شنبه, جنوري 16, 2021
Home خبرونه ولسمشر غني:د کورونا واکسین په تطبیق کې دې له افغانستان سره مرسته...

ولسمشر غني:د کورونا واکسین په تطبیق کې دې له افغانستان سره مرسته وشي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع ځانګړې ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه، له کورونا وبا سره د مبارزې په لومړي پړاو کې د عامې روغتیا وزارت سره د همکارو سازمانونو د نه ترسره شویو ژمنو د څرنګوالي په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

ولسمشر غني ویلي، د افغان- جاپان روغتون طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا لري.

نوموړي ویلي، د کورونا وبا دویمه څپه د خلکو تر کورونو رسېدلې ده او د ژمي په موسم کې ددغې وبا له دویمې څپې سره مخ یو.

غني د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له رییسانو غوښتي چې د کورونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د یادو بانکونو رییسانو د کورونا وبا واکسین د تمويل په لومړي پړاو کې د نړیوالې ټولنې د مالي تعهداتو چې ټاکل شوې د افغان حکومت له لوري د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پر اقتصادي مرستو ټینګار کړی او ویلي يې دي، هغو هېوادونو ته دې په قرضو کې نرمښت راوستل شي چې ورته اړتیا ولري.

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

کورونا وبا چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په ځینو هیوادونو کې شدیده شوې ده ډیری خلک یې اندیښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب