جمعه, جنوري 22, 2021
Home ادب عود_خوشبو | عجب ګل تکل

عود_خوشبو | عجب ګل تکل

 شپږم تلین ته!

ډیرۍ وختونه داسي کیږي، چې کله د پښتو ادب، ادبي ناستې کیږي، پر ځای ددې چې ګډونوال ېې د پنځکر او لیکوال پر پنځونه، نقد او کره کتنه وکړي، د دۀ پر شخصیت باندې خبرې کوي. چې دا خاصه د پنځګر او د پنځونې پر وړاندې لویه جفا ده. دا خاصه یا ارادي ده او یا غیرې ارادي، دا خبره مې په دې پورې وکړه، چې زه هم همدلته ددې عمل تکرارول او کول د یوه ضرورت او د یوه نوي لید پر بنسټ، یوه څه اړین بولم. شاید تاسو خپله تجربه کړي یا به مو له چا اوریدلي یا به مو لوستي وي، چې انسانان د ورځنیو فعالیتونو، عادتونو، حرکاتو او همداشان د طبیعت د هر ډول پدېدو پر وړاندې د غبرګونو څخه ددوي شخصیت ډیر ښه ځان د نورو پر وړاندې ښکاره کوي.

همدارنګه ځېنې انسان شخصیت پېژندونکو د انسانانو شخصیت ددوي د مخ له قیافې څخه د دوی هر ډول کړنې معلوموي. د بېلګې په توګه ما له زیاتو خلکو اوریدلي دي، چې د چا چې شنې سترګې وي دا خلک ډیرۍ وختونه شیطاني عمال ترسره کوي. دا ممکن په ټولو مواردو کې یو شان نه وي؛ له یوه عالمه مې اوریدلي وو، چې د ځان پېژندنه ګرانه ده د الله(ج) له پېژندنې څخه؛ خو د بل انسان پېژندنه بیا ډیره ګرانه ده د هغو دوو په پرتله. د پورتنۍ لیکنې عمده مقصد مې زموږ د پښتو ادب یوه لویه هستي، استاد محمد صدیق پسرلی دی.

زه پسرلي صیب ددۀ د اثارو له مخې د خپل فکر او پوهې کچې په اساس پېژنم، ما د خپلې پوه کچې په اندازه د دۀ شخصیت او فکر درک کړي دی، او د همدې درک په اساس ېې تاسو درښایم. ما له دۀ سره ناسته ولاړه نه ده کړې، چې د دۀ خوی، عادت صفت او همدا شان هنر ېې دروښیم؛ خو د دۀ د تخلیقاتو او د هغو رسنیو له رویه ېې پېژنم، چې یا ېې دی غږولی او یا ددۀ په هکله څوک غږېدلي دي هغه که هر نوعه رسنۍ وي تاسو ته درښیم.

بېرته همغې خبرې ته راځم، چې شخصیت پېژندونکي د یو انسان شخصیت د مخ له قیافې څخه معلوموي. د دوی له لیکنو مې یو ځای لوستي و، هر هغه انسانان چې وتلې، جګې او بټې پزې ولري، دا انسانان ډیر مستنیر فکره، اختراعګر، کشفګر، عاطفي، نوښتګر، کنجکاو، … او د سالمې رهبري فکري وړتیا لري، او همداشان د دې انسانانو زړونه د نورو هغو په پرتله ډیر حساس او نرم مزاجه وي. دا فطري ځانګړنه په پسرلي صیب کي له لېرې مشاهده کیده. دا هغه برداشت وو، چې ما د دۀ له څېرې او قیافې کړي و، شخصیت، ژوند، فکر، هنر، وینا او عمل ېې ما ته په یوه مسیر مشاهده کیږي.

       ***
هغه درک او اخیستنه، چې زه ېې د خپلې پوهې په اندازه ددۀ له اشعارو لرم  دلته ېې ذکر کوم:
شعر د محتوا او شکل له مخې لومړی د بحث وړ دی. فکر او اند د شعر محتوا ده. د کلیمو وزن، اهنګ، رغښت او مناسب رغون ېې شکل دی، او د شعر ښکلا بیا په همدغو راټوله ده. ځېنې شعر پېژندونکي محتوا او ځېنې نور ېې شکل ښکلا ګني.غوره دا ده، چې په شعر کې د دواړو موازینه او د حرکت مسیر یو شان وي لکه د برق دوه تارونه.

همدا پورتنی متن د پسرلی صیب په اشعارو د تطبیق وړ دی. شاعري ېې د لوړ خیال او ژور فکر ګډوله ده. د دۀ صفات لرونکي شاعران په ټولنه کې ډیر مشهور نه وي؛ ځکه د زیاترو خلکو د پوهې، فکر او شعور سطحه  د دوی له فکره ټېټه وي، باید دا خلک د یوه اوږده ذهني فلتره تیر شي بیا به د دې شاعرانو د شاعرۍ عمق او فکر باندې پوه شي دا ډول شاعران په خاصو کې خاص مینوال لري او هاغه به هم د یوه ښه فکر خاوندان وي. پسرلی صیب د عامو لپاره نه، بلکې په خاصو کې د خاصو لپاره دی. یوه غربي لیکوال فرانسیس بیکن شاعران په دریو برخو ویشي.

زه به له دوو برخو تیر شم، دریمې برخې یادونه به ېې وکړم  د متن د لنډون په خاطر.
۳: په دریمه برخه کې ېې هغه شاعران ذکر کړي دي، چې د شاتو مچیو په شان پر ګلونو ګرځي او شیره راټوله وي له زیات زحمت وروسته ېې په شاتو بدلوي. او لوستونکو مخې ته ېې ږدي، چې سپرلی صیب همدا خصوصیات لري. د ځېنو شاعرانو فکري مسیر منکسر خط ته ورته وي، ځانګړی اسلب، سبک او طریقه نه لري د نورو په موضوعاتو شخوند وهي
ځېنې نور بیا منحني خط په څیر وي، چې په موضوعاتو او فکر کې بیرته خپل ځان ته راتاو وي او د ځان تکرار وي.

او ځینې ېې بیا مستقیم په خپل مقام قایم وي، لکه مستقیم  خط هم په فکري لحاظ او هم د نوښت او پیغام په لحاظ، نه د بل تکرار وي نه د ځان تکرار وي خپل مسیر تعقیبوي.

په پای کې د پسرلي صیب په هکله د دغو ځانګړونو یادونه کوم:
۱: د فکر او ښکلا متوازن شاعر دی.
۲:  مقاوم شاعر دی.
۳: متداوم شاعر دی.
۴: موسمي شاعر نه دی.
۵: مکاني او زماني شاعر نه دی.
۶: د راتلونکو نسلونو اوپېړیو شاعر دی.

نوټ: د پسرلي په شاعرۍ خبرې کول، لوی فکر او ذهنیت غواړي، د دۀ فکر د هغه عود خوشبوی په څېر دی، چې څومره ېې ځلوي همدمره ورڅخه خوشبوی پورته کیږي، نا تمامه بحر دی. دا مې هغه ټکي ترې راټول دي، چې زما د ذهنیت کچه ورسیږی. پسرلي د فکر او پیغام یو نه پاڼې شمیریدونکې دایرۀالمعارف دی. د هغو خلک بخت به بختور وي، چې په ټوله مانا ېې درک کړي. د اشعارو یو ـ یو بیت ېې تاسو لوستونکو مخ ته ږدم، تاسو د دۀ په فکر، فکر وکړي:

نن يې چې بيا شوخې پلوشې لګوي خوله په زړه
دا به لکه واوره خدايزده چېرې لمر ته ناسته وه

پریږده د احساس پالنه ستونزو ته
شور د راده لږ شي په هموارو کې

مه غواړه ابرو په عالیجاهو کې
پورته منزلونو ته نم نه خیژی

لار د بر ختلو سرکوزي غواړي
غرونو ته چې څو نشې خم نه خیژی

د دیوالونو په چولو کې ږدي توی شوي وېښته
زه هم په سمڅو کې بې دردې دنیا پرېښودمه

د ژوند پاڼې بې لوستو اړوم په دغه فکر
چې مرګ به دبل فصل ابتدا وي که به نه وي

پای یې شرافت شر او آفت وګرځي
خوشې که بشر نه کړي د شر لمن

په تصور د حقیقت ګمان ستم و په ژوند
د شاه مقصود د تسپو خیال و د لړم په لکۍ

پېښو بيا په سپينه ګيره طفل کړم
خوب په دردېدونکې افسانه راځي

لحظې نه وې خچنې ، خو دا زه وم زه انسان
له پاکو فرښتو چې ګنهګارې جوړوم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب