پنجشنبه, جنوري 21, 2021
Home خبرونه ټرمپ او جوبایډن په ټاکنیزو سیالیو کې تر ښکنځلو ورسېدل

ټرمپ او جوبایډن په ټاکنیزو سیالیو کې تر ښکنځلو ورسېدل

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۸) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز سیال جوبایډن ته د احمق او حیوان خطاب کړی دی.

ټرمپ وروسته له هغې جوبایډن ته د حیوان او احمق خطاب کړی، چې له دې وړاندې یې د سیال جوبایډن مرستیالې په خپلو څرګندونوکې ویلي وو، چې ټرمپ به تر ټاکنو مخکې د کورونا ویروس ضد واکسین د وېش امر ور نه کړي.

جوبایډن: د ټرمپ له لوري پر مسلمانانو وضع شوي بندیزونه ختموم

ولسمشرټرمپ ویلي، چې دی تر ټولو ډېر غواړي څو د کورونا واکسین ژر ووېشل شي او په دې توګه د دغه ویروس له امله په امریکا کې د مړینې کچه راټيټه شي.

ټرمپ به تونده لهجه ویلي، چې هېڅ حیوان او احمق به داسې خبره و نه کړي لکه جوبایډن او مرستیالې یې چې کړې ده.

د جوبایډن مرستیالې ویلي وو، چې ټرمپ له کورونا هم سیاسي ګټه پورته کوي او غواړي ځان ته کمپایني زمینې برابرې کړي.

بولټن: ټرمپ، افغانستان روسیې ته پرېږدي، خلیلزاد طالبانو سره پټې اړیکې لرلې

2 COMMENTS

  1. امریکا یو پرمخ تللی هیواد دی کوم چی حیوانان ئې هم د خبرو کولو توان لری. ددی ادعا ثبوت:
    ترامپ وائی: حیوان لا هم جوبایدن غوندی خبری نکوی ( البته قریب به مضمون ) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب