پنجشنبه, جنوري 21, 2021
Home خبرونه صدیق صدیقي د سولې په خبرو کې د طالبانو غوښتنې له اساسي...

صدیق صدیقي د سولې په خبرو کې د طالبانو غوښتنې له اساسي قانون سره په ټکر کې وبللې

تاند (چهارشنبه د قوس ۵) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوحه کې د سولې خبرو پر کاري اصولو لاهم هوکړه نه ده شوې او نه په دې برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ رامنځته شوی دی.

ښاغلي صدیقي نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې په خبرو کې پرمختګ ځکه نه دی شوی چې طالبان د اساسي قانون خلاف غوښتنې لري.

نوموړي جینیوا کنفرانس ته په اشارې سره وویل، په یاده ناسته کې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی غندلی او د جګړې پر پایته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

د صدیقي په وینا د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته تاوتريخوالی کم شوی نه دی، بلکې ډېر شوی دی.

دده په خبره افغان دولت تل د سولې لپاره چمتو دی، خو زیاتوي چې طالبانو د جګړې په دوام وښوده چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ورته هېڅ ارزښت نه لري.

صدیقي وايي، دا ډله دې حالت ته ادامه نشي ورکولای، ځکه د افغانستان خلک او ټوله نړۍ د جګړې ختم غواړي نه د جګړو دوام.

صدیق صدیق ټینګار وکړ چې طالبان باید د پردیو دسیسو ښکار نه شي او د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د ولسمشر ویاند په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې پرون او وړمه ورځ په جینیوا کنفرانس کې ګڼ شمېر هېوادنو په افغانستان کې د بیړني اوربند او د جګړې پر پایته رسېدلو ټینګار کړی او ویلي یې چې نور باید افغان وژنه پایته ورسېږي.

3 COMMENTS

  1. خبری د دوحی د تړون نه وروسته پیل سوی. د ارګ اداره باید دخلکو سترګو ته خاوری پاش نکړی. ددوحی تړون اشغالګری پلټنو ته اشاره کوی دکابل اداره نده پکی ویل سوی. تالبان چه د کابل اداره په رسمیت نه پیژنی نو د دوی نوم به څنګه پکی اچول سوی وی. څوک چه په دی پوهیږی نو ولی بیا د دوحی په تړون استدلال وکړی او په تالبانو ملامتی ووایی. د کابل اداره نسی کولای په دی اساس د ځان لپاره پلمه پیدا کړی.
    د کابل د اداری او د تالبانو په مینځ کی جنجال د دوحی د تړون په سر دی. نو که غنی او د هغه فیدرالی شریکان د دوحی تړون نه منی نو بیا هم داوربند ناری نسی وهلی.
    غنی او د هغه انډیوالان د جنګ دوام غواړی او دا ددوی له اوله وخته تراوسه په خبرو او کړنلارو کی ظاهره خبره ده. دوی د ۲۰۱۴ په امریکا د افغانستان د خرڅولو تړون غواړی چه دهغه په زور به نور هم اتلس کاله جنګ دوام وکړی.
    ارګ لاتراوسه نه پوهیږی چه تالبان افغانستان اشغالسوی وطن بولی او ارګ د اشغالګرو یو اخیستل سوی قوت. امریکایانو دا منلی ده. نو په داسی فضا کی بیا دافغانستان اساسی قانون هیڅ شی ندی. یو معقول کس به همیش د اشغال او آزادی اساسی قانون تر مینځ توپیر پیژنی. نو د آزادی په اولو شیبو کی نوی اساسی قانون ترتیب کیږی او د هغه په اساس نوی دوران شروع کیږی. که د ارګ میشته کسان په زاړه استعماری اساسی قانون باندی ټینګیږی نو هغوی اصلا سولی ته اولیت نه ورکوی او دسولی په نامه د تالبانو تسلیمی غواړی. داسی فکر کول د ناپوهی نه سوا بل هیڅ تحلیل نسی قبلولای.
    ارګ باید پوه سی چه د هغوی ۷۵ ٪ درامد له اشغالګرو نه راځی. اوسنی جهانی اقتصادی رکود او داروپا او امریکا دخلکو له جنګ نه نفرت ورځ په ورځ زیاتیږی. له بلی خوا که تالبان د مجاهدینو تاکتیک پوره عملی کړی نو د کابل به هغه پنځه ویشت ٪ درامد هم ودریږی. په داسی حال کی به دا واری په چا افغانستان خرڅوی؟ هند، چین، او که روسیه؟
    دنیا خبره ده چه تالبان د افغانانو نه زکات ټولوی. زما د مالوماتو په اساس او د خارجی راپورو په دعوه د کوته سنګی خلک هم تالبانو ته زکات ورکوی. نو داسی درامد تالبان نور شل کاله هم تمویلولای سی. په داسی حال کی دوه سناریو باید فرض شی: جنګ به ابدی سی، او یا به د لنډ وخت نه وروسته د کابل اداره ناکامه او تالبان به په زور دولت ونیسی. دواړه سناریو د ملی احساس په بنسټ د افغانستان لپاره تاوانی دی. زیاتی وینی به توی شی، استعدادونه به ضایع سی او تالبان به بیا له شرعی نه سوا بله تحفه افغانستان ته ورنکړی.
    که غنی او د هغه اندیوالان رښتیا ملی احساس لری نو په پردی لاسته راوړنو باندی دی خپلی پښی نه خری او سولی ته دی اولیت ورکړی ترڅو له شرعی سره سره افغانستان د اقتصادی آزادی لپاره په سفر پیل وکړی.

  2. زه نه پوهیږم چی
    ذکاة په کوم اساس باید جنګیالیو ( خصوصاً هغو جنګیالیو ته چی مشروعیت ئی تثبیت نه دی ) ورکړه سی؟
    ذکاة او د ذکاة ورکړه ځانته خپل قواعد لری او هر څوک ئې مستحق نه دی
    بله دا چی طالب خپله د یو بل پټ اشغال پټ او ښکاره مأمور دی
    له یوې خوا په اصیل اسلام کی سیاسی جغرافیا ډیر ارزښت نلری او له بلی خوا طالب د سیاسی جغرافیا په سیوری کی خپل اهداف د تعریف وړ بولی چی پدې حساب باید طالب او د طالب فکری طرفداران زما فقیر دې پوښتنی ته جواب ووائی چی
    د سیاسی جغرافیا تر اعتقاد لاندی اصلاً د اشغالګر مذهبی او دینی او قومی هویت او ماهیت مهم نه دی بلکه خپله د اشغال مسئلی ته پام مهم دی
    بناً
    که طالب سیاسی جغرافیا ته اعتقاد لری
    نو
    د ناټو د اشغالګرانو او د پاکستانی پوځ او مُلا د اشغال تر منځ به هیڅ توپیر نه وی
    او
    که طالب سیاسی جغرافیا ته اعتقاد نلری او فقط د ددین او شریعت انفاذ په اسلامی هیوادونو کی غواړی نو شریعی او دینی مکلفیت او رسالت لری چی مثلاً په پاکستان کی هم جهاد اعلان کړی
    که څنګه؟

  3. غلام حضرت سیب
    خبره د جنګ درولو او دسولی راوستلو ده. ددی لپاره مونږ د دولت او دهغه دطرفدارانو دلنډ فکر کولو او یا بی فکری په هکله دلیل ویلی دی.
    زکات د تالبانو اصطلاح ده او تکس د خارجی ژرنالیستانو. مونږه په هغه کوم نظر ندی ورکړی.
    تاسو که صرف د زکات خبره کوی نو باید دننی اسلامی نړی نه خبر سی چه زکات ټولول په زیاتو دولتو کی حکومتونه ټولوی او د هغه عاید له تکس نه سوا زیات دی. په عمومی ډول هغه دولتونه رښتیا اسلامی بڼه نلری . بیا هم فتواوی سوی چی زکات دی ټول سی. یوازی عشر نه بلکه په نورو توکو او روزانه عاید هم زکات ښودل سوی.
    زکات یوه شخصی فریضه ده. تراوسه فقهاؤ دهغه لپاره ددولت شرطونه ندی مشروط کړی. دهغه شرطونه د مالدار، دمال، او دمال په اندازه یا دهغه په زمانه باندی ایښودلی سوی دی. زکات او جهاد ګډ شرطونه نلری.
    زه دتالبانو د زکات ټولولو او دهغه د مصرف په هکله خبر نیم. دا چه څومره زکات ټولوی او په څه ډول یی ټولوی او یا هغه په چا مصرفوی باید اول معلوم سی او بیا په هغه باندی تبصره وسی. دداسی مالوماتو د نشتوالی له کبله مونږه باید ساکت پاتی سو.
    تاسو د تالبانو د جهاد خبره کړی. نو پوه سه چه نن سبا په دی هکله دوه ډلی دی چه ضد او نقیض فتوای لیکی. مستعمراتی اداری او په مستعمراتو کی د استعمار ضد قوتونه.
    جهاد دری ډوله دی: د دفاع جهاد، د طلب جهاد او د فساد جهاد. اول په هرچا فرض عین دی دوهم فرض کفایه دی او دریم شاید جواز ولری.
    فرض عین جهاد هلته راځی چه د مسلمانانو ځمکی اشغال سوی وی. اشغال یی د کفری دولتو لخوا وی. دوهم جهاد تعرضی جهاد دی چه له اهل حرب سره دی او هغه داوسنی اصطلاح سره مطابق پری امپتیف دی. د فقهاوو فتواوی په دی هکله دی او د اول اویا اضطراری حالت په هکله ندی سوی. یعنی د امارت عظمی شرط نلری. د فساد په ضد جهاد هغه دی چه د منافقینو، د اهل بغی او نورو ډلو په ضد وی. دلته دوه حالته دی: د امام وجود او د امام ضعف. که امام متغلب وی نو دهغه تر بیرغ لاندی دا کار کیږی او که امام ضعیف او بی بندوباره وی نو بیا هغه ته ضرورت ندی لیدل سوی. د امام متابعت ترهغه واجب دی چه معصیت نوی، نو څکه د بی بندوباره دولت متابعت واجب ندی.
    اوس به ستاسو خبری راسو.
    البته د کفری اشغال په باره کی زه او غلام حضرت سیب مشکل ونلرو. خبره د تالبانو د دریځ ده. سرحدات د استعمار او د کفری ایدیالوجی د طرفدارانو محصول دی. اسلامی خاوری یوه خاوره وه. استعمار هند او چین پریښودل او مسلمانان یی ټوټه ټوټه کړل. په استعماری مدرسو کی تربیه سوی ناسیونالیستانو دا لانور هم پسی تقویه کړل. تربدو لا بده یو ټبر خلک د همدی ټبر له نورو غړو سره په همدی تحمیل سوی خطو وینی تویه وی او یا اشغالکونکی بولی. د مثال په ډول د سرخپوشانو موسس لوی هند غوښت خو پاکستان یی اشغالګر بالو. وروسته یی افغانستان د پاکستان په ضد هڅاوو خو چه موقع به یی وموندله نو بیا به یی افغانستان تخریبوو. هغوی له هندوانو سره مشکل نه درلود خو له افغانانو سره یی درلود. هغوی په هیڅ وخت کی د افغانستان د ازادی پلوی نه دی کړی. افغان ملت له اروپایی یرغل سره مشکل نلری خو په پاکستان به بیا یوه ورځ کرار نکینی. په دی هم پوهیږی چه د سرحد نه بر او لر به اکثره پښتانه مړه کیږی. د پاکستان په حکومت کی زیات پښتانه کار کوی. زه فکر کوم غلام حضرت سیب د داسی فکر بندی دی. اوس که تاریخ ته وګورو نو د یوی عادلی فرمولی لاندی افغانستان او پاکستان یو دولت جوړیدل مشکل نلری. خو که پاکستان متجاوز وی او ظلم یی صفت سی نو بیا د هغه په ضد به د ظلم ضد خبره وی او نه د اشغال.
    ایا تالبان باید په پاکستان کی جهاد اعلان کړی؟ غلام حضرت سیب قضاوت به تاسو ته پریږدو. که تاسو خپله تالبان سوی نو داسی کار به معقول وی او که ناپوهی؟ داسی غوښتنه فکر کوم د ناسیونالیستانو تظاهراتی خبره ده. د عقل خبره نده. ناسیولیستان به دا مشکل ولری. خو یو عاقل کس به دا کار ونکړی. اسلام د عقل دین دی او تر دی لاندی دضرر او شر د دفع کولو لپاره اصول سته. که یو کار د ډیر شر سبب کیږی نو هغه باید و نسی. په پاکستان باندی فتوا ایستل به د پاکستان شر ورک نکړی بلکه د افغانستان د اصلاح امکان به هم ورک کړی.
    غلام حضرت سیب که تاسو د افغانانو خیر غواړی د داسی خبرو تصور هم مکوی څکه دا به د پاکستانیانو د لا نور بدنیتی او دښمنی سبب سی او نتیجه به د افغانانو خواری وی. داسی خبری استعماری حلقی رواجوی او دهغوی د افغانانو ذلت مطلب دی او پوهیږی که تالبان داسی کار وکړی نو ددوی به پکی غوړی وی او د افغانانو سپوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب