Wednesday, November 25, 2020
Home + ما وبخښه، نشم ویلای | نظرمحمد مطمئن

ما وبخښه، نشم ویلای | نظرمحمد مطمئن

۶ کاله وړاندي له شهید مژده سره د هغه په موټر کې د کابل ښار یو کتابتون ته روان وم، په لاره یې وویل چې زما “مژده” د وژلو لپاره دوه تنه ګمارل شوې وو، مګر الله ج ژوندی پاتې کړم، او کله چې په کابل کې د ترور پټې کړۍ فعاله شوې، دوه ځله نور هم مژده صاحب ماته وویل چې کیدای شي، زه ووژل شم.

د اپریل پر ۴مه ۲۰۱۹، وحید مژده ماته وویل: “ځینو کسانو راته ویلي چې د یوې ځانګړې ډلې لخوا هڅې پېل شوې چې ما ترور کړي.”

د جون پر ۲مه ۲۰۱۹، شهید مژده زموږ په کور کې بیاځل راته وویل: “کیدای شي ډیر ژر مې درڅخه ووژني.”

مژده صاحب ته مې وویل چې په دي راز دي کور کې څوک خبر کړي کنه، هغه وویل:”یوازي اشاره مې ورته کړي، خو ددې لپاره چې کورنۍ مې په ډیره انديښنه کې وانچول شي، په تفصیل مې خبره نه ده ورته کړي، او هسي هم زه وژل کیږم.”

اګسټ ۲۰۱۹ کې یو دروند مشر وغوښتلم، د هغه په څیره کې خفګان له ورایه ښکاره و، ویې ویل:”دلته ډیر مه کښینه، عاجل ورشه، مژده صاحب پيدا کړه، ورته ووایه چې له کوره بهر مه راوځه، او لمانځه ته مسجد ته مه ځه، ستا د کور او مسجد ترمنځ لاره کې دي وژني، ژر ورشه.”

زما لپاره هم په کابل ښار کې ناوخته ګرځيدو امنیتي ستونزې درلودلې، مژده صاحب پوهیدی چې ماښام مهال زه نه وتلم، هغه پوهیدی چې د کومې مهمې خبرې لپاره ورځم، پوښتنه مې ورڅخه وکړه، د ماښام لمونځ دي چیرته وکړ، ویې ویل:”مسجد ته تللی وم.”

مژده صاحب ته مې وویل: “هغه دروند مشر راته وویل چې نور له کوره بې وخته مه ووځه، او لمونځ په کور کې کوه، ستا د کور او مسجد ترمنځ لاره کې دي وژني.”

داچې مژده صاحب پوهیدی چې ویشتل کیږي، د هغه په څیره دا ډیر ویرونکي پېغام بې تاثیره و، ما ورته وویل چې عذر کوم، خدای ج به دي په دي ګناه نه نیسي چې ولې په دغسي حالاتو کې لمونځ لپاره مسجد ته نه ځي، مُسکی شو، ویې وویل: “هسي مې هم وژني، ښه ده چې لمانځه ته په لاره ووژل شم.”

د اکټوبر ۷مه، موږ په ګډه پر افغانستان د امریکا د برید غندنه په لویه غونډه کې وکړه، مژده صاحب ماته هر کله ویل چې ډیر پام کوه، ته ځوان یې، او ډیر څه باید وکړي.

کله چې د اکټوبر ۱۱مه، پر ما برید وشو، مژده صاحب سخت خفه و، هغه ویل چې د کوم منطق له مخې لکه د خلق او پرچم د وخت په شان پر سړي د کور مخکې برید کیږي، د اکټوبر ۱۸مه او ۱۹مه ۲۰۱۹، د هرات امنیتې غونډې ته زه او شهید مژده یو ځای ولاړو، دوې شپې مو په یوه کوټه کې تیرې کړي، هغه چې د غونډې د ګډونوالو منحرف کوونکي نظریات او خبرې اوريدي، ډیر نا قراره و، هر ځل به یې ویل چې دا خلک ولي دروغ او د افغانستان له ځمکني واقعیتونو څخه په انحراف خبرې کوي، خدایه هغه سپيڅلی مجاهد وبخښي، جنت الفردوس یې ځای کړي، ډیر ځله یې وویل چې زه ولاړیږم او ددې خلکو پر خبرو تبصره او نقد کوم.

مژده صاحب ته مې وویل:”ستاسي حیثیت تر دوی ټولو لوړ دی، د دوی په دي چټیاتو ستاسي تبصره مناسب نه ګڼم، د غونډې دوېیمه ورځ زما د خبرو نوبت دی، ان شاء الله د ټولو جواب به ووایو.”

کله چې ما د هرات امنیتي غونډې پر دوېیمه ورځ خبرې وکړي، زما یاد دي، خدایه هغه شهید وبخښي، چې کله له سټیج څخه ور کښته کیدم، غیږ یې خلاصه نیولې وه، پر ما یې دواړه لاسونه وګرځول، ټینګ یې غیږ کې نیولی وم. خدایه د هغه شهید روح ارام لري.

ویې ویل: “هیڅ مې په زړه کې پاتې نه شول.” له لاسه یې ټینګ ونیولم، مسکی و، خوشاله و، ډاډه و، او زما لپاره هم ستر ویاړ و چې د مژده صاحب تر څنګ هر وخت او هر ځای ولاړ وم. خدایه جنت الفردوس یې ځای کړي.

هغه شهید نه پوهیده چې په موږ دوو کې به کوم یو لومړی د دښمن لخوا وژل کیږي، کله چې له سالون څخه موږ دواړه را وتلو، د هرات امنیتي غونډې اړوند راډیو او ټلویزون کسانو ماته ډیر عذر وکړ چې لنډه مرکه ور سره وکړم، مګر داچې امنیتي ستونزې وي، ومې نه منله، خو بالاخره زه یې راضي کړم، کله چې هغه خبریال مخکې او ما غوښتل چې په ځینو کې ور پسې وخیږم، خدایه ویې بخښي، شهید مژده تر لاس ټینګ ونیولم، بیرته یې له ځینو خپل لور ته ور کش کړم، ویې ویل: “مرکه مه کوه، هیچا سره یې مه کوه، دا خلک دي نشي زغملای، وژني دي.”

مګر هغه پاک او مظلوم شهید خبر نه و، چې دده د وژلو لپاره له مخکې پټ لاسونه کار کوي، او تر ما مخکې به هغه شهید کوي.

نومبر ۲۰۱۹ په دوېمه  اونۍ کې موږ ۹ تنه قطر ته ولاړو، هر چا به د شهید مژده پوښتنه کوله چې ولي په دي ډله کې نشته، تمه وه چې هغه هم ډیر ژر قطر ته سفر وکړي.

پلان و چې زه او شهید مژده په ایران کې د پوهنتون محصلینو او د ایران سیاسي مبصرینو لپاره په غونډو کې ګډون وکړو، د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړه له هغوی سره خپل نظریات شریک او له هغوی هم واورو.

د نومبر ۱۷مه وه، مژده صاحب ته مې وویل چې کور ته درځم، هغه وویل، مه راځه، مریض یم، چې لږ ښه شم، احوال درکوم، پر سبا سهار نږدې لس نیمي بجې د مژده صاحب زنګ راغی، ویې ویل  کور یې؟ ټینګار مې وکړ چې زه درځم، ویې نه منله، لږ وروسته موږ سره ناست وو، مڼې مې ورته کیښودې، ویل  یې نه یې خورم، چای مې ورته راووړ، ویل  یې نه یې څښم، دده لپاره راکړل شوې تحفې کندهارۍ لنګۍ او کندهارۍ د کالیو غاړه مې ورته کیښودې، ویل یې نه یې وړم، هغه په عجیب انداز کې وویل: “زما وخت پوره دی، دا لنګۍ او غاړه ستا سره ښه ښکاري.”

خدایه هغه مظلوم شهید  وبخښي، هغه پوهیده چې خدای ناترسه قاتلانو یې کمین ورته نیولی.

د ماښام  لمانځه وروسته، ډاکټر فیض محمد ځلاند او اسد وحیدي خبر کړم چې مژده صاحب له مسجد څخه تر راوتلو وروسته ویشتل شوی، زه او ځلاند  په بیړه د مژده صاحب کور ته ورغلو، هلته د میرمنو ژړاوې وي، د کور په حویلۍ کې هیڅوک نه لېدل کېدل، موږ ډیر ږغونه وکړل چې پوښتنه وکړو چې مژده صاحب یې چیرته وړی، زړه مې وکړ، چې له کومې میرمنې پوښتنه وکړم، خدایه! دا څومره ظلم دی. د کور په ځینو کې د پاخه عمر میرمنې همداسي لویدلې وي او ژړل یې، هغوی له ځینو د کښته کيدو او یا پورته ختلو توان نه درلود، هملته په ځینوکې یې د خپل شهید لپاره ساندي وهلي.

ما وبخښه، نشم ویلای، مژده صاحب خپل قاتلین پېژندل، خو چاته یې نه ور ښودل، هغه نه خپلې کورنۍ او نه هم نورو ته د خپلو قاتلینو یادونه کوله، یوازي همدومره یې ویل چې ما وژني، نه مې پريږدي.

زه د شهید مژده له کورنۍ څخه بخښنه غواړم، چې د یو ملګري او دوست په توګه یې ما د کورنۍ خدمت د بېلابېلو ستونزو له امله ونه شو کولای، زه یې کله هیرولای شم، کله چې موږ استقلال روغتون ته ورغلو، غالباً د مژده صاحب وراره به و، هغه د مژده صاحب زوی احمد جاهد جان ته وویل:”تر ټولو نږدې دوست یې همدا و.”

کاش ما یې حق اداء کړی وای، خدایه! د شهید مژده قاتلان رسوا او سخته سزا ورکړي.

5 COMMENTS

  1. غربی شبکی د سیاسی قتلونو غټ تنظیمونه لری چه د غربی استعمار نه د آزادیخواهانو خبری نسی زغملای. ننی یرغلګرو دا کار د یوازی
    دافغانستان په خاوری کی ندی کړی بلکه په عربی نړی کی هم د مسلمان پوهانو په قتلونو کی ملوث دی.

  2. What a sad state of affair knowing in advance to be killed but can’t do nothing about it.
    The author smooth literature and words put together make reader feel being right there observing the events.

  3. مژده صیب دی الله وبخښي، اوس همدا مشکل ټول هیواد کی دی په کلیوالو سیمو کی طالبان خلک ځوروی چی ګواکی د دولت پلوی به وی، ډیر خلک یی وهلی او ډبولی هم دی، بیا ښارونو کی هغه خلک ترور یا نیول کیږی چی د طالب پلوی وی، خبره یوه ده که هر څومره مری خو تاوان د افغان دی د افغان کور او کلی پکی خواریږی، ځکه وایو چی سوله وکړئ په سوله کی مقابله مه کوی بلکی اسانی وکړی او انعطاف وښیی، الله ج د امن او سوله راولی…… آمین
    ژوندی دی وی لوی افغانستان

  4. د خدای بښلي مژده صاحب کورنۍ ته صبر غواړم، دی مې نه پیژانده خو د دې قصې ویلو سره زیاد خفه شولم. یو مشهور لیکوال ليکلي دي «چه پوه شوې اوښکې دې بهېږي او که د وویل وينې دې بهېږي»، نوم يې زما هېر دی خو په رښتیا سره دا یو لوی واقعیت دی.هر یو به اورېدلي وي چه استعدادوونه وژل کېږي.نو مژده صاحب ګوندې چه په کوم اسرارو خبر وو او د ده قاتلان نه غوښتل چه اسرار ووځي. که څوک په څه ښي خبر شي نو مفصل دې خلک په مساله خبر کړي او که اشخاص یو که لس پېژني، سمدستي یې بایدي خلکو ته دې ووایي. پر ما داقصه تېره شوه، داستان يې اوږد دي، زه پوهېدلم خو د یو امریکایي ملګري له خوا چه په ۱۹۷۳ کال کې زما د فلجي داکتر وو، په ۱۹۸۰ کې یې را ته وویل چه د اروپا په اسرارو خبر یې ، غربي اروپا دې وژني، خو موږ وربانې خبر یوو، خپله اوس دا کار نه کوي خو ګوډاګي ډېر لري، سویس ډېرې هڅې یې وکړې خو لا تر اوسه ژونی یم. زما په اوبو کې بیا وروسته په وريژو کې يې وړې د شيشو ټوټې ګډې کړې وېططاو د داکتر او د غاښو داکتر له لارې هڅې وشوې. دومره مې وویل دې له پاره چه پوه شئ چه بېړني کسان په قتلوونو کې لاس لري. زما قصه ډېره اوږده ده، دې له پاره چه د افغانستان په مسایلو او د وطن او د خلکو نامووس خرڅوونکي دیني رهبرانو او د غرب خصوصا اروپا په واقعاتو هم خبر وم او یو علمي تحقیقات زما هم اروپا باندې ښه و نه لګېد.

  5. د مژده پر شهادت هماغه وخت هم سخت خوابدی شوی وم او ستاسو د لیکنې له لوستلو وروسته هم خوابدی یم. باید هیڅکله یو انسان د خپل فکر او نظر په خاطر ونه وژل شي. حتي په دې خاطر هم یو څوک ونه وژل شي چې دیني عقاید یې متفاوت وي څه پاتې شوه د یوه صاحبنظر او صاحب فکر وژل چې افغان وي، مسلمان وي او په ټوله معنا انسان وي
    مژده که هر چا وژلی وي خدای دې سزا ورکړي، لاس دې یې مات شي خو له بده مرغه هغه کسان چې مژده د هغو لپاره جد و جهد کولو یا یې د هغوی دفاع کوله تر بل هر چا ډېر خلک په دې خاطر وژني چې د دوی په شان فکر نه کوي. مثلاً د طالب دپاره هر هغه څوک د وژلو دی چې د دوی ملاتړ نه کوي یا له حکومت سره سر ښوروي
    ایا د طالب په ساحه کې څوک ویلی شي چې له حکومت سره باید سوله وشي. حکومت ښه دی پریږدئ چې حکومت په دې ساحه کې مکتب جوړ کړي، پروژه جوړه کړي؟؟؟؟
    د مژده روح دې ښاده وي او د کورنۍ غړیو ته دې خدای صبر ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پښتو لیکدود| پروفیسور عبدالخالق رشید

درشادپوهنې کلنی لکچ :  دعلامه رشاد د پنځلسم تلین په درشل کې  بسی دورباید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر            په دي ورځو...

یو خوب | هیله پسرلی

 د شپې دوه بجې دی. زرغونه خوب ویني: لوی تالار، له خلکو ډک... جګ بوټونه، اوږد کمیس، تکې سرې شونډې، لنډ ویښتان، دا د...

ساعت | لیکواله:صفیه وردګ

میرویس په بل اړخ شو.اسوېلی يې وکیښ. خوب نه ورته.د مخامخ ساعت شوبینۍ وخت ښکاراوه،څه باندې درې بجې وې.له بسترې راپورته شو.لاس يې یوې...

کب/ اجمل پسرلی

د سیند اوبه ولاړې ایسیدې، خو یو نیم خلی چې به باندې راښکاره شو، پوه به شوې چې درومي. ادم لکه همدا اوبه غلی و،...