Tuesday, December 1, 2020
Home خبرونه په غزني کې ۱۱ سرتیري وژل شوي او درې نور تسلیم شوي

په غزني کې ۱۱ سرتیري وژل شوي او درې نور تسلیم شوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) چارواکي وايي تیره شپه شاوخوا یوولس بجې طالبانو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، سیمې ته د کومکي ځواکونو په رسیدو سره جګړه شوې چې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي خو شمېر یې معلوم نه دی.

د ښاغلي سیرت په خبره په دغه پېښه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل خوا ځینو سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په دغه برید کې ۱۱ تنه سرتیري وژل شوي او درې تنه وسله والو له ځان سره وړي دي.

طالبانو بیا تر دې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وايي: د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې هم دوه موټر بم بریدونه، مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي له منځه وړل شوي دي.

د امینه قومندانۍ ویاندي احمد خان سیرت وايي، وسله والو غوښتل چې د یو هاموې ټانک په واسطه د دغه ولسوالۍ د نظرخان سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړي، له منځه وړل شوی دی.

سیرت زیاتوي یوه سراچه موټر هم چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وو، غوښتل یې د ګیلان ولسوالۍ پر کومه پوسته برید وکړي له منځ وړل شوی دی.

د نوموړي په وینا په یادو دواړو پېښو کې د موټر چلوونکیو پرته بل چاته زیان نه دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کره کتنه او راڅملول/ نوري مسافر

دلته په بلجیم کې مې یو شاعر ملګری دی، د ویبلاګونو او بحث فورمونو له وخته را نیولې، تر اوسني فیسبوک یې د بحث...

منځ (کې)، دمخه، څنګ کې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

 موږ په دې برخه کې یو په بل پسې درې اړیکویونه  څیړ,: لوړی: منځ اومنځ.  دویم مخ یا د مخه اومخته دریم: څنګ ته     لومړی: منځ...

د پروین فیض زاده ملال غزل

لامې زګیروي او فریادونه د پرهاره وځي چې د شعرونو جنازې له کندهار وځي دا څه سړی دی؟ چې راځي یرغل په ښځو راوړي څیرې پلو، څیرې...

د هلمند لمر نوی غزل: ستایادونه

غزل ستــا یادونه راسره دي چـې ته نه یــې ټـــول غمونه راسره دي چې ته نه یې د ساحــل پــه غـاړه غـاړه ستــا لپــاره دا موجــونه راسره دي...

د ورځی عکس

د ملي امنیت رییس او ۵ نوماند وزیرانو له ولسي جرګې باور رایه واخیسته

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) ولسي جرګې نن د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج او له ۷ نوماند وزیرانو څخه ۵...

امریکا: ایران په بهر کې د خپل نفوذ لپاره افغان او پاکستاني وسله وال ګوماري

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواک له ایرانه بهر د خپل نفوذ پراختیا...

افغان مذاکراتي پلاوی: دوحه کې مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي دا ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي بین الافغاني...