Friday, December 4, 2020
Home + په بریتانیا کې ۶ زره تنه د کورونا واکسین ټیسټوي

په بریتانیا کې ۶ زره تنه د کورونا واکسین ټیسټوي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۶) په بریتانیا کې په ۶ زرو رضاکارو د یوه نوی واکسین ازمېښت پیلېږي. دا په دغه هیواد کې درېم واکسین دي چې ازمویل کېږي.

دا واکسین بلجیمي کمپنۍ جانسن د زوکام وایرس څخه جوړ کړي. یعني د زوکام وایرس حنیټیک یې اصلاح کړی او واکسین یې ورڅخه جوړ کړي دي.

په بریتانیا کې ۶ زره تنه حاضر شوي چې دا واکسین پر ځان وازمويي. په نورو هیوادونو کې هم ټولټال ۳۰ زره تنه چمتو دي چې په داوه طلبه توګه په دې ټیست کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د اکسفورډ واکسین هم ازمویل شوي او ویل کېږي چې نتیجه یې ښه ده خو لا هم نهايي شوي نه دي.

اوس په نړۍ کې د کورونا په وړاندې تر ټولو معتبر واکسین د امریکا د فایزر کمپنۍ واکسین دي چې د جرمني د یوې کمپنۍ په مرسته یې جوړ کړي او ویل شوي چې تر ۹۰ سلنه ډېر اغېزمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلونه (لنډه کیسه) ليکوال: ضمير څار

د ښار په يو اړخ کې لمر و؛ په بل کې، زه. لمر زېړ اوښتی و؛ ښکارېدل چې کومه ټکه پرې رالوېږي. او زه؟ زه...

ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

وروره تا څه ویل تا څه ولېدل؟ دا څوک پراته و په دې لویه لاره؟ یه لالا جانه نور مې مه کړوه یو لوی ټکر و د...

تصور/ حقانیار

ارمان او میني مې نن له ښوونځي څخه د دوبي د رخصتیو ړومبۍ اونۍ پيل کړه. څاښت و، د باندي د لرګيو پر چوتره...

ممتاز اورکزي/ شاعر: لېوني خلګ/ ژباړن: فاروق سرور

مونږه روان يوو يوه مرګونې خاموشي ده او حالت دا دے چې نۀ د ځان يوو نۀ په ځان يوو مونږه روان يوو د لنډو لارو په تکل کې په...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...