یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home جنرال وزیري په جګړه کې د حماسي شعرونو او لنډیو رول| جنرال دولت وزیري

په جګړه کې د حماسي شعرونو او لنډیو رول| جنرال دولت وزیري

شعر که څه هم د مینې، عاطفې او تخیل نړۍ ده، خو حماسي شعرونه او نور شعري جوړښتونه چې حماسي رنګ ولري، د فکري انقلاب هڅوونکي بلل کېږي.

د پښتو ژبې یوه ځانګړنه دا ده، چې پراخ ولسي ادب او په ولسي ادب کې د فکر او عاطفې د څرګندولو لپاره بېلابېل فورمونه لري.

لنډۍ یا ټپې په پښتو ژبه کې د خپل تاثیر او خوږوالي له پلوه ډیرې مشهورې او د پښتو ژبې په ادبياتو کې ځانګړې ځای لري. ځینې ادبپوهان په دې نظر دي چې لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايي چې لنډه ده، خو په دا لنډ فورم کې زیات مفهوم نغښتی وي، لومړې نیم بیتی يې نهه او دویم نیم بیتی يې دیارلس سېلابه وي.

لنډۍ پیژندل شوي ویونکي نه لري، په مختلفو وختونو کې د مختلفو کسانو له خوا ویل شوې دي. هر چا خپل احساسات او د خپلو احساساتو بلې شوې لمبې د لنډیو په ویلو سره سړې کړې دي.

استاد حبیب الله رفیع په ۲۰۰۹م کال له بي بي سره د لنډیو په اړه په یوه مرکه کې ویلي وو:

«لنډۍ د ولس مال دی، دا چې ځينې کسان لنډۍ جوړوي، هغه بېله خبر ده، ډېر کسان پدې کلونو کې د لنډيو په څنګ کې يې خپله لنډۍ جوړې کړې او مجموعې يې جوړې کړې. لېکن هغه لنډۍ شوې ندي، هغه وخت لنډۍ کېږي چې د ولس سايکل يا دوره ووهي له هغې وروسته ولسي ادب کېږي او ولسي لنډۍ ترې جوړېږي.»

ځینې ادب پوهان بیا په دې نظر دي چې لنډۍ ته له دې کبله لنډۍ وايي چې د لویشتکي مار په څېر لنډه خو تاثیر يې ډیر زیات دی.

لویشتکي مار ته هم ځینې خلک لنډکی مار وايي او ډېر خطرناک زهر لري، د چيچلو په صورت کې د لنډیو په څېر ترې رغېدل مشکل کار دی.

د یرغلګرو پرضد په جګړو کې افغانانو تل د خپلو سرتیرو او جنګیالیو د مورال د لوړولو او د لوړې انګېزې ورکولو له پاره په مختلفو وختو کې لنډۍ ویلې دي.

د انګریزانو پرضد د میوند په جګړه کې کله چې د ټپي شوي افغان جنګیالي له لاسه افغان بیرغ د لویدلو په حال کې و، ملالې ميوندۍ (خوږیاڼۍ) چې جنګیالیو ته يې د اوبو رسولو دنده پر غاړه درلوده دغه لنډۍ وویله:

     که په میوند کې شهید نه شوي

              خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

 لنډۍ په ویلو سره له افغان جنګیالي بیرغ واخیست. کله چې افغان جنګیالیو د پیغلې ملالې لنډۍ واوریده او د دې شهامت يې ولیده، په غورځنګونو شول او د میوند په ډګر کې يې دښمن تارو مار او جګړه د افغانانو په ګټه پای ته ورسیده.

 د سردار محمدایوب خان (زېږېدنه: ۱۸۵۷م کال- مړینه ۱۹۱۴م کال د اپرېل میاشت)

 د میوند جګړې ګټونکي او د ملالې ميوندۍ په نومونو تر اوسه افغانان ویاړي او په راتلونکي کې به هم افغانان پرې ویاړ کوي.

په جګړه کې د حماسي شعرونو رول هم له لنډیو کم نه وي.

کله چې په ۱۹۸۰ میلادي کال په جولای میاشت کې د ميوند پر لوري له هرات څخه د جګړې له پاره د سردار محمدایوب خان په مشري لوی لښکر را روان و، د کندهار خلکو به د دوی د مورال د لوړولو او د لوړې انګېزې ورکولو په موخه د ډولونو او سروناوو په غږولو سره حماسي شعرونه زمزمه کول:

        راغله غازيان، راغله له هراته

               لوګر، غزني، کلا نه

      تورې تېرې کړئ، د دښمن له پاره

      ايوب دی تيار شوی، د جنګ له پاره

             د اسلام د ننګ له پاره

      حفیظ الله نائب سالار دی، غزاوو ته تیار دی

            جنګ کوي غازيان پر هر سنګر باندې

            مات به کړي کفار پر هر ډګر باندې

           جګه به شمله کړي د نيکه او بابا بیا

راغله غازيان راغله له هراته

                      لوګر، غزني، کلاته

          باسي کفار، باسي کندهار څخه

                      د هغه ښار څخه

          وطن به شي ازاد د کفارو څخه

         راغله غازیان، راغله غازيان له هراته

                       لوګر، غزني، کلاته

د وخت د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر شیخ ملکیار غرشین ( د ۱۱۵۰م کال په حدودو کې مړ) چې د سلطان شهاب الدین غوري په دربار کې اوسيده، په یوه جګړه کې يې د سلطان د لښکرو د مورال د لوړولو له پاره ډیر ښکلی حماسي شعر ویلی و:

څښتن مو مل دی – اوس مو یرغل دی – هیواد مو خپل دی

                  غازیانو ګورئ – څښتن مو مل دی

تورې تېرې کرئ – دښمن مو پرې کړئ – منګولې سرې کړئ

                 څله به تښتول  – څښتن مو مل دي

که ټینګ کړو زړونه – پر بري یونه  –  چې زمري یونه

                اسلام را څخه دی  –  څښتن مو مل دی

غازیانو راشئ –  ټول شاو خوا شئ  –  د شهاب پر خوا شئ

                دښمن مو غوڅ کړئ  – څښتن مو مل دی

                         څو حماسي لنډۍ:

په وینو رنګ توره دې راوړه

         راشه په سرو شونډو به يې زه در پاکومه

تر دې کږې پګړۍ دې جار شم

          تړلې تا ده کږه زه له خیاله ځمه

هلکه ځه ښه په نخرو ځه

         په لویو غرو ځه چې شمله دې باد وهینه

جانان مې جنګ کې توره وکړه

         ځکه همزولې را ته کوښې سموینه

مایزر ته مه راځه پرنګه

         مایزر ډنډونه دي کچرې غرقوینه

توره وهم بې ننګه نه یم

          نن مې دښمن لره وهلي سنګرونه

توره په وینو هلک راغی

         ځکه يې توره په سرو شونډو پاکومه

توره کول درسره بویه

          که دې په کار وي چې ځوانان دې یادوونه

پر وطن نیمه ډوډۍ ښه ده

           نه په پردې وطن کې غوښې پلوونه

بالښت د خاورو سر ته کیږده

           بې ننګ ته نه ږدم د سر لاندې بالښتونه

بالښت د زلفو مې ساتلی

            د غیرتي اشنا د سر لاندې يې ږدمه

توره زما د پلار منصب دی

            دا نور عالم چې لافې کړي خندا راځینه

کمیس مې لنډ ونیسه مورې

            یار مې ضابط دی زنګون کیږ ورته کومه

په سپین میدان به در سره یم

            زه پښتنه له تورو نه تښتم مینه

چې توره نه کړو نو به څه کړو

            چې مو شيدې د پښتنې رودلي دینه

یا به پنجاب له ملکه یاسو

            یا به ږدو په خپل وطن باندې سرونه

جانان به ولې توره نه کړي

           تر نيمايي مورچله زه ور سره ځمه

د پاکۍ لال به ترې قربان کړم

           که مې اشنا پر دښمن مات کړل سنګرونه

سبا لا لمر ختلی نه و

           زما جانان سنګر ته ځي اتڼ کوينه

غاړه غړۍ به در قربان کړم

           که دې د جنګ پر ډګر وکړل یرغلونه

که بریالی له جنګه راغلې

           دا تور اوربل به له تا جار کړم مینه

که په زلمو کې بریالی شوې

          قسم مې کړی د یارۍ لاس درکومه

که تور اوربل می میراتیږي

          په وطن ننګ دی جانان مې نه منع کومه

1 COMMENT

  1. سلام
    دتاند خبزي خواله رسنۍ ټول کارکوونکي دخدای وکړ‎ي ښه وي.
    زہ دستاسو دغه کارونه لویه پرزوینه په پښتنو بولم. خدای دستاسو عمرونه اوږ‎دہ کړ‎ي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب