سه شنبه, جنوري 26, 2021
Home جنرال وزیري چې هغه پخوانۍ مېړانه څه شوه؟| جنرال دولت وزیري

چې هغه پخوانۍ مېړانه څه شوه؟| جنرال دولت وزیري

ځینې وختونه انسانان داسې یو حالت ته رسېږي چې د هرې پیښې په مقابل کې بې تفاوته او د دري ژبو افغانانو په اصطلاح «به ما چې» او یا «شوله دې خوره او پرده دې کوه» وايي او له مسوولیتونو خپله اوږه تشوي.

دا ښه حالت نه وي، ځکه چې انسانانو ته خدای تعالی فکر، شعور، تدبیر او عقل ور کړی دی. اړینه خو دا ده چې د هرې ښې او ناوړه پیښې په مقابل کې له ځانه عکس العمل وښيي او خپل انساني رسالت او مسئولیت په ښه شکل او پر خپل وخت تر سره کړي.

د انسانانو ژوند ټولنیز دی، په ټولنیز ژوند کې په یوازې ځان هیڅوک او هیڅکله د ژوند لوړو پوړیو ته نه شي رسیدلای. د یو او بل په مرسته او د خپل انساني رسالت په نظر کې نیولو سره بیا انسانان تر سپوږمۍ هم رسیدلای شي چې ورسیدل.

د امیر دوست محمد خان امريکايې پوځي مشاور فیتز جیرلد په خپلو يادښتونو کې لیکي:

«یو افغان تاجر له غلو څخه د خپل کاروان د ساتلو له پاره د یوه غښتلي کس سره چې ګلدادخان نومیده تړون وکړ، تر څو د لارې په اوږدو کې د ده د تجارتي کاروان امنیت ونیسي.»

دی وايي:

«د ۱۳۴۱ میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې یوه ورځ څلویښت تنو غلو پر کاروان برید وکړ، د کاروان ټول کسان يې د ګلدادخان او تاجر په ګډون ونیول او ويې تړل. کاروان يې هم لوټ کړ. په وروستیو کې د غلو مشر افغان تاجر ته وویل، چې خپل وروستی وصیت او هیله دې دوی ته ووايي. افغان تاجر د غلو مشر ته وویل، ما خو پر ګلدادخان باور کړی و، چې دی به زما د مالونو امنیت ساتي او په همدي خاطر مې ورسره تړون تړلی و، خو ده دا کار ونه شو کړای. اوس زما له تاسو اخرنۍ هیله دا ده چې تاسو ټول د ګلدادخان په مخ لاړې تو کړي او لعنت پرې ووايې چې زما زړه پرې یخ شي، ځکه چې د ده له کبله زه له خپلو مالونو خلاص شوم.»

دی زیاتوي:

«د غلو مشر خپلو ملګرو ته امر وکړ چې تر څو د ګلدادخان پر مخ د لعنت لاړې تو کړي. د لاړو تو کول پیل شول، کله چې د لاړو تو کولو پروسه د پای ته رسیدو په حال کې وه، ګلدادخان ته غوسه ورغله، ګرم شو، خپل لاسونه يې خلاص کړل او پر غلو يې برید وکړ. څلویښت واړه غله يې وډبول او د تاجر مالونه يې له غلو بیرته راوګرځول.»

دې لیکي:

«ګلدادخان په دې فکر چې افغان تاجر به د ده زړورتوب او قوت وستايي، ډالۍ به ورکړې او نور تړونونه به هم ور سره وتړي، خو افغان تاجر ګلدادخان ته وویل، ځه پر خپله مخه دې لاړ شه، ته د دې وړتیا نه لرې چې تا بیا د خپلو مالونو د ساتلو له پاره وګمارم، ځکه هر ځل به زه څلویښت تنه غله له کومه کوم چې ستا پر مخ د لعنت لاړې تو کړي او بیا ته ګرم او په غوسه شي.»

خبره دلته دا ده چې افغانان به کله ګرمیږي او کله به له دې ناخوالو ځان ژغوري. که خبره د لعنت د لاړو تو کول وي خو پوره څلویښت کاله ټوله نړۍ زموږ پر مخ د نفاق او لعنت لاړې تو کوي، هم مړه خپله یو او هم پړه یو.

ګلدادخان خو بیا هم ښه و چې د څلويښتم غله د لاړو په تو کولو سره ګرم شو، غیرت يې را ویښ شو او د خپل تجار مالونه يې له غلو څخه را وګرځول، خو موږ له څلویښتو کلونو وروسته هم نه ګرمیږو، افغاني غیرت مو لا ویده دی، خړې سترګې او په مړو سترګو د هرې ناوړه پیښې په مقابل کې د یو بې روحه جسم په څېر پراته یو. څه شو هغه افغاني غیرت، څه شوله هغه افغاني توره، او څه شوله هغه زړورتیا او او افغاني لوړ همت او غورځنګونه چې ویل به يې:

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

پخوا خو له نورو سره ښېګڼه مېړانه وه، د نورو لاسنیوی غیرت و او په خپلو کې اتفاق زموږ ویاړ.

4 COMMENTS

  1. وزیري صاحب ،
    د ۱۳۵۷ د ثور په اومه چې ستا ملګري په ټانکونو کې په ارګ وروختل او د یوه داسې جمهور ریس کورنۍ یې قتل عام کړه چې که خلکو ټاکلی نه و خو ښه سم یې منلی و، نو د ګلداد خان لاسونه وتړل شول او د هورا له چیغو سره د لاړو تو کول پیل شول. بیا چیغې او شعرونه بدل شول ، څیرې واوښتې خو لاړې لا روانې دي.
    څه فکر کوئ ، دا خبره سمه نه ده ؟
    درناوی

  2. وزیری صاحب سلامونه،
    افغانی غیرت،توره،میړانه ته نه وینی؟
    روس مو تکه تکه کړ،کمونیزم مو له نړی رخصت کړل،تره کی،امین،کارمل قبرونه تر اوسه ورک دی.
    امریکا په ژړا دی،ناټو نه لاره ورکه ده،یرغلګر نه د وتلو لاره ورکه ده.
    دا ټول افغانی غیرت،توره،میړانه نه ده څه دی؟

  3. ښاغلي غمی پشتين سلام
    له طالب نه به ځان څنګه خلاسوي، دلته د غيرت چيرته تشتيدلي دی؟

  4. هیله ده یو د بل څخه خپه نسو ځکه په بازیو کی ( خصوصاً د نن ورځی په ډیجیټالی بازیو کی) بنګړی ماتیږی بیا خصوصاً د نن ورځی سُست بنګړی.
    خبره می دا وه چی:
    ” قَرَوانه او قلم یو د بل سره د ادغام او اضهام توان نلری “.
    د قروانې یا ووایو د قروانی د خوړونکی فکر او چُرت په کودتاه ګانو کی بند وی خو د قلم د چلوونکی فکر او چُرت د کودتاه ګانو د توجیه ( ستائنی یا غندنی ) په جال کی بند وی.
    آیا دا قرواني منطق د منلو وړ دی چی:
    ” زموږ د ټولو غمیزو مستقیم مسئول به همدا نړیوال استعمار وی او موږ بیا د هغوی پر مخ د تُف په عوض پر ځان تُف کړو؟ ” .
    کور مو وران سه سردارانو پدی احمقه اُردو چی تاسی تربیه کړی وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب