یکشنبه, جنوري 24, 2021
Home خبرونه نذیر غورځنګ په غزني کې ووژل شو

نذیر غورځنګ په غزني کې ووژل شو

تاند (سه شنبه د میزان ۸) ناپېژاندو وسله والو د غزني د درېیمې امنیتي حوزې امر نذیر غورځنګ وژلی دی.

د راپورونو له مخې په غورځنګ نن ماښام د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې برید شوی، چې نوموړی وژل شوی او یو بل ملګري یې ټپي شوی دی.

نوموړی د غزني د درېیمې حوزې د امر په توګه ټاکل شوی و، خو د کار اجازه نه وه ورکړل شوې او له ډېر وخت راپدېخوا په کور کې پاتې و.

غورځنګ څه موده وړاندې ویلي و، چې د غزني د دریمې حوزې امر مقرر شوی دی.

د هغه په خبره چې د کورنیو چارو وزارت مکتوب یې هم له ځان سره درلود، خو امنیه قومندان خلیل اندرابي  یی نه معرفي کوي او مخه یی نیولې ده.

د ښاغلي غورځنګ په وینا، چې ټوله کورنۍ یې موټر بم کې له منځه تللې، درې وروڼه او پنځه د تره زامن ېې وژل شوي او مور او پلار یی رواني تکلیف پیدا کړی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د نذیر غورځنګ د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی خو د نوموړي وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او حکومت یې په بې غورۍ تورن کړی دی.

5 COMMENTS

  1. اندارابی د ی راټینګ کړی دا یو بی حیاه او وطن فروش سړی دی. ددی په څیر ډیری ځوانی یی خاوری کړی. د قلعه حیدر خان مسله چی په سلهاوو پولیس محصلین یی تر خاورو لاندی کړل دی همدی اندرابی خاین معامله وه. دیر پی خیره او بی کفایته حکومت لروږ افسوس پر دی ځوانانو چی ددی کونه پیخ او وطن پلورونکو زړو سیاست مدارن له پاره قربان کوی.

  2. لعنت په دې حکومت، په دې چارواکو، پې دې د پښتنو په قاتلانو، په دې د ايران،روس، امريکا،عربو په سپیو غلامانو. غورځنګ به يې ولې اندرابي نه وژنه چې أول انډړ او پاڅونوال وو چې د پنجاب سپیو غلامانو ته يې غاښ ماتوونکی جواب ورکړ، د افغانانو له ناموس، دين او وطن نه يې په کمو امکاناتو دفاع وکړه، د سپيو طالبانو پر ضد نورو ولايتو کې په وطن مینو افغانانو کې د غیرت او شهامت وینه په جوش راوستله او دې ځوان تر اخيره تسليم نشو، خو دولت په لوی لاس د پښتنو د سر سړای له مخه لرې کوي او په سلو نومونو يې ترور کوي، د خدای په خاطر دا څنګه حکومت ده چې يو غل، منافق چارواکي په موټر کې له طالبانو سره نيسې، په مخدره موادو تورن وي او بيا يې بيرته په قرت کېنوي؟؟؟؟

  3. یو متل دی چې وایي: دا یې غر هغه یې کربوړی، اندرابي د همدې حکومت او د لنډغرو د ډلې یو مهم غړی دی. دی چې په هر ځای کي مقرر شوی، د نورو خیانتونو په څنګ کې یې لوی مالي فساد هم کړی دی.

  4. سلام ! نخست ازهمه لعنت خدابرسر غنی ومشاورین امنیت ملی وی که از مقرری وطنفروشی چون ( اندرابی) آگاهی ندارد – اندرابی بادادن تمام سجل وسوانح بایومتریک پولیس به مخالفین وقتل ده ها پولیس درقلعه ی حیدرخان متهم است- برعلاوه این مفسد ستون پنجم درداخل نظام است – نمیدانم ازفساد وی به بالا ها هم منفعتی میرسد که بر سر چوکی قایم مقام است.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب