دوشنبه, جنوري 18, 2021
Home خبرونه سیګار وايي، په افغانستان کې د امریکا له ۱۳۴ ملیارد ډالرو ۱۹...

سیګار وايي، په افغانستان کې د امریکا له ۱۳۴ ملیارد ډالرو ۱۹ ملیارده ضایع شوي

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۹) په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړی سرمفتش دفتر (سیګار) وايي، کانګریس له ۲۰۰۲ مالي کال څخه د ۲۰۱۹ تر دسمبره پورې افغانستان ته ۱۳۴ ملیارد ډالره تصویب کړي چې د هغو له منځه د نژدې ۱۹ ملیارد ډالرو هیڅ حساب نه دی معلوم.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر په یوه راپور کې ویلي«له دې ۱۳۴ ملیارد ډالرو څخه سیګار د نژدې ۶۳ ملیارد ډالره پلټنه کړې او په هغو کې ورته څرګنده شوې چې ۱۹ ملیارد ډالره یې یا بې درکه شوي یا وهل شوي او یا ضایع شوي دي.

سیګار په ۲۰۱۸ م کال ویلي و چې د ۲۰۰۸ او د ۲۰۱۷ د دسمبر ترمنځ یې د ۱۵ ملیارده او ۵۰۰ ملیون ډالرو د ضایع کېدو، وهل کېدو او بې درکه کېدو راپور ورکړی دی.

دا اداره وايي، د پیسو د ضایع کېدو یا بې درکه کېدو خبره په دې خاطر کوي چې هغه کار پرې نه دی شوی چې دا پیسې ورته ځانګړې شوې وې.

د سیګار مشر جان سوپکو وویل«موږ باور لرو چې د دغو هڅو پیسې ضایع شوې دي ځکه چې هغه پروګرامونه چې دا پیسې ورته ځانګړې شوې وې، بشپړ شوي نه دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمنفتش دفتر یوازې هغه پروژې یا پیسې څاري چې د امریکا حکومت په افغانستان کې لګولې دي.

1 COMMENT

  1. د مخکی نه صورت حال داسی دی چه امریکا نظامی تآسیسات د تخلیی نه وروسته په افغانستان کی تخریبوی ، خپل تجهیزات د پاکستان فوج ته سپاری او بیا وایی چه د امریکی کومکونه په افغانستان کی ضایع شوی ؟ د بیا رغونی کومی غټی پروژی یی چه په دغه ۲۰ کاله کی په افغانستان کی تطبیق شوی هغه یی هم به اول نرخ امریکایی او خارجی کمپنیو ته ورکړی . نو ددغه کومکی پیسو ډیره برخه په خپله د امریکا تر مدیریت لاندی ضایع شوی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب