Thursday, December 3, 2020
Home ټولنیز څنګه خوندور او ګټور ژوند ولرو | قیام الدین زیار

څنګه خوندور او ګټور ژوند ولرو | قیام الدین زیار

زموږ ژوند ډیر محدود دی، زیاترین اتیا یا نوي کاله وي، چې له هغې ورسته ژوند بیا پر ژوند هم نه حسابیږي. که د خپل ژوند په تړاو ژور فکر وکړو پوهیږو، چې زموږ تر اوه کلنۍ پورې ژوند په کوچنیوالي او له ژوند څخه په نه خبرۍ کې تیریږي. د ژوند نیمایي یا له هغې څخه زیاته برخه مو په خوب کولو کې تیریږي. ډیری نوره برخه یې د ژوند پر مختلفو کارونو او منډو ترو کې له لاسه ورکوو، نو که دقیقه محاسبه وکړو زموږ یقیني ژوند پنځلس یا شل کاله دی

ډیر خلک شته چې دا کم ژوند هم په بغض، کینه، خسد، د اسلام خلاف کارونو او نفرتونو کې تیروي. الله تعالی ج فرمایي، چې ژباړه یې داسې ده، ما انسان ندی پیدا کړی، مګر د خپل عبادت او بندګی لپارت مې پیدا کړی دی. پس، د ژوند ټوله معنی او مفهوم په همدې نقطو کې رانغښتی دی. موږ نن ورځ خپله ریښتیني لاره ورکه کړي او په غلطه لار روان یو، چې ژوند مو له بېشمیره پریشانیو، غمونو، دردونو او مشکلاتو ډک او هیڅ خوند ترې نه شو اخیستلی. د ژوند ریښتینی او حقیقي خوند په اسلام ریښتینی دین عمل کول او د الله ج او د هغې د رسول صلی الله علیه وسلم د احکاماتو لاندې د زندګی تیرولو کې دی.

 که د اسلام د مبین دین ټول احکامات مطالعه کړو پوه به شو، چې څومره د انسانانو په خیر او ګټه یو دین دی. بل ځای الله تعالی ج فرمایي، چې ژباړه یې داسې ده، چې انسان سراسر په نقصان کې دی، مګر هغه انسان په تاوان کې ندی، چې ایمان یې راوړی، نیک عملونه یې کړي او په حق ویلو او صبر کولو سره یې وصیت کړی دی. د اسلامي احکاماتو په عملي کولو سره مو ژوند له خوښیو، خوشالیو او نیکمرغیو څخه ډکیږي او پریشانی او خفګانونه ټول له منځه ځي. دا چې مسلمانانو د هواهشاتو د پوره کولو په موخه غیر اسلامي او شیطانې لاره نیولي او په نورو لارو مزل کوي، نو ځکه خو تل د پریشانیو او مختلفو ذهني او روحي امراضو سره مخ دی. ځینې خلکو هرڅه تجربه کړل عیش عشرت کې تر اخیري حده ورسیدل،  د پریمانه پیسې او مادیات یې ترلاسه کړل، جنتي کورونه، ودانۍ او بنګلې یېجوړې کړې، بېشمیره موټرونه او نور یې لاسته راوړل، خو لا هم د ژوند له کمرنګی او سختیو سخت کړیږي او له ډیپریشن یا ژور خفګان، سټریس او فشار سره مخ دي.

 پس معلومیږي چې له خوندونو او ګټو ډک ژوند په بل هیڅ شي کې نشته او یوازې د اسلام په مبین او سپیڅلي دین کې دی

خو دا بیا په دې معنی هم نده، چې دنیوي ژوند ترک کړو او یوازې د دین لپاره شپه او ورځ یوه کړو. په حقیقت کې د دنیوي ژوند ټول اصول هم په اسلام کې شته، اسلام د اوسط دین دی او باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپل ټول دنیوي او دیني ژوند عیار کړو.

 څه ډول چې پورته ذکر شول د انسانانو مسؤلیتونه یوازې په محدودو عباداتو پورې نه دي تړلي بلکې نورو ته خیر رسول او په نیکی سره ورته وصیت کول هم د هر مسلمان وجیبه ده. اسلام د اوسط دين دی کوم چې د افراط او تفریط ترمنځ سرحد ګڼل کیدلی شي.  

موږ ټول که سر له همدا لحظې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ژوند پیل کړو، ددې دنیا او اخرت ژوند به مو له خوښیو او ګټو ډک وي

1 COMMENT

  1. خوندور او ګټور ژوند؟
    بلی،ژوند هلته خوندور او ګټور کیدای شی چی د هدف،برنامی او دستورالعمل سره سم وی، مخلوق د خالق سره همغږی شی،د معلم بشریت صلی الله علیه وسلم نقش قدم باندی روان وی ، حلاوت ایمان یی څکلی وی ، د ټولو اماناتو د ځان او مال په شمول ساتنه کوی ،، غلط تصرفات نکوی،او واکدار کل یواځی الله جل جلاله ګڼی .
    لیکی د الله جل جلاله د پاره، خبره کوی د الله ج د پاره، حکم کوی بماانزل الله سره سم ،تل ځان او نورو ته ګټور وی، زیان نه ځان ته منی او نه بل ته ؛حتی هرڅوک چی وی، انحصار او جاهلی تعصباتو نه کرکه لری، د نفاق کرښو ته نه نژدی کیږی،دښمن ته ابزار نه ګرځی، تل دبشریت په ګټه وی، څه چی ځان ته خوښوی هغه خپل مسلمان ورورته هم خوښوی ، دا او نور ټول هغه څه چی انسان ته امتیاز او عزت ورکوی ټول موږ ته دین راښودلی، خو د دین حق څنګه اداء کولی شو؟ خیر او اصلاح څنګه راتلی شی؟ انسان خپل اشرف مخلوقات مقام څنګه ساتلی شی؟ دالله جل جلاله نعمات نباید ضایع شی.
    انسان تباه کن او جنګی موجود ندی ،الله رب العزت عقل او دین ورکړی لدی لویو نعمتونو هم باید ګټه واخلی ورنه انسانی ماهیت نابودیږی او درنده موجود او حتی د هغی نه هم بدتر ساحی ته ننوزی او ټول فساد او جنایت ګرځی نو له جنګ نه کرکه او اصلاح او خیر ته ترجیح ورکول د هر ذیعقل موجود لازمه ده.
    دا خوند او ګټی رښتیا هم ټولی اسلام راښودلی ،د آنحضرت صلی الله علیه وسلم ژوند ،تربیت او نظام د هغی عملی اثبات دی نو باید په خوند ،ګټه تری واخلو،او همدا یواځینی لار ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د غزلبڼ ادبي عظمت” | نورالله زهــيـر”

د غزلـبڼ ادبي عظمت د پوهنيار محب الله ترابي د ماسټرۍ د تېزيس څېړنيز اثردی. د تېزيس موضوع ئې « د پسرلي د غزلبڼ...

د پښتو، دري او ترکي ژبو د پوښتنيزو نومځرو سپړنه او پرتلنه

ليکوال : تمهيد سيلاني د تېرو ليکنو په شان مې په دغه ليکنه کې هم، لومړی د يادو ژبو  د پوښتنيزو نومځرو سپړنه تر سره...

د رحمان بابا یو بیت | خبیب علي

په تصوف کې خدای ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ضرور وي چې پیر و مرشد یې بولي. پیر و مرشد د نورو خلکو...

په کره کتنه کې اشاره/ اجمل ښکلى

موږ د کره کتنې کار ته ډېر زړه نه ښه کوو، بېلابېل علتونه يې دي؛ خو يو علت يې دا دى، چې موږ کره...

د استرالیا جنګي جنایتونه؛ د پوځ لوړپوړي چارواکي باید محاکمه شي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) په افغانستان کې د استرالیايي پوځ د جنګي جنایتونو له رسنیز کېدو وروسته اوس استرالیايي رسنۍ وایي چې د...

د امریکا لوی درستیز، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه طالبان حکومت پرزولی شي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۳) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته د امریکايي پوځیانو د شمېر د...

پمپیو: مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوو، اوس باید اوربند وشي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو...