یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home + وېرات کوهلي پرلپسې ۴ لوبو کې هزلېووډ اوټ کړی

وېرات کوهلي پرلپسې ۴ لوبو کې هزلېووډ اوټ کړی

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۲) د استراليا او هند ترمنځ د روانې ۵۰ اورېزې لوبلړۍ په درېيمه  له لوبه کې وېرات کوهلي بياهم د جوش هزلېووډ له لوري اوټ کړای شو.

دا په پرلپسې ډول څلورمه سيالي ده چې کوهلي د هزلېووډ له لوري سوځول کېږي.

د دواړو لوبډلو په وروستيو څلورو سياليو په لومړۍ لوبه کې د هزلېووډ له لورې کلين بولډ شوی.

د درېيو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې د هزلېووډ په توپ اېرون فينچ کېچ کړ چې يوازې ۲۱منډې يې کړې وې.

په دوهمه سيالۍ کې هم کوهلي د هزلېووډ په توپ په ۸۹منډو هنرېکس کېچ کړ او د لړۍ په درېيمه لوبه کې هم د هزلېووډ له لورې د توپ اچونې پر مهال په ۶۳منډو الېکس کېري کېچ کړ.

وېرات کوهلي په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې د ۶۳منډو پر مټ د ټنډولکر په ګډون د ډېرو پخوانيو لوبغاړو ريکارډونه هم مات کړل.

د يادونې ده چې د استراليا او هند ترمنځ د يو ورځنيو لوبو وروستۍ لوبه ده او تر دې وروسته په خپلو کې د درېيو شل اوريزه سياليو ترڅنګ څلور ټېسټ سيالۍ هم ترسره کوي.

په اوسنۍ روانه لوبه کې هندۍ لوبډلې د وېرات کوهلي د ۶۳  ، روېندرا جدېجا د ۶۶  او هرډیګ پنډیا د ۹۲ ناسوځېدلو منډو په مټ اسټراليايۍ لوبډلې ته د ۳۰۲ منډو هدف ورکړ.

اسټراليا له دې وړاندې د دوو لوبو په ګټلو سره د سیریز اتله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب