سه شنبه, جنوري 19, 2021
Home مقالې سوله| حشمت ناصري

سوله| حشمت ناصري

څلوېښت کاله په افغانستان کې جګړه روانه ده؛ دې جګړې له افغانانو خورا ډېرې قربانۍ واخیستې او د دې قربانیو لړۍ لا روانه ده. تنکي ځوانان مو شهیدان، میندې کونډې، خویندې بې ورونه او لوڼې بې موره او بې پلاره شول. د یتیمانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، کورني اقتصاد نزولي حالت غوره کړی او د افغانانو ترمنځ د یوه ښه ژوند او برخلیک د درلودلو هیلې ورځ تر بلې مخ په کمېدو دي. 

سوله هغه مشترکه غوښتنه او هیله ده چې له څلوېښت کلونو راهیسې ټول افغانان ورته په تمه دي. واړه او زاړه، نارینه او ښځینه دې ته سترګې په لاره دي خو دا هیله د یوه خوب او خیال په توګه د ډېرۍ افغانانو په ذهنونو کې پاتې ده.

په افغانستان کې دوامداره جګړه ډېرۍ افغانان دې ته اړ کړل چې هغوئ نورو هیوادونو ته کډه شي او پر راز راز ننګونو سربېره د مهاجرت سختي شپې او ورځې هلته تېرې کړي.

څلوېښت کاله افغانانو د زړه ویني وخوړلې، هغوئ د هېواد دننه او بهر د دې نه ختمېدونکي جګړې له امله بې پته او بې عزته شول. څلوېښت کاله وړاندې د نړۍ هېوادونو افغانانو ته په درنه سترګه کتل او د یوه باتور ملت په توګه د دوی ډېر درناوی کاوه. د افغانانو د غیرت، مېلمه پالنې او وطن پالنې مثالونه به په ډېرۍ هېوادونو کې ورکول کېدل ان تر دې چې د افغانانو د ښه کلتور، رسوم او عنعناتو په اړه فلمونه او کتابونه لیکل کېدل. خو اوس قضیه بل ډول ده.

څلوېښت کلنه جګړه نه یوازې په اقتصادي لحاظ افغانان ډېر زیانمن کړل بلکې د یوه با ثباته او په ځان متکي نظام د جوړېدو پر وړاندې راز راز ننګونې او ستونزې راوپارولې. سربېره پردې چې افغانستان پرېمانه کرنیز تولیدات لري، کانونه لري، اوبه لري او د تولیدي او صنعتي فعالیتونو لپاره یو مناسب هېواد دی خو دوامداره جګړه د دې لامل شو چې افغانستان د نورو هېوادونو مالي مرستو ته متکي پاتې شي او د خپلو شتمنیو څخه څنګه چې لازمه ده استفاده ونکړي. په دې سره د بې وزلۍ کچه زیاته شوه او یو شمېر افغانان د دې لپاره چې ژوندي پاتي شي د نظام له مخالفینو سره یو ځای شول او جګړیز ژوند یې غوره کړ. دوی په کلونو له خپلو کورنیو او ماشومانو لرې پاتې شول او په دې کار نه یوازې دا چې د دوی مالي او اقتصادي ستونزې حل نه شوې بلکې د جګړې سکروټې لا تازه شوې او د نا امنۍ او بدمرغۍ لمنه لا پراخه شوه.  

سربېره پر دې چې پخواني نظامونو د سولې په راوستلو او ټینګښت کې هڅې وکړې خو دا هڅې بې پایله پاتې شوې.

په دې وروستیو کې د سولې خبرې یو ځل بیا تازه شوي؛ افغان حکومت او طالبانو د امریکې متحده ایالاتو په منځګړيتوب هڅه پیل کړې ترڅو دې ناورین ته د پای ټکی کیږدي. 

نن په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تاریخي ناسته ترسره کیږي. دا ناسته د افغانستان او افغانانو برخلیک ټاکي. دا ناسته په هېواد کې د اوسني او راتلونکي نسلونو لپاره یوه مهمه او با ارزښته ناسته ده. دې ناستې ته له ډېرې مودې راهیسې افغانان په تمه ول او د دې ناستې پایلو ته ټول هېوادوال لاس تر ځنې ناست دي. 

د ټولو هېوادوالو هیله دا ده چې د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونه دې باید ملي ګټې په جدي توګه پام کې ونیسي. د افغانانو غوښتنه له مذاکراتي ټیمونو څخه دا ده چې د خبرو پر مهال په هېواد کې سرتاسري سولې او افغانانو لپاره یو با عزته ژوند ته باید لومړيتوب ورکړل شي.

نن د ۳۵ میلیونه افغانانو برخلیک، ژوند او هیلې د دواړو لورو مذاکراتو پورې تړلي دي او د هېوادوالو غوښتنه دا ده چې دواړه لوري دې باید په پوره دقت او حوصله مندۍ خبرې وکړي او داسې پرېکړې دې ترسره شي چې پایله یې په هېواد کې یو با ثباته او په ځان متکي نظام جوړېدل وي.

افغانانو نور له جنګه ستړي دي، هیله ده چې د دې ناستې پایلې د هېواد ترقۍ، سوکالۍ او ښیرازۍ ته چې د ټولو هېوادوالو هیله ده، لاره پرانیزي.

1 COMMENT

  1. په دې لیکنه کښي نوي خبره نه تر سترګو کیږي. نو ځکه خوند او د لوستلو کښښ هم پکښي نه شو موندلای.
    دا خو د فیسبوک او راډیو ګانو ورځنۍ مکالمې دي چې ښاغلي حشمت ناصري یې یوه برخه راته لیکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب