Friday, December 4, 2020
Home خبرونه ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان ولسي جرګې نن لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند محمد حنیف اتمر د ۱۹۷

د مالیې وزارت نوماند عبدالهادي ارغندیوال د ۲۰۵

د دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد د ۲۰۶

د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي د ۲۱۴

د عدلیې وزارت نوماند فضل احمد معنوي د ۲۲۰

د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري د ۱۵۴

د لوړو زده کړو وزارت نوماند عباس بصیر د ۱۹۷

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته ‌ینج د ۱۹۰

د حج او اوقافو وزارت نوماند محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸

او د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني د ۲۱۳ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو په توګه تایید شول.

د نوې کابینې دغو لسو نوماند وزیرانو تېره اونۍ ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

ټاکل شوې وه دوی ته د پنجشنبې په ورځ د رایې صندوقه کېښودل شي خو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ لپاره کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوه.

پخواني معلومات: 

ولسي جرګې تر دې دمه شپږو نوماند وزيرانو ته د تائيد رايه ورکړې

1 COMMENT

  1. بس د ګوتو په شمار څو کسان دی همدا ښکته پورته کیږی نور په افغانستان قحط الرجال دی، د کورنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر دواړه ناکام وزیران وو او دی، د دوی په وخت کی جنګ زیات شو کم نه شو بریدونه زیات شول کم نه شول، مخالفینو پرمختګ وکړ شاتګ یی نه دی کړی، نو بیا په کوم اساس د باور رایه ورکړل شوه که دا رایی په ځای معامله شوی ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د غزلبڼ ادبي عظمت" | نورالله زهــيـر"

د غزلـبڼ ادبي عظمت د پوهنيار محب الله ترابي د ماسټرۍ د تېزيس څېړنيز اثردی. د تېزيس موضوع ئې « د پسرلي د غزلبڼ...

د اناهیتا روهي څو شــعرونه

ونه زه له ډېرو موسمونو راتېره شوې ونه زما ريښې تر کایناتو رسي ****** بړبوکۍ لکه شګلنه بړبوکۍ په سترګو راننوت ژوند يې را وڅرخاوه *********** د زړه نڅا یو غر ونړېد یوه دښته وزېږېده باد مې...

اځـــــتر (غزل) ایمل مړوند

اوس مې هاغه د زړه زور اختر کې نشته چې مې ښکل کړي، زما مور اختر کې نشته بې مزې پیکه، پیکه یې تېرومه سږ بیا هم...

هنرمند / د شفیقې خپلواک نظم

هنرمند ته چې راغلې له ماسترګې اواره شوې په ټټر پورې مې اوښکې وټومبلې ته چې راغلې زنده ګي مې شوه بدله لانده ستوني کې مې وچې شوې...

پر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...