Friday, December 4, 2020
Home + د مودرنا واکسین نژدې ۹۵ بریاللی دی

د مودرنا واکسین نژدې ۹۵ بریاللی دی

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۷) د امریکا د بیوټکنالوژۍ شرکت مودرنا وايي چې د کورونا واکسین پر ضد د دغه درمل جوړوونکي شرکت واکسین په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ اغېزمن دی.

مودرنا یو له لومړنیو شرکتونو څخه دی چې د کورونا پر ضد یې واکسین پر یو شمېر خلکو وازمایه او نتیجې یې ډېرې هیله بخښونکې وې.

دې کمپنۍ خپل واکسین په څو پړاوونو کې ازمویلی او اوس یې نهايي نتیجه اعلان کړه.

مخکې لا ویل کېدل چې ممکن د مودرنا واکسین د فایزر او بیون تک کمپنیو د واکسین په شان بریالی وي.

که څه هم مودرنا هم د فایزر په شان درې پړاوه خپل واکسین پر خلکو ازمویلی خو فایزر کمپنۍ وتوانېده چې د ټیسټ پایلې ژر اعلان کړي.

د واکسین جوړولو کمپنۍ وايي چې هر واکسین باید له ازمېښته وروسته ډېر وڅېړل شي او دا څرګنده شي چې واکسین انسان ته څه جانبي عوارض لري.

د جولای په میاشت کې مودرنا شرکت خپل واکسین پر ۳۰ زره تنو وازمایه.

په جولای کې د مودرنا کمپنۍ د واکسین په اړه ویل شوي چې د دې ترڅنګ چې ۴۵ تنو ته یې د کورونا وایرس په وړاندې معافیت یا مقاومت بخښلی جانبي عوارض یا سایډ افیکټ یې خورا کم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کره نکلونه/ نورمحمد سعید

د افغان ادبي بهیر په غونډه کې د یوه تکړه لیکوال پر لنډه کېسه کره کتنه وه. زما په شمول ټول دوستان په دې...

کاري جلسه | لیکوال: نعمان دوست

رئیس صیب د مېز له سره ټچ موبایل راواخیست په پاسورډ لیکلو لګیا و چې یوه غږ کړ: واه رئیس صیب واه. پوسټ دې...

یلدا / عبدالجمیل ممتاز

زنځیر زنځیر نظر زمـــا، تصـویر ګـــــــوره چې مړ دی یه خدایه! تر دې مړ ښه یم ضمــــیر ګـوره چې مړ دی دا غـــــرونه سیوری نلـــري اسمـــــان...

  مرکه (طنز) | نعمان دوست

 - اول خو مننه چې مرکې ته چمتو شوئ، که اجازه وي پیل به یې کړو.  - زه خومناظرې ته هم چمتو وم؛ خو هغه...

اذربایجان:له ارمنستان سره په جګړه کې مو ۲۸۰۰ پوځیان وژل شوي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د اذربایجان حکومت اعلان وکړ چې د نګورنو قره باغ پر سر له ارمنستان سره په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...

پر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري...