Friday, December 4, 2020
Home + فایزر کمينۍ وايي، واکسین یې ۹۵٪ بریالی دی

فایزر کمينۍ وايي، واکسین یې ۹۵٪ بریالی دی

تاند(پنجشنبه، د نوومبر۱۹) فایزر کمپنۍ وايي، د دوی وروستۍ شننې ښيي چې د کورونا پر ضد واکسین یې په سلو کې ۹۵ اغېزمن دی.

فایزر کمپنۍ پرون (چهارشنبه) همداراز وویل چې په لومړنیو څېړنو کې د دوی واکسین تر ۹۰ سلنې پورې د کورونا وایرس پر ضد بریالی ښکاره شوی و.

تر دې وړاندې د روان نوومبر په ۹ مه د درمل جوړولو امریکايي کمپنۍ فایزر ویلي و چې د جرمني د بایو این تک کمپنۍ په همکارۍ یې د کورونا ضد واکسین په سلو کې تر۹۰ ډېر بریالی دی.

فایزر کمپنۍ خپل واکسین د نړۍ په ۶ هیوادونو کې پر۴۰ زره تنو ازمویلی او بریالۍ نتیجه یې ترلاسه کړې ده.

فایزر کمپنۍ د چهارشنبې په ورځ (نوومبر۱۸) وویل چې واکسین یې له یوې خوا د کورونا د مخنیوي په برخه کې په سلو کې ۹۵ بریالی دی او له بلې خوا هیڅ راز جانبي عوارض نه لري.

د اروپايي کمیسیون رييس اورسولافون درلاین د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وویل، د اروپايي اتحادیې له موافقې سره سم، د دې اتحادیې ۲۷ غړي هیوادونه د دغه واکسین ۴۵۰ ملیون ډوزه رانیولی شي او دا د دوی خوښې ته پرېږدي چې په پاتې ۱۰۰ ملیون ډوزه کې کوم هیواد څومره واکسین اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کیسو کیسې: د پاکېزې ارزو کیسه/ ایمل پسرلی

د پاکیزې ارزو له کیسو سره بلد نه یم. دا مې لومړنی ځل و چې کیسه یې لولم. په دې حساب نه یم خبر...

نوي کلن | هيله پسرلى 

ټک، ټک … ډاکټر اسماعيل مچان مړه کړل. - خدايزده دا خبيثان له کومه پيدا کيږي. مړه کړي مچان يې د ميز له سره پورې ووهل. د...

د شاهین بونیري”دېوال سره خبرې”/ زرلښته خان

د انسان د نورو انسانانو او خپل چاپېرچل سره د يو اغېزمن او مثبت تړون لرلو د پاره د خپل ځان پېژندګلو د ټولو...

کابل مه ورانوئ/ عبدالباري جهاني

هم یی خزان هم یی بهار ښکلی دی        هم یی ماښام هم یی سهار ښکلی دی هم تر نارنج هم تر انار ښکلی دی          تر...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...