دوشنبه, جنوري 18, 2021
Home مقالې کابل پوهنتون پخواني ټپ او اوسنۍ وینې

کابل پوهنتون پخواني ټپ او اوسنۍ وینې

پوهندوی آصف بهاند

کابل پوهنتون د هېواد یو سترعلمي مرکز او زما د زړه حیثیت لري، زه د خپلې تاندې ځوانۍ په شلمه پوړۍ کې وم چې د علم دې بڼ ته ورننوتم او زما د علمي فرهنگي ژوند بډایه خزانه په همدې کلونو کې داسې شتمنه شوه چې تر نن پورې ورباندې ویاړم او ځان شتمن احساسوم؛ تر هغو په کې گرځيدم چې د تیارو استازو خپل ناولي قدمونه په کې کېښودل.

نن د افغانستان د پوهې پر تپنده زړه کابل پوهنتون باندې د تیارو استازو داسې برید وکړ چې د پوهې د دې مرکز گڼ اولادونه یې په وینو کې ولمبول او په اور کې یې وسېځل. 

زموږ په هېواد کې مسلح مخالفین داسې نظامي سیاسي حرکتونه کوي چې په تاریخ کې ساری نه لري او داسې عملونه ترسره کوي چې د چا ورته پام هم نه وي او د دې وطن د ټپي وجود داسې زخمونه راگروي چې په هره شېبه کې وینې دارې ورنه وهي.

جنجال دا دی چې د نیابتي جگړې مزدور سرتیري تر هغه څه هم زیات کوي چې بادارانو یې ورته ویلي وي، د یو ډز پر ځای لس ډزې کوي او د پنځو تنو په ځای لس تنه وژني، د یوې وداني پر ځای دوه درې لا ډېرې سوځوي او په بمونو یې الوزوي.

د کابل پوهنتون نننۍ غمیزه په هېڅ ډول د توجه وړ نه ده. نه د اسلامي رژیم د قایمولو په نامه، د سیکولرانو د وژنې په نامه، نه د مقدس جهاد په نامه، نه د امارت د جوړېدو په نامه او نه هم په بل نامه.

په هر نامه چې وي، اوس یې دا کار ترسره کړ او گڼ ځوانان یې د گور د  تیارو میلمانه کړل او تر دې هم رنځونکې دا ده په دې حملې سره یې د دې وطن بچیانو او ځوان نسل ته داسې ټکان ورکړ چې روح او روان یې ورته ټپي کړ او د داسې یوې راتلونکې انځور یې په مخ کې ورته کېښوده چې ورنږدې کېدل یې لا وحشتناکه دي. 

د ټوپکي تنظیمي رژیم د راتگ په وخت کې زه له افغانستان نه بهر په یوه سفر بوخت وم. کله چې له سفر نه بېرته راوگرځېدم او په لومړۍ ورځ پوهنتون ته لاړم، څه مې چې ولیدل او له څه سره چې مخ شوم؛ خپلو یادداشتونو کې مې ولیکل او په خپل یو کتاب (لارورکي لارویان) کې مې خپاره کړل. دلته به یې داسې یوه لنډه برخه راوخلم چې د ننني ټپي پوهنتون یوه پځواني په وینو لړلې منظره ښيي: 

نوی پوهنتون:

… زموږ په ټولنه کې د دې ناڅاپي منفي بدلونونو په لیدلو سره، واقعاً پر ما باندې یو قوي شوک راغی او هره شیبه به مې په زړه کې همدا ګرځیدل: 

یا خدایه! 

دا څه وشول، څه به کیږي او…

خو لکه مریض چې له انستیزي څخه را بیداریږي؛ ورو، ورو را ویښیدم، په نویو خبرو او نویو روابطوباندې پوهیدم.

شپه تیره شوه، په سبا یې پوهنتون ته لاړم، په دفتر کې مې څه نا بشپړعلمي تحقیقي کارونه وو، چې هغه را ټول او کور ته یې راوړم. په لاره کې مې خپل همکاران، د پښتو څانګې استادان صابر خویشکی او خالـق رشید ولیدل. له خوږې ستړي مه شي نه وروسته یې په تنده لهجه را ته و ویل:

«دا هم د راتګ وخت و چې ته له بهر نه بیرته راغلې؟ دلته اور بل شوی، خلک له اوره تښتي، ته بیرته ورته راغلې، راځه اوس یې ګا له!»

زه او استاد خالـق رشید په یوه دفتر کې سره کیناستو، هغه ته مې و ویل:

یو وار به دفتر ته لاړشو، چې زه خپل یاد داشتونه را واخلم. هغه له تمسخر او زړه خوږي نه ډکه خندا وکړه او وې ویل:

راځه!

دا وخت پوهنتون د ایران پلوه حزب وحدت د ټوپکیانوغنیمت شمیرل کیده. د ادبیاتو پوهنځي ودانۍ ته چې ور نږدې شوو، خالـق رشید را ته و ویل:

دفتر ته دې ګوره!

که ګورم کړکۍ ماتې او هر څه دړې وړې وو.

له دفترنه هیڅ په لاس رانغلل. زما په یاد داشتونو او نیمه کارونو کې څو نیم کاره مقالې او یو نیم کاره کتاب و. دا کتاب «د خوشحال د کلایاتو نوملیک» نومیده. ما څو کاله په دې کتاب کار کړی و، ښایسته ډیر مواد مې را ټول کړي وو، څو نور کلونه یې غوښتل چې بشپړ شي، خو مخکې له بشپړیدو یې د ټوپکیانو چای او نغري ور تاوده کړي وو. دغه راز د سلو عنوانونو په شاو خوا کې، زما شخصي کتابونه هم تالا شوي وو. 

ما د کتابونو، پاڼو او یاد داشتونو غم کاوه، خو ورو، ورو پوهیدم چې دا خلک زما د کتابونو، پاڼو، علمي کارونو، زده کړو، پوهنتون او… نه یوازې دا چې خیال نه ساتي او په غم کې یې نه دي؛ بلکې اصلاً یې په رسمیت هم نه پیژني او په مقابل کې د انسان وژنه، غلا، د خلکو سپکاوی، د تاریخي آثارو لوټ یا ورانول، د خلکو په ناموس باندې تیری او… د دوی اصلي دنده او ورځنی کار دی.

لکه ځینې موجودات چې په ژمني خوب څو میاشتی درانده ویده کیږي، زه هم د پیل په غوږ کې ویده وم، خو د دې شیانو په لیدلو او اوریدلو، ورو ـ ورو له درانه خوبه را ویښیدم. لکه د شاعر خبره:

«… رقیبانو اورلړونی د تنورکړم»

ډیر خلک لکه وچ لرګي په تناره کې وسوځیدل، خو زه اور لړونی شوم، هره ورځ سوځیدم. زه ناڅاپي د ټوپکیانو د تناره اور لړونی شوم، هره ورځ د دوی په تناره کې سوځیدم. زما د کتابخانې کتابونه، زما لیکلي چاپ او نا چاپ آثار هم زما په شانې هره ورځ یوه، یوه پاڼه د ټوپکیانو د نغریو او بخاریو  اورلړوني شول.

دا اورلګونه نه یوازې په کابل پوهنتون کې روانه وه، بلکې په ټولوهغو سیمو کې چې ټوپکیان حاکم وو، دا غمیزه د نورو غمیزو تر څنګ په خوند سره روانه وه. دا یوازې په پوهنتون پورې نه وه تړلې، بلکې د دې اور لمبې هره خوا بل کړای شوې وې…

په دې ډول له ټوپکیانونه انسانان لا څه چې کتابونه هم خلاص نه وو.

دا د دویم لاس خبره نه ده، زما د سترګو لیدلی حال دی. پوهنتون هسې په نامه پوهنتون و. یوازې تون یې پاتې و، او پوهه یې په خپل کار پسې تللې وه. وحدتي ټوپکیانو له پوهنتون څخه لیونتون جوړ کړی و.

اوږدې ببرې څڼې، مردار ناولي مخونه ټوپکونه په اوږو؛ ډلې، ډلې هره خوا ګرځیدل. دا وخت پوهنتون د یو ریښتیني زندان حیثیت درلود؛ خو د وحدتي ټوپکیانو اصلي زندان د ادبیاتو په پوهنځي کې روسي ډیپارتمنت و، ځکه چې د روسي څانګې د ژبې زدکړې د لابراتوار خونې اوسپنیزې پنجرې درلودې. د وحدتیانو له خوا ټول اسیر کړای شوی خلک په دې لابراتوار کې ساتل کیدل.

وحدتي ټوپکیانو (د ایران د نیابتي جکړې سرتیري) دا وخت دوو خواوو ته خوله اچوله:

د آسمایي د غره د پاسه د شورای نظار لیوانو ته او په میرویس میدان کې د سیاف جان؟ ټوپکیانوته.

جګړه خو اصلاً وحشت دی. خو دوی دا وحشت، د کلمې په اصلي مفهوم تر سره کاوه. تر هغه جالبه خولا دا ده چې تر نن پورې ویاړ هم پرې کوي او په بدل کې امتیازونه هم غواړي…

د دې غمیزې داستان ډېره اوږد دی.

«خــرڅـوي یې رهـبـران پـه سوداگـرو

خدای دې مل شي د وطن او د ملگرو»

1 COMMENT

  1. سلام بهاند صاحب
    کله چې ما ستا لیکنه ولوستله تاسره دکابل پوهنتون ډېرې مهمې کیسې شته او ته یې دیوه تکړه لیکوال په توګه او بشپړ سیاست پوهه کې له نورو لوستونکو سره شریکې کولی شې .دابه ستا مر سته وی چې ګاه او بېګاه په رسنیو کې راڅرګند شې ستا مینه اوزړه سواندی دښونې او روزنې په برخه کې د قدر وړ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب