بد بوی هم له منځه وړي.

بله لار دا ده چې په میده شویو تورو مرچو کې څو څاحکي اوبه واچوئ او بیا یې د درد پر ځای وموښئ.

درېمه لار دا ده چې د هوږې (سیر) د یوې ټوټې نیمايي برخه په خوله کې د نیم ساعت لپاره وږدوئ. خو که په کور کې لونګ لرئ نو له پخوا زمانو څخه لونګ د غاښ د درد لپاره استعمالېږي او ګټه یې ثابته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب