شنبه, جنوري 23, 2021
Home کلتور فرهاد دریا له نوستالژۍ تر اسطورې

فرهاد دریا له نوستالژۍ تر اسطورې

عبدالروف لېوال

فرهاد دریا چې په خټه پښتون خروټی دی، د هغه نیکه شیرخان د نادرشاه او ظاهرشاه د پاچاهي په دورو کې د قطغن او بدخشان نایب الحکومه تیر شوی، محمدعلم خان ناشر د شیرخان ورور (د فرهاد دریا د پلار کاکا) له شیرخان نه وروسته دغزني له قره باغ نه قطغن ته راغی، دواړه وروڼه په کندوز کې میشت شول، قندوس په هغه وخت کې د دری ژبو په اصطلاح داسې مځکه وه، چې هغوی به ویل ((اګر مرګ میخواهی کندز برو)) خو، د شیرخان د روڼ آندې کورنۍ (غلام سرور ناشر) په هڅو په داسې یو متمدن ښار بدل شو چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کیده ـ(سپین زر شرکت) د پنبې، غوړو، صابون فابریکې چې شل زره کسانو پکې دنده درلوده. 

د سپین زرکلوب او سینما، د افغانستان په مشهورو ښارونو کې د سپین زر هوټلونه او داسې نورې عصری ودانۍ او اقتصادی نوښتونه له کندوز نه یو متمدن ښار جوړ کړ چې لا اوس هم له تاجکستان په پوله کې د افغانستان سوداګري بندر او دوه لیسې د شیرخان په نوم یادیږی.

فرهاد دریا په ۱۹۶۲کال د کابل ښار په ګذرګاه کې وزیږید، د حبیبیې لیسې نه له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی یې ولوست او بیا په فرهنګی چارو کې استاد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سولې سفیر هم پاتې شوی.

فرهاد دریا او نوستالژي:

نوستالژي یا نستلجیا له دوو یوناني کلمو جوړه ده؛ Nostos ټاټوبی ته د ستنیدلو ارمان او algia د کړیدلو مانا ورکوي.

د نورې نړۍ جلاوطن خلک د ټاټوبی نه د جدایی ساندې د غربړو او آرمانی سندرو په ویلو ستایی، آرمان یې کوي او خاطرې یې تازه کوي – خو موږ جلا وطن افغانان خو لا پریږدئ چې وطن میشته د۴۰کلنې جګړې د ورانۍ له امله د پخوانی ښیرازه، بسیا، هوسا او سوله ییز ژوند چې ۴۰ کاله وړاندې مو له لاسه ورکړی، په څنګ کې د آبادۍ په ارمان بله نوستالژي هم لرو.

بیلګه: زما په یادښت د کابل د شیردروازې د غره لمنه به دغویی په میاشت کې ارغوانی رنګ ځانته غوره کړ چې د عاشقانواو عارفانو زیارت به پکې پټ سو، اوس له هغو ارغوانو یو بوټی هم پاتې نه دی – استاد ځلاند ویلی و[به خواجه صفا، صفا به ګلهاکنیم + دلبرکم بیابه کابل بریم) – ستاسو به باور نه راځی چې ما د(جوی شیر) له ویالې، چې زموږ د ښوونځی له څنګه (سرای باغ) په منځ کې تیره شوې وه د اوبو له سر نه راټول شوي توتان خوړلي او بیا د همهاغه (سرای باغ) نه د (بوستان سرای) له لیارې (کوچې سک بچا) څخه خیابان (کشمش فروشی) کوڅې ته راتلم.

لنډه دا چې د فرهاد دریا په خټې پورې هم، پښتون نوستالژیک رګ د بلخی مولانا په قول (هر کسی کو دور ماند از اصل خویش + باز جوید روزګار وصل خویش) راویښ سوی او په یوه سندره کې وایی ((شاهی رامانه، زوروره + د شاغاسی کلا دې ولې ورانوله) د شاغاسی منصب، لقب او نوم چې د ((ایشیک آقاسی))  مرکبې تُرکی کلمې نه، جوړ شوی د یوې نیمې پيړې وړاندې درباری لقبونه دي – وروسته له دې سرکاري او عسکري لقبونو هم بدلون وموند لکه جرنیل، کرنیل، برګډ، صوبه دار، جمه دار، دفعه دار، اولدار او داسې نور.

بیا هم د پلرنی رګ په خوځیدو سره په بله پښتو فولکلوریکه سندره کې وایی [شین راکټ ویلاړ دی + سبابه بیا پکتیا ته ځونه) راکټ موټر چې په انګلیسی Bed Ford، و- هغه لارۍ وې چې له پکتیا نه یې وچ لرګي او سکاره کابل ته راوړل – او د کابل له خوا نه هغه ژڼی (ځوانان) چې د رحمان بابا او خوشحالخان لیسو نه جنوبی سیمو ته په رخصتۍ تلل – پکې سوریدل-  سوا له پورته سندرې د فرهاد دریا بله سنده چې وایی ((زرو جانې نری باران دې په تیرا یې وروینه ))هم د تګ په مهال دې ځوانانو زمزمه کولې –  څومره نازک خیاله او خوندوره نوستالژي. 

دریا له دې نه ها خوا هم تیر شوی د کاکړیانو سندره یې په بل طرز داسې ویلې [شین خالۍ ګودر ته روانه ده ] — (نیمه شپه به خدای سبا کړی + شین خالی به خدای پیدا کړی ) یا ((لیلا څه شوه لیلا+ لیلا ناجوړه وه بیګا))

فرهاد دریا په جلا وطنۍ کې له سوز نه ډکه پښتو نوستالژي ته وده ورکړې او د وطن په یاد یې غلبلې کړی لکه چې وایی ((اصلی وطن افغانستان دی + اوس مې نصیب پردو مُلکو کې دی مینه —–مرګی نه، نه ډاریږم خلکو! که دوطن په هدیرو کې خاورې شمه ))

آخ جګړې کور دې ګډ شه! زموږ جلاوطن هیوادوال د خپلو هدیرو په آرمان مري او نه غواړی چې هډوکي یې مسافرشي.

دریا په خپله نوستالژي سندرو کې پښتنی ګاڼې[ د سپینو زرو نتکۍ ، بنګړی، پیزوان، پایزیب او سپینې روپۍ] داسې ستایی(سپینه روپۍ یې په سینه ده + پاس پر سینه کږه وږه ده + نن بیا جلکۍ ولې خپه ده) او یا هم [ په پایزیبونو، جوړه شرنګا کړه + بنګړی مات نکړې، ورو، ورو نڅا کړه]

فرهاد ولې اسطوره؟

د فرهاددریا (سلام وعلیک) سوله ییزه سندره چې د جرمنی د(راک ډلې )۱۲موزیسنان پکې ګډون لری، په انګلیسي او نورو ژبو ویل شوې چې د نړی ختیځ له لویدیځ سره په عاطفی اړیکو نښلوي د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې اوریدونکی لری او د افغانستان هنر یې دنیا ته ورپیژندلی.

برسیره پر دې د دریا هغه پروژه چې د(کوڅې) په نوم یادیږی ـ د افغانستان کوڅه ډبه او یتیم ماشومان يې د سرپرستۍ تر سیوری لاندې نیولي– چې له شوم او ناوړه برخلیک سره مخ نه شي، دې مرستې سره دې خدای ورته اجر ورکړی.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب