یکشنبه, جنوري 24, 2021
Home خبرونه نیویارک ټایمز: ولسمشر او شاوخوا کسان یې مذاکراتو کې خنډونه جوړوي

نیویارک ټایمز: ولسمشر او شاوخوا کسان یې مذاکراتو کې خنډونه جوړوي

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلاره توافق شوی و، خو د ولسمشر غني له مخالفت سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان، قطر او امریکا د فشار په نتیحه کې د ددولت او طالبانو د تماس ډلو موافقه وکړه چې رسمي خبرې به د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې او د حنفي فقې پر اساس مخته بیايي.

نیویارک ټایمز د یوې نامعلومې سرچینې په قول وايي، ښاغلی غني غواړي چې د خبرو د اساس په توګه د ملګروملتو د امنیت شورا د مارچ د میاشتې پرېکړه لیک یاد شي چې په هغه کې ویل شوي، ملګري ملتونه طالبان د افغانستان د اسلامي امارت په توګه په رسمیت نه پېژني.

د دولت ډلې له دې سره مخالفت کاوه چې د امریکا او طالبانو موافقه دې د خبرو اساس وګرځول شي او ویل یې که طالبان په دې موافقه اصرار کوي بیا دې نو د امریکا او د افغانستان د حکومت موافقه هم اساس وګرځول شي. خو طالبان د دې شرط منلو ته تیار نه و.

سرچینه کاږي ولسمشر او د ولسمشر ځينې نژدې کسان له دغه کړنلارې سره مخالفت کوي او په یو ډول د سولې په برخه کې د پرمختګونو په لار کې خنډ جوړوي.

ورځپاڼه کاږي چې ښايي د ولسمشر غني د مخالفت دلیل د تاوتریخوالي ډېرېدل وي او یا هم غواړي چې په دې توګه د سولې روانې هڅې وځنډوي، څو په امریکا کې واک له ټرمپ جو بايډن ته ولېږدول شي.

سرچینه په افغانستان کې د سولې له خبرو سره هممهاله تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بولي او تمه ښيي چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

تر دې وړاندې هم ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې افغان پلاوي او طالبانو پر کړنلاره توافق کړی خو ولسمشر غني یې مخالفت کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا او لوېدیځ متحدان یې اوس منتظر دي چې عبدالله عبدالله رول ولوبوي. دوی هڅه کوي چې عبدالله رامخکې شي او د سولې چارې په خپل لاس کې واخلي او په دط توګه اوسنی ولاړ حالت پای ته ورسېږي.

 شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې دي چې تر اوسه کومې پایلې ته رسیدلې نه دي.

4 COMMENTS

  1. د ډاکټر نجیب په وخت کې به یې هم ویل چې ټول موافق دي خو یوازې نجیب سوله نه غواړي. هرڅه سم دي خو یوازې نجیب د قدرت لیونی دی.
    آخر څه وشول. تاسې وګورئ څه وشول. ننګ ناموس شته او وطن مو ټول لوټ شول.

    اشرف غني باید د نجیب تجربه تکرار نه کړي، کلک ودرېږه باید ښه په اطمنان سره مخ ته لاړ شي. دا وطن بیا د دښمنانو پښو ته مه غورځوئ.

  2. لیونی خبری کوی. د نجیب سرټمبګی د ګلمجمو او نورو خودغرضو نشنلیستانو د ګډوډی فضا مینځ ته راوړه. دا واری بل احمدزی بیا هسی سرټمبګی ته راغواړی؟ خدای تعالی دی فضل وکړی.

  3. دا لیکونکی د امریکا د خارجی پالیسی د مافیا یو کس دی. دا د خپلو بادارانو د قاتلو وسلو د خرڅولو لپاره خپله دنده ترسره کوی. هغه نه د امریکا او نه د افغانستان په غم کی دی. يو هوښیار کس باید ویلی وای سمه خبره څه ده. لیکونکی یوازی سوله نه غواړی نور هرڅه ورته منظور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب