شنبه, جنوري 23, 2021
Home خبرونه ناټو وایي که طالبانو بریدونه ډېرکړي، افغان ځواکونو یې هم ښه مخه...

ناټو وایي که طالبانو بریدونه ډېرکړي، افغان ځواکونو یې هم ښه مخه نیولې

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۳) په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال رسنیو ته ویلي، سره له دې، چې طالبانو خپل بریدونه ډېرکړي خو افغان ځواکونو هم ښه دفاع کړې ده.

د مېلرپه خبره افغان پوځ په دفاعي حالت کې دی او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د پوښتنې وړ خبره ده.

نوموړي دغه راز پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم کړي.

هغه ویلي اوس ټوله نړۍ د سولې مسئلې ته متوجه شوې او د دې غوښتونکې ده، چې باید تاوتریخوالی کم شي.

په ورته مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ویلي، چې افغان پوځ پیاوړی دی او د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.

2 COMMENTS

  1. په دغه مو خطا باسي، یوه ته وايي ته ښه يې، بل ته وایي ته ښه يې…. یعني بریدونه کوئ…. شاځلمو وژنی یو د بل سره…

    پام چي سوله ونه کړئ…

  2. جنګ پنجاب پر مخ وړي، طالبان يې عسکر دي او له پنجاب سره بايد خبرې وشي…. طالبان د خپلو ښځو واک هم نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب