شنبه, جنوري 16, 2021
Home + په نړۍ کې ۴۰٪ کلیوالي کورونه انترنیټ نه لري

په نړۍ کې ۴۰٪ کلیوالي کورونه انترنیټ نه لري

تاند- د مخابراتو نړیواله اتحادیه وايي چې په نړۍ کې ۴۰ سلنه کلیوالي کورونه لا هم انترنیټ نه لري.

د زیډ ډي نیټ د راپور له مخې، په ښاري کورونو کې د کلیوالي کورونو په پرتله د انترنیټ اسانتیا کابو دوه برابره ده.

د مخابراتو نړیواله ټولنه وايي چې د دوی د ۲۰۱۹ کال سروې ښيي چې په درسته نړۍ کې نژدې ۷۲ سلنه کورونه انترنیټ لري. خو په کلیوالي کورونو کې شاوخوا ۳۸ سلنه کورونه د انترنیټ امکانات لري.

په دې راپور کې دغه راز ښکاره شوې چې د پرمختیايي هیوادونو په ښاري سیمو کې د هغوی د کلیوالي سیمو په پرتله انترنیټ ته لاسرسی ۲ اعشاریه ۳ برابره ډېر دی.

خو د دې په مقابل کې په پرمختللیو هیوادونو کې د کلیو او ښارونو ترمنځ توپیر ډېر نه دی.

د پرمختللیو هیوادونو په ښارونو کې ۸۷ سلنه او په کلیو کې ۸۱ سلنه خلک په کورونو کې انترنیټ لري.

په ګڼو پرمختللیو هیوادونو کې ځینې خلک نه غواړي چې په کور کې جلا انترنیټ ولري ځکه چې په موبایل کې انترنیټ لري او دغه راز په ډېرو ځایونو کې انترنیټ وړیا موندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب