چهارشنبه, جنوري 27, 2021
Home خبرونه په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره د افغان او...

په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره د افغان او امریکايي چارواکو مخالفت

تاند (چهارشنبه د جدي ۲۴) د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره د لنډمهالي یا موقت حکومت جوړېدو ته اړتیا نشته.

ښاغلي دانش دغه څرګندونه نن چهارشنبه په کابل کې د وګړو اساسي حقوق او تلپاتې سولې ترعنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د موقت حکومت رامنځته کېدل په اصل کې د نظام د ګډوډۍ په مانا دی.

د نوموړي په وینا، افغانستان په داسې یو حالت کې نه دی چې سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالی حکومت جوړ کړي.

سرور دانش زیاته کړه، «نه کومه کودتا یا هم انقلاب شوی نه د افغانستان اوسنی حکومت د کومې جګړې یا بلې ستونزې له کبله پاشل شوی دی، نه د افغانستان اساسي قانون لغوه شوی دی او نه موږ اوس ‌مهال له یوه نظام څخه بل نظام ته د تلو په حال کې یوو.»

د ولسمشر دویم مرستیال له افغان سیاسیونو او هغو کسانو چې د سياسي رقابت پر بنسټ، د موقت حکومت جوړېدل سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بولي وغوښتل چې د ملي ګټو، اساسي قانون او تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو لپاره د جمهوري نظام په خوا کې ودرېږي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د ولسمشر غني په ګډون ګڼو افغان چارواکو او عامو افغانانو د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی او لنډمهالی حکومت یې د افغانستان په زیان بللی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې یو شمېر افغان سیاسي مشرانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان وضعیت د پای ته رسېدو لپاره باید موقت حکومت رامنځته شي.

بلخوا داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل ورستي سفر پر مهال له ځینو افغان چارواکو سره په لیدنه کې د سولې خبرو د بریا لپاره د موقت حکومت په ګډون درې طرحې وړاندې کړي دي.

د زلمي خلیلزاد تر خبرو وروسته نن چهارشنبه په کابل کې د امریکا شارژدافیر د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی دی.

ښاغلي وېلسن پر خپل ټوېټر لیکلي، دوی لا هم هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به خپلواک، متحد، ډیموکراټ پاتې کېږي او دغه راز به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندې کېږي.

د نوموړي په خبره، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره په تماس کې دی او دواړه لوري د خبرو دوام ته هڅوي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی هیڅکله د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه دی کړی او په خبره یې، امریکا هیله لري، د افغان جګړې دواړه اړخونه داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې  د ټولو افغانانو هیلې منعکسې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب