سه شنبه, جنوري 19, 2021
Home ادب لنډه کیسه نېکمرغه| ثنا ساپۍ

نېکمرغه| ثنا ساپۍ

هره اوونۍ د يوه  ویدیويي رپوټ د ثبتولو لپاره په دفتر کې سینګار ځای ته ورځم. هلته څلور مېرمنې دي. دا نو بخت دى چې په چا ورپېښيږئ.  څلور  سره د انگلستان دي .تکې سپینې، ژيړ ویښتان،  شنې سترګې، په بدن نرۍ په ونه دنگې ښځې دي. په عمر به له ۴۰ پورته وي خو چې سينگار شوي مخونو ته يې گورئ داسې درښکاري چې زه يې مور يم.

په دې تېرو څو میاشتو کې مې ټولې تر يوه ځايه ښې  پېژندلي. لکه ژرنده چالانې وي، خبرې کوي،  پوښتنې کوي د نورو څانگو همکاران رايادوي د خپل ژوند يوه نيمه خبره هم نه پټوي. د نورو انگريزانو خوى ډېر نه کوي.

اولې دوې اوونۍ جولیا سینګار راته وکړ. وروسته بیا یوه کېټ، بله کېټ او سیلېن پر له پسې وې.

جوليا چې په لومړي ځل وکتلم په لوړ غږ يې هاى راته وکړ. د دېوال هندارې ته يې مخامخ کښېنولم. خپل ای پډ (iPad ) يې واخیست. پر شیشې يې ګوتې ووهلې. ورو مې د سندرې غږ واورېد. دې ژر بخښنه وغوښتنه.

     د څه لپاره؟

     له تا مې ونه پوښتل چې کوم سندغاړی یا سندرغاړې دې خوښه ده.

     فرق نه کوي ستا چې څه خوښ وي.

دې د رومر په نامه د یوې پاکستاني ا لاصلې برتانوۍ سندغاړې سندره ولګوله. راته ويې ويل:

   دا زما ډېره خوښه ده. غږ يې یو ډول قوت لري

   هو ښکلې يې وايي

    ښه نو تا ونه ویل چې پروګرام دې څه ډول دی؟

   خبرونه نه دي،  تفریحي رپوټ دی

جوليا يوه شېبه غلې شوه په خپلو بورسونو او رنگونو کې ډوبه وه. له سندرې سره يې سر ښوراوه او شونډې يې د سندرې په شعر خوځېدې. چې د خپلو بورسونو له انتخابه راضي شوه نو ويې ويل:

     ښه، نو بیا خو ډېره ګرانه نه ده

   پروگرام يادوى؟ همداسې ده

    نو په کومه ژبه کې دی؟

   پښتو

جوليا غلې شوه، زما پر مخ يې داسې سترگې ښخې کړې وې لکه جراح چې په جراحي اخته وي او ډاريږي چې يوه تېروتنه به د ناروغ د ژوند او مرگ برخليک ټاکي. له خپل بورس کاري چې راضي شوه نو  وې پوښتلم:

   دا د کوم ځاى ژبه ده؟

 افغانستان خو په پاکستان کې يې هم ځينې خلک وايي

   افغانستان؟

    هو

     په افغانستان کې خو دوه ډوله خلک دي هغه چې په ښځو ظلم کوي د طالبانو خپلوان او هغه نور، ته په کومه ډله کې يې

خبره يې راباندې  ښه ونه لگېده. د ځواب پر ځاى مې پوښتنه ترې وکړه:

   ته څه پوهېږئ چې هلته دوه ډوله خلک اوسېږي؟

   کتابونه، ميډيا او خلک يې وايي.

   خلک هر ځاى څو ډوله وي، ټول په تور او سپين څوک نه شي  وېشلى.

جوليا نور څه راته ونه ويل خو پوه شوم چې زما خبرو يې ذهن وربدل نه کړ. دې خپلو نورو همکارانو ته هم زما په اړه خبرې کړې وې. په نورو اوونيو کې چې له هغو نورو سره مخامخ شوم ټولې خبرې وې چې د افغانستان يم. گومان کوم کېټ په دوى کې کشره ده. تر نورو يو څه ساده هم ده. ويې پوښتلم:

   تا کله هغه بورۍ ته ورته اسماني رنګی شی پر سر کړی؟ هغه د غلبیل په شان سوري چې لري؟ یوازې يې ستاسې ښځې اغوندي؟

   چادري ورته وايو.

   هو هغه د طالبانو خپلوان چې يې اغوندي.

    نور خلک يې هم اغوندي، په پاکستان کې يې هم ښځې په سروي.

    ساه دې نه په کې بندېده؟

    په اولو ورځو کې هو خو وروسته ورسره عادت شوې وم.

    ته نېکمرغه يې

     ولې؟

     جوليا راته ويل په افغانستان کې ستا خلک تعليم ته ښځې نه پرېږدي خو تا وگوره دا دى تعليم دې کړى او په تلوېزيون کې  بې له هغه بورۍ را ښکارې.

سينگار مې خلاص شوى و کېټ راته ښه په ځير ځير کتل:

     ښکلې ښکارې، درته وايم نېکمرغه يې

      دا ستا سينگار دى زه نه يم

   مننه مننه خو ته بختوره هم ښکلې يې.

ويديويي رپوټ چى مې ثبتاوه  د يوې ښځې ويديو وه چې پښې يې لوڅې وې، پرودیوسر راته وويل:

                                         دا ويديو مه اخله ستاسو خلکو ته به يو څه لوڅې ښکاري.

غږ مې ونه کړ د کېټ خبره مې په غوږو کې انگازه کوله چې زه نېکمرغه يم. خو زړه مې ويل د کېټ سينگار بدله کړې يم په اصل کې مى خپل خلک تر ” بورۍ” لاندې پټه غواړي او د پټو بخت لا چا ښه بللى….

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب