شنبه, جنوري 16, 2021
Home مقالې اسلام ښځه د ولور په مقابل کې | زبیر افغان

ښځه د ولور په مقابل کې | زبیر افغان

زما یو اخښی دی. مشره لور يې ډېره ذهینه، ښایسته او په خبره پوه وه. ما ته به يې هر وخت ویل چې زه د لور ولور نه خورم. ستا خورځه ده چې څونه ښه ځای دې ورته خوښ وي هلته يې ورکړه. ما د هغې او خپلې خور په خوښه یو ځای ورته انتخاب کړ. خبره فاینل ته نژدې وه چې ده د شپې په ټلیفون باندي یوه کس ته پر بن ورکړې وه. د هغه کس لس لکه کالداري زما پر اخښي پور وې، د هماغه پور د ورکړې پر ځای يې لور ورکړه. هغه کس چې د لور ولور يې نه غوښتی اخیر يې کابو ۱۵ لکه کالداري ولور وخوړ.

زما د خور زوی په خپل کلي کې کوژده وکړه. تر کوژدې وروسته ایران ته ولاړ چې د خپلې ښځې اته لکه ولور ورکړي. په دې کې درې کاله تیر شول او د هغه هلک لاسونه د بیل لاستي او پردو مزدریو وخوړل. د میرمنې ولور يې ټول اکا واخیستی او یوه روپۍ يې هم نه نجلۍ ته ورکړې او نه يې ورته معاف کړې ده.

زما ماما دی. یو وخت چې مې مور ژوندۍ وه او کوزده مې نه وه شوې. زموږ کره راغی. مور ته يې ویل، زوی ته ې لور در کوم. مور مې ماته سوکه تر غوږ راتېره کړه چې پلانۍ وايي، لور در کوم. ما لنډ ځواب ور کړ چې زه په خپلوانو کې دوستي نه کوم. د دې ځواب تر لاسه کولو وروسته د بلې خور کره ولاړ او هلته يې په نغدو شپږ لکه کالدارو لور ور کړه چې د واده او کور ټول مصارف يې زما د خاله پر زامنو ایښي وو.

دا يې مشت نمونه خروار دی. زموږ د خلګو داسې فکر جوړ شوی چې څومره ولور لوړ وي هومره د میرمنې ارزښت ور سره زیاتېږي. بل لور ته فقر ځپلي يو او د لور و خور په ولور ځانونه ژوندي ساتو چې له لوږې مړه نه شو. داسې خلګ مې لیدلي چې پورونه يې د لور یا خور ولور ته ساتلي وي. کله چې دا زهر زقوم تر لاسه کړي نو د پوروړو غاړي خلاصوي. جهالت پر ټولنه حاکم دی، له دې امله هم چا پر دې فکر نه دی کړی چې دومره ولور اخیستل خو د خپل زوم او لور کور په لوی لاس ورانول دي. نه دې ته چا پام کړی که زه نن لور په دومره ډېرو روپو ور کړم نو سبا زما نمبر هم دی. که نن ښځه واده کوم نو سبا مې د زوی یا ورور وار دی چې هلته به ما هم له حلالو خلاص کړي. که په ټولنه کې هوښیار او د پيښو پر نتایجو غور کونکي انسانان زیات وای نو نن به مو ټولنه له داسې مصیبتونو څخه نه کړېده.

زموږ له کلي په دې لنډ وخت کې څو نجونې له ځوانانو سره وتښتېدې. مشران شکایت کوي چې همجنسي بازي زیاته شوېده. پلرونه شکایت کوي چې زامن مو په خوله نه کوي او زموږ له اجازې پرته یا طالب ته تښتي، یا عسکرو ته، یا خارج ته ځي یا نورو ناسمو کارونو ته مخه کوي چې په لیست کې يې نشې هم راځي.

دلته فکر نه کېږي چې د دې ټولو بدیو یو لوی عامل دا جګ ولورونه دي. یو هلک چې لس لکه کالداري نه لري، نو واده په څه شي وکړي؟ هغه زړه لري، خواهشات لري، همزولي ويني، نجونې ګوري، په انساني چاپيریال کې اوسي، لازمې ده چې د دې ستونزې یو حل را وباسي. یوه لار دا ده چې هلک نجلۍ په خپله خوښه وتښتوي. بل راولاړېږي او حللار يې دا بولي چې همجنسي بازي شروع کوي. درېيم دا دواړه کارونه سم نه بولي. ځکه خلګ يې په ټولنه کې په ښه نوم نه یادوي. د سوله ییز فکر یو خاوند بیا دا نه خوښوي، خو د مزدروۍ لپاره کوښښ کوي او په دې لړ کې اخیر مجبور شي چې له وطنه خارج ته ولاړ شي. ځکه دلته جنګ جګړو هره څه له منځه وړي او د کار و زیار هيڅ نه دي پاته. داسې کسان هم کم نه دي چې نه هغه کوي او نه دغه. له دیغت او زړه تنګي څخه بانډارونو او میلو ته پنا وړي. دلته له دونیا د ناخبري لپاره نشې کوي. اخیر په نشو روږديږي او په دې لار کې خپل ژوند له سختو خطرونو سره مخوي.

که زموږ پر مشرانو د خپلې ټولنې غړي ګران وي، نو د ولور له ستونزو دې ځوانان خلاص کړي. د ولور ټوله قضیه دې مېړه او ښځه ترخپل منځ حل کړي. هيڅ میرمن نغواړي چې د دې مېړه د ولور لپاره په تکلیف شي، البته که هغې غریبې ته واک ور کړل شي. د دې لپاره چې یادې ستونزې ورکې یا کمې شي، نو یو وړاندیز دا دی چې ولور د مېړه او میرمنې خوښې ته ایله کړل شي. بل دا دی چې ټول قومې مشران دې یو تړون سره وکړي او د ولور لپاره دې یو داسې حد مالوم کړي چې د ټولنې زیاتره کسان يې تر پيټي لاندې د ولاړېدو توان ولري. دا کار به يې هم پر ځانو د شفقت په معنا وي او هم پر نوي نسل. پلرونه به هم له زیاتو مشکلاتو خلاص شي او ځوانان به هم د ولور لپاره د خارج د مزدوريو، نشو کولو او نورو ناسمو کړنو فکرونه ایله کړي.

هره ستونزه په ژوند کې یو حل لري. ستونزه له اسمانه نه را نازلېږي. بلکې خپله انسانان يې مواد پيدا کوي، لاملونه يې پنځوي، کونکې يې خپله انسانان وي. له ستونزو د وتلو لار دا نه ده چې یا بې تفاوته پاته شو یا ژوند له دې ستونزو سره مل وبولو او د حل پر ځای يې په خپل ژوند کې په خوښوي وزغمو. ستونزې وړې وي او که غټې، ژوند سختوي او اخیر په یو لوی ناورین بدلېږي. د دې لپاره چې خپل ژوند ته مشکلات جوړ نه کړو او خپل همنوعه انسان ته مو هم اساني پنځولې وي، بايد د هرې ستونزې حل هماغه مهال ولټوو چې کله رامنځته شي. ولور زموږ په ټولنه کې سمدم په یوه ناسور اوښتی. دا کشاله نوره هم پراخېږي او ښايي نور انسانان تر موږ هم زیات په تکلیف کړي. نو څه باید وکړو؟ د دې لپاره چې دا یوه ټولنیزه پديده ده، د حل په موخه يې هم باید د ټولنې د هر قِشر استازي سره کېني. یوه اجماع دې را وبلله شي او د دې ستونزې حل دې ترې وغوښتل شي. له دولتي ادارو دې مرسته وغواړي. ځينې کسان دې د همدې هدف لپاره د نورو ټولنو دې ته ورته مشکلات او بیا يې د هغوی حل مطالعه کړي، که يې دلته د کاپي کولو امکان وو او زموږ ټولنې ته يې زیان نه رساوه، نو هغه دې وړانديز کړي. د دې سترو ټولنیزو ستونزو حل نه د یوه لیکوال کار دی او نه د یوه قوم و قبیلې. د ټولو همسایه قومونو او قبیلو یوه اجماع بايد راوغښتله شي او دې ته ورته ستونزې دې ته ور وړاندي شي چې هغوی يې په خپلو ناستو کې حل وړاندي کړي.

ځينې خلګ فکر کوي چې له ولور پرته نکاح شرعا نه ده روا، مګر دا سم فکر نه دی. قران کریم د ولور له ټاکلو پرته هم د نکاح یادونه کړې ده:

لَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً 

(البقره: ۲۳۶)

ژباړه: پر تاسو ګنا نه شته که مېرمنې تر جماع او ولور ټاکلو مخکې طلاقې کړئ.

تر همدې ايت مخکې د بدایع لیکوال داسې ليکي:

 وَلَا خِلَافَ فِي أَنَّ النِّكَاحَ يَصِحُّ مِنْ غَيْرِ ذِكْرِ الْمَهْرِ وَمَعَ نَفْيِهِ.

په دې کې اختلاف نه شته چې د مهر له ذکر یا بیخي نفې کولو پرته هم نکاح روا ده.

د بدایع لیکوال علاء الدین ابو بکر بن مسعود بن احمد الکاساني الحنفي تر دې لوړ ايت وروسته کاږي:

رَفَعَ سُبْحَانَهُ الْجُنَاحَ عَمَّنْ طَلَّقَ فِي نِكَاحٍ لَا تَسْمِيَةَ فِيهِ، وَالطَّلَاقُ لَا يَكُونُ إلَّا بَعْدَ النِّكَاحِ فَدَلَّ عَلَى جَوَازِ النِّكَاحِ بِلَا تَسْمِيَةٍ، وقَوْله تَعَالَى: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَشوهُنَّ} [الأحزاب: 49] وَالْمُرَادُ مِنْهُ الطَّلَاقُ فِي نِكَاحٍ لَا تَسْمِيَةَ فِيهِ بِدَلِيلِ أَنَّهُ أَوْجَبَ الْمُتْعَةَ بِقَوْلِهِ: {فَمَتِّعُوهُنَّ} [الأحزاب: 49] ، وَالْمُتْعَةُ إنَّمَا تَجِبُ فِي نِكَاحٍ لَا تَسْمِيَةَ فِيهِ فَدَلَّ عَلَى جَوَازِ النِّكَاحِ مِنْ غَيْرِ تَسْمِيَةٍ، احْتَجَّ الشَّافِعِيُّ بِقَوْلِهِ تَعَالَى: {وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً} [النساء: 4] سَمَّى الصَّدَاقَ نِحْلَةً، وَالنِّحْلَةُ هِيَ الْعَطِيَّةُ، وَالْعَطِيَّةُ هِيَ الصِّلَةُ فَدَلَّ أَنَّ الْمَهْرَ صِلَةٌ زَائِدَةٌ فِي بَابِ النِّكَاحِ فَلَا يَجِبُ بِنَفْسِ الْعَقْدِ؛ وَلِأَنَّ النِّكَاحَ عَقْدُ ازْدِوَاجٍ؛ لِأَنَّ اللَّفْظَ لَا يُنْبِئُ إلَّا عَنْهُ فَيَقْتَضِي ثُبُوتَ الزَّوْجِيَّةِ بَيْنَهُمَا (بدایع الصنایع، کتاب النکاح، فصل المهر:۲/ ۲۷۴)

ژباړه: الله تعالی هغه څوک ګنهګار ونه ګڼی چې مهر يې نه وي ټاکلی او نکاح يې کړې وي او بیا طلاق ور کړي. ځکه طلاق تر نکاح وروسته وي، نو ثابته شوه چې له مهر پرته نکاح روا ده. د الله تعالی دا قول چې( ای مومنانو که مومنانې مو تر نکاح وروسته له جماع پرته طلاقې کړې) دلته هم تر هغې نکاح وروسته طلاق دی چې مهر پکې نه وي، ځکه وروسته يې د (متعې) حکم کړی او متعه په هغه نکاح کې وي چې مهر پکې نه وي، نو ثابته شوه چې نکاح له مهر پرته هم روا ده. امام شافعي هم په دې دلیل نیولی چې د نساء په سورت کې میرمنو ته د مهر یادونه په (نحله) توري شوې ده، نحله ور کړې(عطیه) ته وايي او ورکړه خو صله بلله کېږي؛ نو ثابته شوه چې د نکاح په بحث کې صله(مهر) یو زاید شی دی یوازي د نکاح په تړلو نه واجبېږي او بل نکاح (لفظا) د ګډ ژوند تړون دی، ځکه له لفظه یوازي همدغه مفهوم راوزي، له دې امله د دوی ترمنځ د زوجیت د ثبوت غوښتنه کوي.

عربي کې ولور ته مهر، صداق، نحله، فریضه، اجر او عُقر وايي. لومړي څلور نومونه يې قران کریم هم یاد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب