تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷) د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي اعلان کړې ده.
د یادې شورا په تازه درجه بندۍ کې د ټېسټ لوبغاړو په نوملړ کې په توپ وهنه کې د نیوزلینډ لوبډلمشر کېن ویلیمسن لومړی مقام خپل کړی.
دغه راز د یادې شورا په تازه درجه بندۍ کې بیا د نيوزلینډ لوبډله هم لومړی مقام لري.
د نیوزلینډ لوبډله او لوبډلمشر داسې مهال په لومړي مقام کې راځي چې تازه یې د پاکستان پر خلاف په ټېسټ لوبه کې ډېره ښه کارکردګي کړې ده.
یواځې ويلیمسن پر پاکستاني لوبغاړو ۲۳۸ منډې جوړې کړې وې.
د کرکټ نړيوالې شورا په اعلان شوې درجه بندۍ کې بیا افغان لوبډلې هم مختګ کړی او پياوړې لوبډلې یې تر شا پرېښې دي.
افغان لوبډلې هم د ټيسټ لوبو درجه بندۍ کې نهم مقام خپل کړی دی.