چهارشنبه, جنوري 27, 2021
Home ادب په ټولنیزو علومو کې د څېړنې روشونه

په ټولنیزو علومو کې د څېړنې روشونه

څېړونکې: اوږۍ امانزۍ         

لنډيز:

په ټولنیزو علومو کې د څېړنې روشونه د عبدالظاهر مدقق له خوا په نهو څپرکو کې لیکل شوی چې د څېړنې په اړه بېلابېل مطالب رانغاړي نوموړی لومړی دا اثر د پایلیک په بڼه لیکلی وو چې وروسته یې بیا ورته د بشپړ اثر بڼه ورکړه. 

څېړنه تل د مبهمو او پټو مسایلو د څېړنې له پاره کېږي همدا څېړنې دي چې محقیقینو ته د کار کولو او نوي موادو ته د لاسرسي زمینه مساعدوي او همدا نوي مسایل دي چې د علومو له پاره د پرمختګ ورونه خلاصوي او یوې ټولنې ته په هر اړخیزه بڼه وده ورکوي. 

په ټولنیزو علوموکې څېړنه هم یو لړ ځانګړي اصول او روشونه لري خو په معمولي توګه په معاصرو څېړنو ددې څېړنو له پاره له دوو تکتیکونوڅخه ګټه اخیستل کېږي چې د تاریخي او دلفا  تکنیکونو په نامه  یادېږي . 

سریزه :
هره څېړنیزه موضوع ځانته ځانګړي اصول او قوانین لري مونږ نه شو کولای چې ټول موضوعات په یوه بڼه تر بحث او څېړنې لاندې ونیسو. د څېړنې له پاره تر ټولو مهم څيز د موضوعات په انتخاب او د عنوان په ټاکلو کې غور او پاملرنه ده  هر کله چې مو خپله څېړنیزه موضوع مشخصه کړه نو دا مانا لري چې مونږخپل کار پنځوس سلنه مخ ته وړی دی. موضوع باید نوې وي د تکراري موضوعاتو څېړل  یوازې وخت ضایع کول دي او د څېړنیزو اصولو خلاف کار دی ځکه  د څېړنې موخه د نویو مسایلو رابرسېره کول دي . وروسته له موضوع  څېړونکي باید ځانګړی پلان او مهال ویش ولري تر څو د هغه په مرسته وکولای شي پل په پل خپلې څېړنیزې موخې لاسته راوړي.څېړنیزي موخې یو ډول نه دي بلکې د هرې موضوع سره سم توپير لري د څېړنې موخې په عمومي توګه په دوو  ډولونو ویشل شوي دي چې د عامو او خاصو په نامه پېژندل کېږي . 

یو  بریالی څېړونکی هغه دی چې د څېړنې پراخه حوصله لري او په پوره حوصله مندۍ خپله تحقیقی پروژه پای ته  ورسوي او ګټور نتایج لاسته راوړي  د څېړنې روشونه د ښاغلي هېوادمل  د وینا له مخې  په  قیاسي، التقاطي او انتخابي روشونو باندې ویشل شوي چې هر یو یې د کارونې ځانګړې ځایونه لري د اساسي څېړنو د ترسره کولو له پاره باید څېړونکی هڅه وکړي چې  د لومړي لاس منابعو ته لاس رسی ولري او د دوهم لاس موخذنو نه یواځې د اړتیا په وخت کې کار واخلي دا چې مونږ د ټولنیزو علومو په څېړنه کې د کومو لارو چارو او روشونو څخه ګټه اخیستلای شو په دغه مقاله کې به  تاسې ته په لنډه بڼه توضیح شي البته  یوه خبره د یادونې وړ بولم چې دا مقاله يوه  څېړنيزه مقاله نه ده بلکې یوازې د ښاغلي مدقق د لیکل شوي اثر یوه لنډه ژباړه ده چې ما هغه مساییل چې مونږ یې د

۱

 څېړنې په اړه په هر اثر کې لولو او یا ورسره مخامخ کېږو له هغو مې صرف نظرکړی او په هغو موضوعاتو مې بحث  کړی چې زما له پاره د بحث وړ او نوي وو  . 

په ټولنیزو علومو کې د څېړنې روشونه

 دا کتاب د عبدالظاهر مدقق له خوا په نهو څپرکو کې لیکل شوی، ما چې څومره هم هڅه وکړه ونه توانېدلم چې د نوموړي بشپړه پېژندنه وموندم خو په هغو مقالو کې چې ګوګل او نورو انټرنټي  سایټونو خپاره شوي ښکاري چې مدقق د تهران په پوهنتون کې درس ویلی او دا اثر یې هم لومړی د لیسانس دورې پایلیک او وروسته بیا د یو اثر په بڼه د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی د دغې کتاب منځپانګه په عمومي توګه د څېړنې او په ځانګړې بڼه په ټولنیزو علومو د څېړنې روشونه رانغاړي لوستونکی یې په لوستلو نه ستړي کېږي او د پارسې ژبې ډېر پیچلي لغات یې په متن کې نه لیدل کېږي. د کتاب پیل د څېړنې په روشونو شوی مونږ به یې دلته د مختلفو څپرکو مهم موضوعات په ترتیب سره وړاندې کړو:

د روشونو پېژندنه : 

روش لاره طریقه  او یا د عمل کولو له پاره یوه ځانګړې وسیله ده. د ټولنیزو او طبیعي علومو منل باید منطقي دلایل ولري د منطقي دلایلو د موندلو له پاره یوې علمي لارې ته اړتیا ده چې دغه لاره موږ د څېړنو له لارې لاسته راوړلای شو . 

علم په حقیقت کې د بېلابېلو تیوریو او تجربو ټولګه ده، تیوري بیا د هغو آندونو ټولګې ته ویل کېږي چې د ځينو واقعیتونو د رابرسېره  کولو دلایل ولري د تیوریو د رامنځته کېدلو اساسي توکي دلایل دي او همدا دلایل دې چې مفاهیم رامنځته کوي اوس به راشو دې ته چې مفاهیم څه ته ویل کېږي . 

  د فیلسوفانو ترمنځ تر ننه پورې هم د انسان پېژندنه  مبهمه پاتې او نه شي کولای داسې یو کلي تعریف  ورته رامنځته کړي چې انسان یې د اورېدلو وروسته په بشپړه مانا د انسان ماهیت وپېژني ځينو په لومړیو کې ویل انسان یو ناطق حیوان دی خو ددې  تعریف سره سم دا پوښتنه پيدا شوه چې آيا پرته له انسانانو نور څېزونه یا حیوانانت د خبرې کولو وړتیا نه لري؟ وروسته پوهانو د دې خبرې د حل له پاره نطق یا خبرې کول په دوو برخو وویشل : 

  ۱ : ظاهري، کله چې انسان الفاظ او کلمات په خپلې ژبې تکراروي. 

۲ : باطني: د باطني نطق څخه موخه تفکر دی یعنې  انسان د فکر کولو په وخت کې له ځان سره خبرې کوي هر کله چې انسان د یوې موضوع په اړه فکر کوي نو هغه څه چې انسان فکر کولو ته هڅوي مفاهیم دي. انسانان نه شي کولای په مستقیمه بڼه د نړۍ په اړه فکر وکړي هغه څه چې ده ته د واقعي نړۍ سره د ارتباط ورکولو وړتیا ورکوي مفاهیم  دي.
مفهوم

انسانان  معمولاً په دوو بڼو کایناتو ته ګوري یا د ځينو توپیرونو له مخې او یا هم د ځينو مشابهوتونو له 

۲

مخې، خو پوهان زیادتره وخت  د څېزونو توپیرونو ته ځانګړې پاملرنه نه کوي بلکې د هغو ترمنځ 

شته و مشابهتو څخه یو ګډ مفهوم جوړوي که په خلص بڼه ووایو نو مفهوم د توپیرونو او مشابهتونو څخه د یوې ګډې نتیجې راایستل دي که څه هم مفهوم په لغوي مانا د کلماتو او مفاهیمو عمق ته ننوتل او د هغو ماناوو باندې پوهېدل دي. مفهوم هغه وسیله ده چې واقعیتونه په ذهني پدیدو بدلوي تر څو انسانان وکولای شي د نړۍ واقعیتونه وموندي او په اړه یې فکر وکړي . 

د روش پېژندنې او څېړنیزو روشونو ترمنځ توپیرونه 

په ځينو کتابونو او مقالو کې د روش پېژندنې او څېړنیزو روشونو تر منځ توپیر نه دی شوی حال دا چې دواړه سره جوت توپیرونه لري. روش پېژندنه یا میتودلوژي هغه علم ته ویل کېږي چې په مرسته یې بېلابېل روشونه پېژندل کېږي او په یوه څېړنه کې یې اغیزمنتیاوې او نا اغیزمنتیاوې ښودل کېږي خو څېړنیز روشونه بیا د لارو ټولګې ته ویل کېږي چې یو محقق یې د خپلې څېړنیزې موخې د رسېدلو له پاره ټاکي .

ځینو محقیقینو د څېړنېزو روشونو د پېژندنې له پاره د څلورو لارو وړاندیز کوي:

۱ : نقلي روش 

په دې روش کې څېړنیز میتود د یو چا د نقل یا ویناوو په اساس ټاکل کېږي او د ځینو پوهانو د اقوالو څخه د استناد په توګه کار اخیستل کېږي . 

۲ : عقلي یا فلسفي روش 

دا لاره د ذهني تکنیکونو په بنسټ ولاړه ده او یو روش د منطقي او عقلي دلایلو په اساس پېژندل کېږي 

۳ : شهودي او عرفاني روش: 

دا روش د عرفاني دلایلو په اساس ولاړه ده.

۴: علمي روش 

دا روش سیستامتیکه او منظمه بڼه لري او د تکرار وړ ده، یعنې یو څېړونکی کولای شي په مکرره بڼه ترې خپلو څېړنو کې ګټه واخلي تحقیقي او واقعي بڼه لري .

د علمي روش په مرسته مونږ کولای شو لاندینیو پوښتنو  ته ځوابونه ومومو:

:-څرنګه کولای شو خپل معلومات ټول کړو؟

: – څرنګه کولای شو چې راټول  شوي اطلاعات په موثقو اطلاعاتو واړوو؟ 

: – څرنګه کولای شو چې دا اطلاعات تحلیل کړو؟ 

د ټولنیزو علومو په څېړنه کې چې بله موضوع ډېره د ارزښت وړ ده هغه د عینیت مسله ده. 

۳

د عینیت مسله د لومړي ځل له پاره په ژورنالیزم کې رامنځته شوه ، رسنۍ د  جمعي رسنیو ترټولو پخوانۍ  بڼه ده رسني د ټولنې په  سیاسي  او ټولنیز موقف کې رغنده رول لري کله چې په  ۱۵ او ۱۶  پېړۍ کې رسنۍ رامنځته  شول نو ژورنالیستانو د حقایقو په راټولونه کې ډېر غور نه کاوه کله چې په ۱۹۸۰ م کال ډيويډ مندیک د نیویارک ټایمز په اړه يوه څېړنه وکړه  او دا خبره په کې جوته شوه چې دې ورځپاڼې په ناقانونه بڼه د زرګونو افریقايي ټباره امریکانو په بې ګناه محکومولو کې ستر رول  لوبولی نو وروسته  له هغه په رسنیوکې د عینیت مسلې ته د محقیقینو پام واوښته  او دا یې د موثرې څېړنې اساسي توک وګڼه که چیرې په دقیقه  توګه ووایو نو په شلمه پېړۍ کې  د عینیت  مسله په څېړنه کې مطرح شوه. 

په څېړنه کې د عینیت له  پاره بېلابېل تعریفونه وړاندې شوي چې د ټولو تعریفونو اساسي ټکو  پام کې نیولو  سره یې  داسې پېژنو : 

عینیت هغه اساسي او قانوني روش ته ویل کېږي چې څېړونکی د حقیقت موندلو  او ویلو له پاره هڅوي 

د ټولنیزو علومو د څېړنې له پاره باید ځيني طرحې ‌ذي ربطو ادارو ته وړاندې شي لکه : 

: –  کاري اجازه: څېړونکی باید د  اړوندې  ادارې  یا پوهنتون څخه کاري جواز لاسته راوړي او که چیرې  څېړنه داسې وي چې مالي ملاتړ ته اړتیا ولري نو لومړی یې باید د دولت له خوا مالي امکانات برابر کړي. 

: –  د څېړنیزې موضوع د وړاندیز طرح 

کله چې څېړونکی غواړې کومه موضوع د څېړنې له پاره مسوولینو ته وړاندې کړي باید لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:

۱: موضوع باید  ځانګړی او مشخص عنوان ولري . 

۲ : د موضوع د وړاندې کولو طرحه په خلاصه بڼه  ذکر شي. 

۳ : د ارزښت  او اړتیاوو په اړه یې خبرې وشي.

۴ : د مخیینې په اړه یې لنډ وضاحت ورکړل شي.

۵ : د څېړنیز روش یادونه
۶ : بودیجه 

۷ : منظم  مهال ویش  او پلان . 

۸ : اخلاقي مساییل، ستونزې او محدودیتونه. 

په ټولنه کې مونږ  ډېر ټولنیز موضوعات لرو چې څېړلو ته اړتیا لري نو مونږ باید  لومړی په خپله ټولنه کې د شته وو ټولنیزو موضوعاتو او هغو  ستونزو څخه  فهرست جوړ کړو چې پوهېږو څېړل یې ګټور دي لکه ځيني ټولنیز موضوعات دادي  : 

۴

بیکاري، اعتیاد، جګړه، تروریزم، تعصب، قومي شخړې، ټولنیز او سیاسي نابرابروالی، د ښوونیزو او  روزنیزو ستونزو شننه، عامه روغتیا، کډوالي او داسې نور. 

وروسته  له دې دې عنوان په لویو او کوچنیو ډلګیو وویشي د بیلګې په توګه که چېرې موږ د کورنیو ستونزو په اړه موضوع ټاکو  نو کوچني عنوانه یې باید داسې وي: 

 بیکاري، بې کوري ، د اقتصاد خرابوالی، د ماشومانو کار، د کار نه شتون، بې ځایه  مداخلې او

 داسې نور. 

د څېړنیزې موضوع ټاکل : 

د  څېړنیزې موضوع په ټاکنه کې باید لاندیني ټکي په پام کې ونیول شي : 

-څېړونکی یې د څېړلو علاقه ولري. 

-د مادي او مالي امکاناتو برابرول. 

-د څېړنې له پاره د شرایطو برابروالی. 

– څېړنیزه موضوع باید عملي  او اخلاقي محدودیتونه ونه لري . 

-د خلکو په ګټه وي. 

– نوې وي.

– ارزښت ولري . 

 له موضوع  وروسته د عنوان د ټاکلو پړاو دی چې په دغه پړاو کې هم  څېړونکی باید ځينو اړینو ټکو  ته پاملرنه وکړي  د بیلګې په توګه عنوان باید : 

-لنډ وي. 

جامع وي. 

-جذابه اوزړه  راښکونکی وي . 

وروسته  له دې پړاوونو بیا څېړونکی کولای شي د یو منظم کاري پلان او مهال ویش له مخې خپله څېړنه پیل او خپلو څېړنیزو موخو ته ځان ورسوي.

په معاصر وخت کې د ټولنیزو علومو د څېړلو له پاره معمولاً  د دوو  تکنیکونو څخه ګټه اخیستل کېږي ۱:  تاریخي تکنیک 

۲ : دلفي تکنیک 

۵ 

۱: تاریخي تکنیک 

په دې تکنیک د تاریخ څخه موخه مضمون یا علم نه دی  بلکې دا یو ډول روش دی ځکه علم د مفاهیمو تیوریو او روشونو ټولګه ده خو تحقیق بیا یوازې روشي بعد لري . 

دا تکنیک د لومړي ځل له پاره د کارل ماکس او ماکس وبر له خوا وکارول شو او په ځانګړې بڼه د

 تاریخي علومو په څېړنه کې د ارزښت وړ دی په زیادترو کتابونو کې د هستورین او هستوریوګرافیر 

ترمنځ توپير نه  کوي حال دا چې دا دواړه کلمې یو  له بل سره جوت توپیرونه لري هستورین هغه چا ته  ویل کېږي  تاریخ مطالعه او تدریسوي او هستوریوګرافیر هغه کس ته ویل کېږي چې تاریخي مسایل څېړي او بررسي کوي او سربېره  پر دی یې انتقادي برخه تر بحث او څېړنې لاندې نیسي .

د تاریخي تکنیک ځانګړتیاوې 

-که چېرې په ټولنیزو څېړنو کې د تکنیک ساحه کوچنۍ یا مایکرولیول وي ددې تکنیک په مرسته دا کوچني تکنیکونو ساحه په لویې ساحه  اوړي . 

-په دغه تکنیک کې ټول مفاهیم ویناییزه بڼه لري نه عددي او دا کیفي توب ددې تکنیک ستره ځانکړنه ده

 تاریخي تکنیک په دریو ډولونو ویشل شوی چې عبارت دي له:

۱: نقلي تاریخ

  په  دی تکنیک کې په لاسته راغلو ګزارشونو قناعت کوي او د واقعې د رامنځته کېدلو لاملونو پسې نه ګرځي . 

۲:  تحلیلي تاریخ 

په دې برخه کې څېړونکی  اړ دی چې د رامنځته شوې پيښې لاملونو وڅېړي . 

۳ : فلسفي تاریخ 

په دې برخه کې یوه موضوع د فلسفي اړخونو تر  له مخې تر بحث او څېړنې لاندې نېول کېږي . 

د تحقیقي تکنیک منابع 

(primary source) لومړي لاس مواد 

څېړونکی په دې برخه کې د خپلې څېړنې له پاره د لومړي لاس منابعو څخه ګټه اخلي دا په څېړنه  کې یوه مهمه موضوع ده هر څېړونکی  باید تر ډېره بریده داهڅه وکړي تر څو لومړي لاس منابعو او موخذونو ته  لاسرسي پیدا کړي  ځکه  که څوک غواړي موثقه څېړنه وکړي باید له موثقو موخذونو څخه ګټه واخلي  . 

۶

Secandry source دوهم لاس منابع 

هغه منابعو ته ویل کېږي چې  د لومړي لاس موادو څخه په ګټه اخیستنې لیکل شوي وي د څېړنې له پاره وروسته له لومړي لاس نه د دوهم لاس منابع د ارزښت وړ دي . 

۲ : دلفي یا دلفا تکنیک 

د دلفي لغوي ریښه د اورکل دلفي پورې تړاو لري ، دلفي د یونان یو پخوانی ښار دی چې اوس مهال د اپولو په نوم یو مشهور معبد په کې هم شتون لري اورکل د همدې معبد  د یوې مشهورې راهبې نوم وو دا هغه ښځه وه چې خلکو ته به یې تل په خپلو تقریرونو کې د راتلونکو راهبانو په اړه معلومات ورکول دا راهبه د راتلونکي ویونکي په نامه باندې مشهوره وه . 

دا تکنیک هم  څېړونکي ته د هغه د څېړنې نسبي پایله ښيي.  د لومړي ځل له پاره د هیلمیډ په نوم یو امریکایي لیکوال له خوا وکارول شوه  ده ددې روش په مرسته په امریکا کې پنځوسو راتلونکو کلونوکې د علمي او صنعتي انقلابونو د راتګ په اړه وړاندوینه کړې وه.

  دا تکنیک  پنځوسمه لسېزه کې په امریکا ، ۹۰ لسیزه کې په المان او ۲۰۰۱ کال کې د لومړي ځل له  پاره ترې جاپان کې ګټه واخیستل شوه. 

په دغه تکنیک کې هم د اطلاعاتو  په راټولونې  باندې ډېر   تاکید کېږي خو دا  اطلاعات د عادي کسانو څخه نه راټولېږي   بلکې د اطلاعاتو ورکړه د پوهانو په غاړه ده او د معلوماتو راټولول هم باید د ځانګړي پروپوزل په اساس باندې وي . 

 د موضوعات په راټولونه  کې څه چې ډېر د اهمیت وړ دي هغه د پوښتنلیک برابرول دي کله چې څېړونکی د یوې موضوع په اړه پوښتنلیک چمتو کړي نو د هر یوې د پوښتنې ته د ځواب موندلو په ترڅ کې به نوموړي ته ډېر مواد په لاس راشي د بیلګې په  توګه : مونږ غواړو چې د اداري فساد  د مخنیوي په اړه یوه څېړنه وکړو نو ددې موضوع په اړه لاندینی  پوښتنلیک چمتو کوو: 

-اداري فساد څه ته ویل کېږي ؟ 

–  په یوه ټولنه  کې  اداري فساد څنګه رامنځته کېږي ؟ 

– د اداري فساد پایلې څه دي ؟ 

– مونږ څرنګه کولای شو په خپله ټولنه کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه وکړو ؟

د پورتنیو پوښتنو د ځوابولو له پاره مونږ د همدی برخې څو  متخصیصینو  سره اړیکه نیسو مثلاً   د دریو کسانو څخه د پورتنیو پوښتنو  ځوابونو څخه یو فهرست جوړوو  کله چې کورته لاړو نو درې واړه فهرستونه په  دقیقه بڼه مطالعه کوو مختلفې او ورته برخې یې سره بیلوو وروسته د درې واړو ځوابونو څخه یو ګډ  فهرست جوړوو او د دولت ذي ربطو کسانو ته یې استوو تر څو هغوی  وکولای شي ددې 

۷

طرحې په مرسته د اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې ګټه  واخلي دا کار د دولت او وطنوالو سره یو ډول مرسته ده چې د يو محقق له خوا ورته  رسېږي او د څېړنې اصلي موخه هم خلکو او  ټولنې ته خدمت کول دي . 

پایله 

په ټولنیزو علومو څېړنه د یو ایراني څېړونکي عبدالظاهر مدقق له خوا په نهو څپرکو کې لیکل شوي چې د څېړنې په  اړه بېلابېل مطالب بیانوي چې مونږ یې په  دغه مقاله کې د مهمو او نویو موضوعاتو نچوڼ د پارسي څخه پښتو ته ژباړلی دی . 

څېړنه  د پټو او مبهمو مسایلو د روښانه کولو په پار ترسره کېږي او ځانته ځانګړې لارې چارې لري په  کومه ټولنه  کې  څېړنیز فکر وده وکړي هغه ټولنه هم د پرمختګ په لورې درومي او هغه ټولنه  کې چې په  هره خبرې باور کېږي او د ثابتولو له پاره یې د دلایلو په لټه کې نه  وي  نو هغه ټولنه به د تیارو خواته درومي .

څېړنه د  یوې ټولنې د هر اړخیزې بڼې د پرمختګ سټه ده علمي او صنعتي  انقلابونه د همدې څېړنې په مرسته رامنځته شوي او لا رامنځته کېږي، څېړنه د یو ځانګړی کس په مرسته ترسره کېږي چې څېړونکی  یا څېړونکې په نامه یادېږي .

څېړونکی باید د څېړنې بشپړو اصولو او قوانینو سره بلدتیا ولري  ځکه یوه عادي تېروتنه کولای شي زمونږ کلني زحمات په سیند لاهو کړي هر علم د څېړنې ځانګړی لارې او تکنیکونه لري د بیلګې په توګه اوس مهال  د ټولنیزو علومو د څېړنې له پاره د تاریخي او دلفا تکنیکونو څخه ګټه اخیستل کېږي. 

کله چې مونږ غواړو  د ټولنیزو علومو په برخه کې څېړنه وکړو لومړی خو باید مونږ چې کومه ټولنه چې ژوند کوو د همغې ټولنې په شته وو ستونزو خپله څېړنه ترسره کړو ځکه هر کله چې مونږ یوه موضوع څېړو نو د هغه موضوع په اړه بشپړ معلومات ولرو او ورسره بلد ووسو بله خبره د عنوان ټاکنه ده چې لنډ، مختصر او نوې وي.

موثقه څېړنه د موثقو موخذونو په اساس رامنځته کېږي مونږ  په څېړنه کې دوه ډوله منابع لرو چې د لومړي لاس او دوهم لاس په نامه یادېږي  یو څېړونکی باید  هڅه وکړي تر څو  لومړي لاس موادو ته لاسرسی  پیدا کړي که چېرې لومړي لاس مواد نه وو بیا د دوهم لاس مواد د ارزښت وړ دي. 

 د څېړنې له پاره د پوښتنلیک ،مهال ویش او ځانګړی پلان  برابرول د یو بریالي څېړونکي ځانګړنه ده  که چېرې یو څېړونکی ځانګړی پلان ولري نو کولای شي چې خپلې څېړنیزو موخو ته لاسرسی پیدا کړي او یوه بریالۍ څېړنه ترسره کړي بله خبره په څېړنه کې د ارزښت مسله ده ، ارزښتناکه څېړنه د خلکو او ټولنې په بدلون کې رغنده رول لري نني پرمختګونه او بدلولونه ټول د بېلابېلو څېړنو په اساس رامنځته شوي دي.

اخځلیکونه : 

۱ : مدقق ، عبدالظاهر، روش تحقیق در علوم اجتماعي: تهران . 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب