سه شنبه, جنوري 26, 2021
Home خبرونه عباس بصیر: د افغانستان یو پوهنتون هم له نړیوالو معیارونو سره برابر...

عباس بصیر: د افغانستان یو پوهنتون هم له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دی

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۷) د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر وایي د افغانستان په پوهنتونو کې د تحصیلي رشتو د ډېرولو جدي اړتیا ده.

دغه وزارت ته نوماند وزیر عباس بصیر وايي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې نږدې درې زره تحصیلي رشتې موجودې دي، خو د هېواد په پوهنتونونو کې اوسمهال یوازې ۹۰ رشتې تدریس کېږي.

ښاغلي بصیر چې نن یې د باور رایې اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته خپل راتلونکي کاري پروګرامونه تشرېح کول وویل، په افغانستان کې د فارغو شویو محصلانو د بیکارۍ ستر لامل دا دی چې زموږ تحصیلي رشتې د کار له بازار سره متناسبې نه دي.

د نوموړي په وینا ددې لپاره چې فارغو شویو محصلانو ته مو کاري فرصتونه پیدا شي، باید دغه رشتې پراخې، با کیفیته او ډېرې کړل شي.

هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت ددغه اړتیاوو پر معلومولو کار روان کړی دی څو اړتیاوو ته په پام تحصیلي رشتې ډېرې کړي.

عباس بصیر په پوهنتونو کې د زده کړو، تحصیلي چاپېریال او څېړنو له ټيټ کیفیت هم شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو کیفیت باید لوړ شي او لږ تر لږه د افغانستان یو پوهنتون له نړیوالو معیارونو سره سم وي، څو په معیاري درجه بندیو کې راشي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په داسې مهال د معیاري زده کړو، تحصیلي چاپیریال او نړیوالو معیارونو په اړه خبرې کړي چې په افغان پوهنتونونو کې ګڼ شمېر محصلان د قراردادي استادانو، پخوان تدریسي نصاب او په پوهنتونو کې د اړوندو نورو مسایلو په هکله شکایتونه کړي دي.

د محصلانو په خبره تر ټولو لویه ستونزه د قراردادي استادانو او تدریسي نصاب ده چې له کلونو راپدېخوا ورته تدریس کېږي.

3 COMMENTS

  1. په افغانستان کې ډېره اړینه ده چې د لوړو زده کړو، پوهنې او د کلتور وزارت وزیران پښتانه او یا هم په روانه پښتو خبرې وکولای شي. هغه وزیران چې په پښتو نشي غږېدلای او پېژندنه یې هم ګرانه وي چې په چا پورې تړلي خلک دي، هغوی به پښتو ژبې ته څه خدمت وکړي. دا د استعمار برکت دی چې داسې بې هویته خلک یې دې دریځ ته راورسول. ولسي جرګه باید داسې کسانو ته د تائید رایې ورنکړي. مننه

  2. وروره خبره د ښه ده خو پښتو درباریانو خرڅه کړې ده ته تاريخ ولونه چېله پښتو او پښتنو سره څرنګه ظلمونه شوي او اوس هم روان دي
    او هغوی د خپل قدرت یانې مالي قدرت لپاره پښتانه وژني او کلتور یې هم وژني
    خو په سر کې یې پښتانه دي
    دغه بل احمق څه بوین شیان په خرو خرڅوي او په نړۍ والو په هنتونو کې د مختلف ریښتو د۳۰۰۰ تدریسي څانګو ادعا کوي
    داخو ډیر لکۍ داره دروغ دي خو دخرو په مخ کې هر څه وېیل کیږي

    مننه

  3. د نوموړی وزیر خبره رښتیا ده. زما خوریی د افغانستان په یوه پوهنتون کی قانون ووایه او له هغه فارغ هم شو. نن دبیکاری په خاطر ایرانی مزدوری کوی.
    زما په نظر د هغه مشکل د نوی پروګرامونو جوړول نه وو. هغه ته دا زوړ پروګرام په ټیټه توګه .تدریس شوی وی. يو محصل باید داستاد د نوټونو په یادولو باندی کامیاب نسی. د استاد نوټونه د لارښونی لپاره باید ورکړل سی او بس. هغوی ته باید د درسی لوازمو ټول شیان برابر سی. یو محصل ته باید دعلم په خپله پیدا کولو لیاره وښودل سی. هغه باید د خپلی ریشتی هنر او سکیلز زده کړی ترڅو په راتلونکی دندی کی بریالی سی. زه فکر کوم دا شیان نسته.
    ما د الجزیری په یوه تلویزونی پروګرام کی ولیدل چه په مکتبو کی نارینه استادان لټ دی او زده کونکوته ښه درس نه ورکوی. د پوهنتون شاګردان هلته بری ترلاسه کولای سی کله چه دوی په ابتدایی او متوسطه مکتبونو او مدرسو کی ښه روزل سوی وی.
    ترهغه چه زه خبر یم ځینی افغانی شاګردان د داکتری په دوره کی هم مشکل لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب