یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home + مشهورې سندرغاړې صوفيه کيف ته خواړه که مينه مهم دي؟

مشهورې سندرغاړې صوفيه کيف ته خواړه که مينه مهم دي؟

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵)  صوفيه کيف یوه له هغو سندرغاړو څخه ده چې په لږ وخت کې يې داسې سندرې خپرې کړې، چې ډېر مينه وال يې پېدا کړل.

نوموړې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره فعاله ده او تازه يې له خپلو مينه والو سره په فېسبوک کې نوي عکسونه شریک کړي دي.

د صوفيه کيف په دې نویو عکسونو کې ليدل کېږي، چې هغه د خوړو مېز ته ناسته ده او ډېر خواړه يې مخې ته پراته دي، نوموړې خوړو ته خوب يا فکر وړې ده.

صوفيه کيف د دې عکسونو سره په تشریح یا کيپشن کې ليکلي دي:«کله چې ما نه څوک پوښتنه وکړي چې خواړه مهم دي او که مينه، نو زه ځواب نه ورکوم، ځکه زه هغه وخت خوراک کوم.»

له دې څخه ښکاره کېږي چې صوفيه کيف له خوړو سره ډېره مينه لري، د هغې له وضاحت څخه هم دا په زغرده ښکاري، چې مينه ورته مهمه نه ده خو خواړه ورته ډېر مهم دي.

همدا راز له دې مخکې هم هغې څو څو ځلې دا خبره کړې ده، چې له خوړو سره ډېره زياته مينه لري.

صوفيه کيف چې دا عکسونه يې په انسټاګرام کې لږ ساعت مخکې خپاره کړي دي، تراوسه پورې له ٢ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړي دي.

د يادولو وړ ده چې صوفيه کيف د پاکستان په اسلام اباد ښار کې ژوند کوي. څو اونۍ وړاندې يې د (ياره زما) په نوم يوه نوې سندره هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، چې خلکو ډېره خوښه کړه.

همدا راز نوموړې څو ورځې وړاندې کوټې ښار ته تللې وه، چې هلته يې لوى کنسرټ وړاندې کړ، چې په دغه کنسرټ کې يې ډېرو خلکو ګډون کړى و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب