Friday, December 4, 2020
Home + نرګس فایض وایي، په کابل کې د پېنګ پانګ د ملي سیالیو...

نرګس فایض وایي، په کابل کې د پېنګ پانګ د ملي سیالیو لپاره تمرین کوي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸)  د افغانستان په سطحه د پېنګ پانګ د ملي لوبو اتله نرګس فایض وایي چې په کابل کې په ملي سطحه د پېنګ د سیالیو د بیا ګټلو لپاره تمرینات کوي.

نرګس تر دې مخکې هم په کابل کې د افغانستان په سطحه د پېنګ پانګ لوبو سیالۍ ګټلې دي.

نرګس وایي، «زه د دې لپاره تمرین کوم چې په کابل کې د پېنګ پانګ په سیالیو کې برخه واخلم، ښه مقام وګټم او خپل لومړی مقام وساتم.»

اوه کاله کیږي چې نرګس د جوزجان د منتخب ټیم او د پېنګ د ملي ټیم غړې ده.

نوموړې وایي، «ما هم د نورو نجونو په څېر له ماشومتوب څخه له ورزش سره مینه لرله، مور او پلار مې زه تشویق کړم او د استاد مشعل هاشمي په لارښوونه مې ورزش ته مخه کړه.»

ویل کیږي چې نرګس تر اوسه پورې د پېنګ پانګ لوبو د ترسره کولو لپاره پلازمېنې کابل، هرات او مزارشریف ته سفرونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پښتو ژبپوهنه د تاريخ په اوږدو کي

ليکوال: پوهنيار محمود مرهون لنډيز: پښتو ژبه له تحقيقاتي اړخه بکره پرته ده چندان نه څېړل سوې او نه شنل سوې ده. څه نا څه تحقيقات...

د مشاهدې هنر/ نقيب احمد عزيزي

انسانان په لاشعور کې شريک ګڼل کېږي، معنا دا چې دروني وجودونه د انساني اروا د وحدت په اساس تر ډېره د مشابهت او...

د کب انځور (لنډه کیسه) لیکوال: اکبر کرګر

له لږ تم نه وروسته ښارې ترين په تم ځاى کې ودريد، دتل په څير په چټکۍ ورپورته شوم، ترين دا مهال خالي وو....

پسرلي بابا ته / عبدالمتين تسکين

په بېلتون د پسرلي بابا پرېشان يم جدايي د خوږ آشنا نه ده آسانه په شيبو، شيبو ورېږمه باران يم خدای دې داسې هستي وانخلي له چا...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...