Friday, December 4, 2020
Home سپورت سعودي کې د ښځینه فوټبال سیالۍ پيل شوي

سعودي کې د ښځینه فوټبال سیالۍ پيل شوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه وو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

دا سیالۍ چې د څو میاشتو له راپدېخوا د کورونا له امله ځنډېدلې وې د تیرې سه شنبې په ورځ په ریاض کې پيل شوي.

په دې لیګ کې ۲۴ ټیمونو او تر ۶۰۰ زیاتو لوبغاړو برخه اخیستې چې د اتلولۍ جام او ۱۳۳ زرو امریکايي ډالرو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ کوي.

ددغه لیګ تر څنګ په سعودي عربستان کې په روانه اونۍ کې د ګلف د ښځینه لوبو نړیوال ټورنمنټ هم پیل شوی دی.

سعودي عربستان په دې وروستیو کې د ښځو ازادۍ لپاره ګامونه پورته کړي چې په ژوندۍ بڼه په لوبغالو کې د لوبو لیدل، موټر چلول، له نکاح پرته له نارینه وو سره سفر کول هغه ازادۍ دي چې د عربستان میرمنې ترې نږدې کلونو کې برخمنې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د پښتو ژبدوديز(گرامري) حالتونه يا پښتونومپېرونه (اسمي حالتونه

پوهاند دوکتورم.ا. زيار اکسفورډ، ۳اگست۱۸ (The Pashto nominal cases) اوتريش مېشتی کامران منگل د نوي پښتني پښت له هغو ځوانو پوهنتوني زدکړيالو څخه بلل کېږي چې د...

بشپړه ښکلا | ساده حيدرخېل

د ښکلا له نوم سره مو سملاسي د ذهن سترګې پر يو ښکلي انسان لګېږي. خو داچې ذهن فردي دی نو د ښکلا خوښونې...

د ژبې دروندوالی (۵) نجیب منلی

په جمله کې د توکیو ترتیب --------------------------- آیا د ټولو کورنیو بهرنیو د پېښو د خپرېدو غوښتونکي یاست؟ دا اعلان د ورځې څو وارې پر یوه مهم...

د پښتو لنډه کیسه او اجمل پسرلی/طایرځلاند

د پښتو لنډې کیسې د څه باندې سل کلن تاريخ په اوږد کې ډير لیکوال تیر شوي دي خو دا چې کیسه لیکنه یې...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...

ولسمشر غني:د کورونا واکسین په تطبیق کې دې له افغانستان سره مرسته وشي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع ځانګړې ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه،...