چهارشنبه, جنوري 27, 2021
Home + هغه مهال چې ظهر الدین بابر او سوري شېرشاه سترګه په سترګه...

هغه مهال چې ظهر الدین بابر او سوري شېرشاه سترګه په سترګه شول 

دویمه برخه 

استاد شهسوارسنګروال 

د افغانانو په سياسي تاريخ کې د هندوستان دغه مهال د ډېر پام وړ دی چې ولې افغانانو خپله واکمني له لاسه ورکړه او ولې يې له لږې مودې وروسته بېرته خپله ټولواکمني ټينګه کړه؟ 

د شپاړسمې (۱۶) پېړۍ په دويمې نيمايي کې د سردارانو او جاګيردارانو خپل مينځي جګړې او هم د سلطان ابراهيم لودي او بابر تر مينځ پرلپسې جګړو د هند د لوديانو واکمني پای ته ورسوله او بابر د هند واک ترلاسه کړ. 

ولې کله چې افغانان بيا يو موټی شول او د خپل زړور، ځيرک او پياوړي مشر سوري شېرشاه تر شا ودرېدل له لاسه وتلی واک يې بېرته خپل کړ. 

ولې کله چې د سوری شېرشاه زوی اسلام شاه ومړ نوبيا د هند قومي مشرانو د خپلې خپل سرۍ له مخې يو د بل پر وړاندې ودرېدل او مرکزي حکومت دومره کمزوری شو، چې د مغلو شړل شوی واکمن بېرته هندوستان ته راغی او بيا یې د هند چارې پخپل لاس کې ونيولې. 

خو څومره چې د شېرشاه د حکومت د واک او ځواک خبره ده. نوموړی د هند په تاريخ کې د هغه مهال هغه وياړلی او پياوړی واکمن دی چې د هند د نيمې وچې تاريخ اوس هم د ده کارنامې نه هېروي اوستا یې . 

سره د دې چې د ده د واک په مهال د افغانانو قبايلي واک موجود وه ولې بيا هم نوموړي په ډېر مهارت د شمالي هندوستان په بېلابېلو سيمو کې د داسې حکومت بنسټ کېښود، چې له لودي بهلول نه يې ټولواکمني ټينګه او غښتلې وه. ده له جاګيردارانو او درباريانو سره داسې چلند خپل کړ، چې هم يې دوی له ځانه خوشاله کړل او هم يې د ماليې ټولولو سيستم داسې دود کړ، چې هر جاګيردار پرته له کوم جنجال نه د خپلې شتمنۍ ماليه ورکوله او سوري شېرشاه ور باندې پياوړی پوځ په پښو ودروه،. ده په ډېرې ځيرکتيا قومي مشران په ځان را ټول کړل چې هر شتمن په خپل زړه د حکومت د ټينګښت لپاره له پاچا سره مرسته کوله. تر هغې چې دغه شتمن په ځان پوهېدل، ده د يوه با ثباته مرکزي حکومت ستنې دومره پياوړې کړې وې، چې هېڅ يوه قومي مشر د دې وس نه درلود چې د ده په وړاندې ودرېږي. 

شېرشاه د سياسي ژوند له لومړيو شېبو نه دېته ځير وه، چې لومړی بايد ځان په سياسي او اقتصادي لحاظ پياوړی کړي او بيا دېته ملا وتړي چې څرنګه واک ترلاسه کړي؟ «فريد خان (وروسته مشهور په شېرشاه) د پلار يانې د حسن خان له مرګ نه وروسته داسې يو فرمان تر ګوتو کړ، چې د پلار منصب ده ته ورکړ شي… له بده مرغه سلطان ابراهيم لودي په شهادت ورسېد… دی په دې فکر، نه چې د پښتنو د سياسي واک کمپله له هند نه ټوله شي. نو ځکه بيا د بهادر خان حضور ته لاړ. نوموړی د لواڼي دريا خان زوی وه چې د لودي ابراهيم له مرګ نه ورسته يې په «پهار» کې د سلطان محمد په نوم د سلطنت اعلان وکړ.(۱) 

همدارنګه نوموړي لدې سربېره له سلطان «جنيد» سره هم خپلې اړيکې ټينګې کړې، چې په هند کې د يوه سياسي باور څښتن شي. که سلطان محمد ده ته د شېرشاه لقب ورکړ، خو سلطان جنيد بيا د بابر دربار ته له ځان سره يووړ. 

د تاريخ مرصع په قول «يوه ورځ طعام په دستور د ولايت چې هغو بادشاهانو به په روی د مجلس طعام خوړ… بابر د جنيد مشر ورور ته ووې چې دا پښتون ډېر عاقل او با تدبيره ليده شي او نخښې د دولت او سلطان په وچلي کښ د ده ښکاره دي… شير خان له خوځېدو د شونډو پوه  شو… بې رخصت د جنيد او بادشاه روان شه… بابر خليفه ته وفرمايل چې زه د له قيد د هغه منع کړم زر به ډېرې فتنې فساد له ده ظاهر شي.»(۲) 

شېرشاه بيا د بهار له سلطان سره يو ځای په هغه جګړه کې برخه واخسته چې يو شمېر کسانو غوښته چې بهار له پښتنو مشرانو او سردارانو څخه ونيسي ولې سوبه د پښتنو په بري پای ته ورسېده. 

شيرخان په دغه جګړه کې د پښتنو د يو شمېر قومونو له مشرانو او سردارانو سره هم بلد شو، چې موږ د لواڼيو د سوريانو، کاکړو سرواڼيو مشران د بېلګې په توګه يادولی شو. د شېرشاه لپاره دا يو مهم سياسي خوځښت وه چې په پښتنو سردارانو کې د پام وړ باور ترلاسه کړ. 

ده به تل ويلې چې زه د پښتنو له نا يووالي نه وېرېږم، خو اوس چې يې وليدل د قومونو مشران يې تر شا ولاړ دي .نو هوډ يې وکړ چې هرومرو به بنګال نيسي. 

سراولف کيرو هم دې ټکي ته په اشاره کښلي دي: 

«د شېرشاه په هر ځای کې دا هڅه وه چې افغانان او پښتانه يو موټی کړي… تر ټولو مهمه دا وه چې دی د کلکې ارادې څښتن وه او په ډېرو چارو کې ساری نه درلود…»(۳) 

شېرشاه د څو لاملونو له مخې ډېر ژر په ډراماتيکه توګه پرمختګ وکړ: 

–  لومړی دا چې دی د يوې نظامي پوهې څښتن وه او له همدغه برکته يې د «روهتاس» کلا ونيوله چې نظامي ارزښت يې هم درلود او جغرافيوي ارزښت هم. 

– له «لاد» ملکې سره د ده واده او د هغې له شتمنيو نه نظامي او اقتصادي ګټه او هم د دې د «کوټ» له کلا نه د نظامي ځواک او واک استفاده. 

– کله چې «لاد» ملکې ده ته پنځوس زره سره زر ولېږل نوموړي د همدغې شتمنۍ له مخې يو لوی لښکر جوړ کړ. 

– د لودي ابراهيم مېرمنې بي بي فتحې هم ډېر شته نوموړي ته ورکړل چې ځنې څېړونکي انګېري: «بي بي فتحې د خپل څښتن له شهادت نه وروسته د ګورګانيانو له وېرې د هندوستان لمر ختيځ لور ته چې سل منه سره زر لس منه قېمتي ملغلرې او په منو منو سپين زر ورسره وو سوري شېرشاه ته ورغله…»(۴) 

له يوې خوا سوري شېرشاه د هرې ورځې په تېروېدو ځواکمن کېده او له بلې خوا د بنګال په ګډون ځنې سيمه ييزې واکمنۍ مخ په ځوړه روانې وې. خو کله چې د بنګال پاچا ومړ… د شېر خان ځواکونو ډېر ژر بنګال ته مخه کړه او پدې کار يې د همايون واک وګواښه. 

د مغلو پوځ په ډېرې چټکۍ د کورټ کلا ته ځان ورسوو. ولې شېرخان لا د مخه ټول شته د روهتاس کلا ته له ځان سره وړي وو. ولې بيا هم مغلي ځواکونو د جلال خان له پوځ نه سخته ماته وخوړه او ډېر شته ترې پاتې شول اودوی وتښتېدل. 

همايون بيا د يعقوب بيګ او بيرمخان په مشرۍ يو ستر پوځ د جلال خان مقابلې ته ولېږه، ولې بيا هم د جلال خان له لاسه يې ماته وخوړه. 

د شېرخان ا و مغلي همايون د ځواکونو تر مينځ يو د بل پسې خونړي جنګونه وشول، ولې د شېر خان برخليک هغې جګړې وټاکه چې: 

د شېرخان او همايون په ګدون ډېر نامتو سردارانو په هغه جنګ کې برخه اخستې وه، چې د همايون له لوري نه «تروي بېک»، «بېک بری»، محمد فرملي، مير يوز کاومردانه محمد صاحب مردانه او نورو په کې ګډون درلود. 

همدا رنګه د شيرخان ملګري چې په دغه جنګ کې ښکېل وه هر يو هيبت خان نيازي، اعظم همايون سرواڼي لکپور، قطب خان لودي، حاجي خان، بلند خان، يوسف خان سرواڼي، بجليخان سرواڼي، اد م خان تبتي، خواص خان، عيسی خان نيازی، جلال خان او عادل خان (د ده ورسره دوه زامن) او جلال خان نيازی د ساري په توګه يادولی شو.»(۵) 

پدغه جګړه کې نه يوازې د همايون پوځ سخته ماته وخوړه بلکې همايون له ډېرې وېرې نه د ګنګا سين ته ځان وغورځوه خو که چېرې يوه ماشکي چې سناچ يې تيار پو کړی وه له سين څخه نه وای را ايستلی نو مړ به وای. 

«لدې ماتې وروسته همايون نور په اګره کې ټينګ نشو او د لاهور په لور وخوځېد. بيرم خان د عبدالوهاب په مرسته د عيسی خان لاسته ورغی، چې بيايې د شېرشاه حضورته بوته. نوموړي نه يوازې دی وباښه بلکې يو آس يې هم ورته ورکړ او ګجرات ته يې و رسوه، چې له هغه ځايه د شيخ جمال زوی شيخ ګدا په مټ همايون پورې ورسول شو.»(۶) 

شېرشاه چې د بنګال په هر اړخيز اهميت پوه وه، د ډېرو هلو ځلو په پايله کې په ۱۵۳۸ کال په دې بريالی شو، چې د هغه پلازمېنه «ګور» و نيسي، د همدې ګور نيول لکه د هندوستان د ټولو خزانو کلي چې شېرشاه سوري ته په لاس ورشي. ده له ګور نه ټوله خزانه هغې ټينګې کلا ته چې هېڅ ځواکمن نه وه نيولې يوړه چې هغه د روهتاس کلا نومېده. 

په مخزن کې په دې اړه را غلي دي: «له ګور نه دومره خزانه د شېرشاه سوري په لاس ورغله چې د لېږد دومره وسيلې شېرشاه سره نه وې چې دا روهتاس کلا ته وچلوي نو بيا جلال خان هغه پيلان، اسونه او اوښان چې د «ګړهی» له يو ناڅاپي بريد نه ترلاسه کړي وه شېرشاه ته واستول او ټوله خزانه يې پرې وچلوله.»(۷) 

سوري شېر شاه د همدې خزانو په برکت دومره پياوړی پوځ له افغانانو نه جوړ کړ چې په ۱۵۳۹ کال يې دښمن ته په «چوسا» CHAUSA نومي ځای کې ماته ورکړه. 

«په رښتيا چې د شېرشاه ډېره پاملرنه د دې موجب شوه چې ټول بنګال په جنوب ختيځ کې تر چتاکانګ پورې او شمال ختيځ کې د اسام تر غرو غزېدلې وه ټينګ وساتي.»(۸) 

همايون لا د مخه په واروار له سوري شېرشاه نه غوښتي وه چې د بنګال په ځای به ده ته د هندوستان ډېرې سيمې لکه بهار او جونپور ورکړي خو هغه ونه منله. 

شېرشاه ته او له ده نه وروسته نورو ته هم بنګال ډېر ارزښت درلود ان شېرشاه چې د ډيلي تخت هم ونيو بنګال ته يې ځانکړې پاملرنه لرله، ابن بطوطه چې په ۱۳۳۶ کال بنګال ليدلی وه: «د دې هيواد په بې ساري شتمنۍ او د خلکو د سوکالۍ او خوشالۍ نه په ډېرو ښو ښو کلماتو غږېدلی دی.»(۹) 

«بابر په بابر نامه کې کښلي دي چې بنګال د خزانو په ډکولو او راټولولو کې ځانګړی امتياز لري… کوم واکمن به چې د خزانې لګښت ته پام نه کوه نو هغه يې ګناه ګار باله.» 

که څه هم په بنګال کې د پښتنو د شمېر د زياتوالي لاملونه ډېر دي خو د لومړي ځل لپاره چې ګڼ شمېر پښتانه هلته مېشت شول هغه د حبشي پاچا سلطان شمس الدين مظفرشاه (۱۴۹۱ – ۱۴۴۹) د واکمنۍ مهال وه چې پښتانه د دوی د پوځ برخه شوه. 

همدا رنګه په بنګال کې د سيد د کورنۍ بنسټ اېښودونکي علاوالدين حسين شاه هم (۱۴۹۸ – ۱۵۱۷) ډېر افغانان پخپل لښکر کې ځای پر ځای کړل. ولې کله چې لودي ابراهيم د پاني پټ په جګړه کې ومړ بېخي ډېر پښتانه بنګال ته کډه شول. ان تر دې چې د سيدانو يو سلطان نصرت شاه (۱۵۱۷ – ۱۵۳۲) د لودي ابراهيم لور ځانته واده کړه. او د نوموړي دوه نورې لورګانې يوه د فېروز خان مېرمن وه او بله يې چې د شېرشاه زوی ته ورنکړه نو بيا يې سکندر ته ورکړه، يو زوی هم وه چې هغه بندي کابل ته واستوه. په پای کې افغانان په بنګال کې دومره ډېر شول چې دغه ځای د دوی د يوه سياسي او نظامي مرکز په ډول د هر واکمن لپاره د پام وړ وګرځېد. 

همدا لامل وه چې ځيرک او اوښيار شېرشاه د خپل واک د پراختيا او پرمختيا لپاره له بنګال نه د يوه ښه سياسي مورچل په توګه استفاده وکړه. (نوربیا ) 

دتاریخې مرصع تاریخی څېړنه۶۱مخ 

ختک افضل خان په برټش کتابتون کې قلمي نسخه۲۶۶مخ 

سراولف کارو پټانز ۲۲۱ مخ  

سنګر وال دتا ریخ مرصع تاریخي څېړنه ۷۱ مخ 

هروي نعمت الله مخزن افغاني ۱۱۴ مخ 

ډاکترمحمدعبد الرحیم په هند کې دافغانانو تا ریخ۱۸۱ مخ 

ابن بطو طه ۲ ټوک ۱۷۹ مخ 

خټک افضل خا ن تا ریخ مرصع ۲۳۹ مخ  

پا لنپوري مفتي محمد تاریخ هند۱۳۷مخ 

ډاکترمحمد سلیم قراتي هندوستان سیاسي…۲۷۲ مخ 

عباس خان برټش کتابتون ۷۵ مخ الف 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب