تاند ( دوشنبه، د قوس ۳) افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو جنګي جرمونو د راپور سره سم ۹ اسټرالیايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.
د آسټراليايي رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو درېیو اونیو کې اتو نارینه او یوې ښځينه سرتېرې ځان وژنه کړې ده.
اسټرالیايي چارواکو دغه راپور د شرم وړ بلل دی.
دا سرتېري داسې مهال ځان وژنه کوي چې، په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو بنسټونو دا غوښتنه کوله چې استراليا دې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه وڅېړي.
لومړنیو څېړنو وښوده چې دغه پوځیانو شاوخوا څلوېښت ملکیان په قصدي توګه وژلي دي.
تېره ورځ هم د استرالیا پوځ ویلي وو چې، په افغانستان کې یې د سرتېرو جنګي جنایتونه ټکان ورکوونکي دي.
د استرالیا د پوځ لوړپوړو چارواکو په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې، دې مسئلې دوی اړ کړي څو؛ په پوځ کې پر مهمو او بنسټیزو جوړښتونو له سره کتنه وکړي.
د استراليا پوځ؛ افغانستان کې يې دسرتېرو جنګي جنايتونه ټکان ورکوونکي دي