یکشنبه, جنوري 24, 2021
Home ټولنیز زرتشتیزم. مزداایزم يا پارسیزم

زرتشتیزم. مزداایزم يا پارسیزم

از تاريخ کتاب اتنو- لنگوېستيک تباری ـ زبانی
نویستده: پوهاند مجاور احمد زيار

برگردان از پشتو به پارسی دری: س  سيلنی

زرتشتیزم Zoroatrism, Zoroatrianism ، مزداایزم Mazdaism يا پارسیزم Parsiism

اين دين هر چه بیشتر به منزلۀ دینی یکتاپرستی یا همان وحدانیت monotheistic) ) آریانی به اثبات رسیده که از سوی زرتشت به صفت پیامبر آن در پایان سده هفتم  و آغاز سده ششم پیش ترسایی  بنیانگذ اری شده است .  چنانچه در پارۀ پيش يادآورشديم، بخش اصلی کتاب  مقدس (اوستا) زير نام ((گاثاها))به شخص خود زرتشت منسوب بوده و بخش نسبتا تازۀ آن زير نام ((او ستای جوان)) از سوی موبدان در ادوار مختلف تاليف گرديده است؛ مسئاله يی که در دين عيسا يی نيز به وقوع پيوسته، يعنی حوارين مربوط بر اصل کتاب مقدس انجيل پيهم افزوده اند، تا که  مارتين لوتر ۵۰۰ سال پيش که برگردان هرچه دقيقتر يونانی و لاتين از اصل متن عبری آن  به زبان جرمنی ترجمه کرده،  برآن همه چرند ها ساخته و بافتۀ  کليسايی سده های میانی عیسایی را خط بطلان کشيد.

به هر روی، تمامی نوشته ها و برگردان های وابسته به (اوستای جوان) به زبان و خط (دين دبيرۀ) پهلوی را “زند Zend”   نامیده و شرح و تفسير را زير نام پازند Pazend  گرد آورده اند. ، به همین سبب  نويسنده گان غير آریانشناس اوستا را  به نام (زند) و(زند- اویستا )می نامند!

زرتشتېزم يا کيش زرتشتی  براساس تفکر متافزيکي مبارزه دایمی بین خدای بزرگ، آهورامزدا، و آهريمن Ahriman ( شیطان ) استوار است. آهورا خدای آفرينش، روشنایی  و نیکویی ، و  اهر يمن روح سیاه و بدی شمرده می شود . این دین دارای بلندترین کود ارزش های اخلاقی بوده و ازسوی خاورشناسان یکی از ادیان واحد آسمانی ارزیابی شده است که بالای ادیان سامی تاثیر ات و اثرگذاری اش را به جا گذاشته است . نخستین زنده گی شهری با همین دین آغاز گردیده است و از سکايی ها تا همه قوم های کوچی  آریانی را به آن تشویق نموده است .

مزدایيزم در اصل یک دین سیکولر(Secular)   بوده، و زرتشت  پیروانش را در زمينۀ رسم و رواج به شمول آتش پرستی دوران پیشین قیودی مستقیم وضع نکرده،  بلکه خود بيزاريش را ازآن ابراز نموده است. (بریتانيکا).

به رویت گاثاها ، مردم آزاد هستند تا راه مطلوبی به خود بیابند، بدون آن که امر و نهی مستقيمی در برابر آن ها وجود داشته باشد .زرتشت  تنها از چیز های دوری جسته که به رسم و رواج های خرافی ، انحرافی و مضر متوسل می شدند . چنان که زرتشتيان پسان ها زیر تاثیر دین سابقه  ميترا mitra  ریختاندن خون چهار پا یان قربانی شده را بر زمین به خاطر  شادابی و شگو فایی مروج کردند و غیره …. (برای روشنی بیشتر : ساسانفر ، صفحه ١٥٨). (کردارنیک ، پندار نیک و گفتار نیک) یکی از سجایای رهنمود دهنده دین مزدایی پنداشته می شود. ساسانی ها افزون بر میترایزم ، زوروانیزم و مانیزم يا ما نیکیزم manichaism را هم بعد ها به زر تشتېزم پيوند داده و با این عملکرد شان آن دین مزدایی پیشین را با عقیده ها ، کجروی ها و بينش های گوناگونه مبتلا ساخت. (همان اثر ص ٦٦ و ٧٢ ، هم چنان آريا همايون صفحه های ٢٥٣-٢٥٨ ، خانک عشقي ص ٢٣١-٢٣٥). این که براندنشتا ين (١٥٤) ويشتاسپه vistaspa- را پدر  داريوش شناسانده و  امروزه ایرانیان  از او گشتاسب پدر کوروش ساخته اند ، شاید با آن ويشتاسپه تفاوت داشته باشد که در همسایگی باختر یا سرزمین مربوطه “خوارزم” ( ٥٨٨ پیش از عیسایی) پادشاه حامی زرتشت يادآوری شده است، زیرا خاندان شاهی اسپه بر اساس اثر کهزاد (٢٤٥)  مربوط به باختر بودند و بر يتانيکا ( جلد١٢  ص ٩٣٤) هم این ويشتاسپه را زمامدار خوارزم  ذکر نموده است*. همین گونه دین مزدايي را داريوش اول در جنوب غرب، رسمیت بخشیده بود و بعد ها  جانشینان ساسانی اش تا پایان (٣٣٠-٥٥٩پیش از عیسایی) آن را به مثابۀ دين رسمی شان استحکام بخشیده اند. تا که با استقرار  دين اسلام در آريانزمين از رسمیت افتاد ، و اکثریت رهروانش  به هند کوچیدند .

* بايد افزود که  من در روشنی لکچرنوت های در زمينه از استادنامدار آريانشناسم ژارژ ردار در سال های(۱۹۶۶-۱۹۷۲) تحصيلي ام در پوهنتون برن سويس  مبنی بر اين که ويشتاسپه زمام دار و قبيلۀخوارزميان خود منسوب به زرتشت بوده و  گويندگان زبان اوستا  شمرده می شوند. در حا لی که دومين شاخۀ  باکتريا يعني سکايی ها تا دوصد سال از پذيرش فراخوان زرتشت و دين آهو رايی اش به دور ما نده  اند؛ البته زبان خوارزمي  تا دورۀ ميانگين آريانی، همراه با اهل خوارزم يگانه خلف الصدق آيين و زبان اوستايی شان بوده اند[ زیار ].

* آقای رهپوی طرزی ديدگاه  انتقادی  ازمنوچهر يکی از نويسندگان ديگر ايرانی در  زمينه ارايه دا شته، می افزايد که گويا  زرتشت، انحرافی را در فکر مردم به وجود آورد زیرا آنان را به پر ستش آهورامزدا کشاند. در حالی که پیش از او در باور های میترایی پدیده های هستی، سرشتی و طبیعی مانند خورشید، آب، کوه وجنگل نیایش می شدند. طرزی ضن تاييد  منوچهری، به اين باور است در آن گاه حتا همین دریای هلمند مانند گنگای هند ـ نیایش می شده است. که این در ست زمانی بود که دوران میوه چینی و علفخواری پایان یافته و دور شکار و بعد کشت آغاز گرد ید. این سروده ها که بعد به نام زرتشت، به ویژه از سوی ساسانیان در خط ایدیو لوژی بزرگنما یی خویش، سکه زده شدند. در اصل سروده های دهگانان که اکنون نقش مهم را برای تولید کشت داشتند، می باشد. از این رو در این سروده ها زمین، خورشید و حتا گاو، نقش ویژه و برتری دار ند. این آهورامزدا خود با خود خواهی گفته است٫٫ من تابستان را خلق نمودم و شیطان زمستان را،، این تنها نگاه روشن به زمین و کشت دارد! چرا ما در گذشته دو جشن نوروز و مهرگان داشته ایم، زیرا اولی آغاز کشت ودومی برداشت حاصل زمین اند. طرزی

من نيز به نوبۀ خويش در حالی که  ديدگاه هردو نويسنده را در مورد زرتشت و دين مزدايی تاييد نموده،ولی  می افزايم که بر مبنای ماترياليزم تاريخی  همه اديان خاستگاه، سير تکاملی، خرافی  ويا هم نزولی مشابهی را داشته اند!

آر پښتو متن

۲۳- پړوکی. آره پښتو بڼه: [پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې له ساکي مخينې سره ]

زرتشتېزم Zoroatrism, Zoroatrianism، مزدايېزم Mazdaism يا پارسيېزم Parsiism

دا له آره يوگروهى يا يوڅښتنى (monotheistic) زباد شوى آريانى دين دی چې زرتشت يې د اومې په پاى او د شپږمې مز. پېړۍ په سرکې د آرياني پېغمبر په توگه بنسټ ايښى دى،د سپېڅلي کتاب (اوېستا) تازه برخه يې د اړوندو دينښووانو (موبدانو) له خوا ويل شوې ده. د ټولې اوېستا پهلوي ليک آړه او ژباړه “زند Zend” نومېږي او شننه سپړنه يې (شرح او تفسير) يې پازند(- Pa zend)، له همدې کبله له آريانپوهانو او بيااوېستاپوهانو پرته عام خلک اوېستا ته (زند) يا (زند- اوېستا) هم وايي. زرتشتېزم د يوه پنځباندې (مېتافزيکي) لوى خداى آهورامزدا او آهريمن Ahriman (شيطان) ترمنځ دتلپاتې جنگ جگړې پراندتوگه ټيکاو لري.آهورا د پنځون (خلقت)، رڼا او ښېگڼې خداى دى او اهريمن د تورتم او بدگڼې استازی.دا دين د يوه خورا لوړ لوښغونډ (اخلاقي کود) لرونکى دى او د ختيځپوهانو پر اند و واند د نړۍ تر ټولو لومړى يوگروهي (اسماني دين؟ ) دی او پرسامي دينونو يې پوره پدل واغېز ښندلى دى. لومړى ښاري ژوند  په باکتريا (بخد يانا) کې له دغه دين سره پيل موندلى او تر ساکانو پورې يې ټول آرياني  او زموږ ساکي کوچاني ټبرونه ورهڅولي دي. مزدايېزم له آره يوسېکولر دين وو. زرتشت خپل لاروي په دودونو جالونوکې کې ازاد پرې اېښي او کوم (سيده) بندېز يې پر.ې نه دى لگولى .که څه هم د زاړه مهال اورپښتۍ (آتش پرستۍ) ته يې هم پايښت وربښلى دى (برېتانيکا، اړونده سکالو).

د گاثاوو له مخې وگړي ازاد دي چې ځانته غوره لار وپلټي، بې له دې چې په وړاندې يې کوم امرونهي ټيکاو ولري. زرتشت يوازې له هغو بېزاري ښوولې چې زاړه ناوړه دودونه، کږني او انگېر نې پالي. لکه راروسته چې زر تشتيانو د پخواني ميترا mitra دين تراغېز لاندې د څارويوو بلها ري کول او د ښېرازۍ او سمسورۍ په انگېرنه يې وينه پر ځمکه پاشل دود کړي ول او داسې نور. (زياته څرگندتيا: ساسانفر ١٥٨ مخ). (نېک پندار، نېک گړهار او نېک کردار) د مزدايي دين له بنسټيزو لوښيو(اخلاقو) او لارښوونو څخه گڼل کېږي. پر مېتراييزم سربېره زوروانېزم او مانېزم يا مانېکېزم manichaism هم راروسته د ساسانيانو له خوا په زر تشتېزم کې راگډ شوي او له دې سره يې هغه پخواني مزدايي دين له راز راز گروهو، کږنو اوانگېرنو سره اخښلى رااخښلى دى. (هماغه اثر ٦٦ او ٧٢ مخونه، همدا رنگه آريا همايون ٢٥٣-٢٥٨ مخونه، خانک عشقي ٢٣١-٢٣٥ مخ). دا چې براندنشتاين (١٥٤) ويشتاسپه vistaspa- د داريوش پلار ښوولى او ايرانيانو ترې د خپل ړومبي واکمن  کوروش پلار(گشتاسب) جوړ کړى، ښايي له هغه ويشتاسپه سره توپير ولري چې د باختر په گاونډه يا اړونده سيمه “خوارزم” کې (٥٨٨م ز) د زرتشت ملاتړى پاچا ښوول شوى دى، ځکه اسپه شاهي کورنۍ د کهزاد (٢٤٥) له مخې په باختر ي ټولواکمنۍاړه در لوده او بر يتانيکا (١٢ ټوک ٩٣٤ مخ) هم دغه ويشتاسپه د خوارزم واکمن ښوولى دى. مزدايي دين  سوېل- لوېديځ خواتهته لومړي داريوش رسمي کړى وو او او زموږ سکه نيکونه يې بېخدايه (اپگه) بلل چې راروسته ترې (اوگان، افغان)  جوړ شو. ورپسې يې ځايناستو ساسانيانو دغه دين تر پايه (٣٣٠-٥٥٩م ز) راټينگ کړ او دخپل رسمي دين په توگه يې ورته وده او پراختيا ورکړه. تر څو  د اسلام له راتگ  سره له رسميته ولوېد، ډېری لارويان يې هند ته ولېږدېدل او يوه لږکۍ ډله

يې په ايران کې تر اوسه  پاتې ده او تلبلاند اور يې هغسې ټينگ او ترينگ ساتلی دی.

4 COMMENTS

  1. پہ زرتشتیزم کى دوہ تورى
    1 آھورامزدا معنا خدائ پہ پشتو کى ھورامژہ ،
    2 آرھیمن معنا شیطان پہ پشتو کى آرھمونئ ،
    دا دوہ تورى اوس ہم د بلوچستان پہ پشتنى سیمہ
    کى پہ خاسہ د موسى خیل او سنزرخیل پہ لویو
    قامونو کى دا دواڑہ تورى کٹ مٹ پہ آغہ معنا
    استعمالیژى ۔مننہ

  2. زما په خیال کی زردشتی دین اریایی دین دی. هغه ویلی سو هم قبیولوی وی او هم فلسفی. مثلا د اور پرستی او د غواوو او اوبو تقدس یی قبیلوی شکل ولری او د توری سپینی دایمی جنګ یی فلسفی بڼه وی.
    اریایی ادیان د وخت په تیریدو سره تغیر کړی چه هندو او بودایی دینونه یی اخرنی غټ دینونه بلل کیږی.
    مونږه د زردشتی او هندو دینو زیات شباهت پیدا کولای سو. اویستا که څه هم په هندوانو بد وایی خو بیا هم له هغه سره ډیر ګډ مفاهیم لری. تاسو د ایرانویجه په هکله د جنوبی او مرکزی افغانستان د سیمو بیان ووایی.

    د پښتنو لپاره: بخدیانه= پښتانه؟ یا بکتریا: ایا باکتریا د باختر سره تعلق لری او که له پکت سره؟ که باختری ځمکی غربی ساحی وی نو شرقی ساحی چیری دی؟
    وایی پښتانه نا معلوم او یا یهودی ټبر دی. نو د (ادر) او (اتش) او (اور) مصدرونه بیا څوک ډیر اریایی ښیی؟

  3. د محمد اکرم خان خبری زه د ارمونی مانا ته متوجه کړم. زمونږ خلک حرامی یا د زنا نه زوکړی کس ته ارمونی وایی او یا یو چلباز او بدکاره ته. زمونږ په سیمه کی هم موساخیل سته خو د ارمونی ټکی د هغوی خاص ټکی ندی. ما فکر کاوو چه دا به عربی ماخذ لری؟ مګر د اکرم خان خبره شاید سمه وی: ارمونی له حرام نه اخیستل شاید مشکل وی، اما اهریمونی په اسانه ارمونی ته اوړیدای سی او دهغه مخفف یی بللی سو.
    اکرم خان سیب ستاسو له پوهونی نه مننه. تابع یو.

  4. سلام
    پندار نیک ،ګفتار نیک وکردار نیک
    صادره او وارده کاتب او کتابت دافغانستان په حکومتی سیستم کې لږ سابقه لری وایی چې یوه دوه کاتبان ناست ول اوله یوه کتاب څخه یی بل کتاب(صادره او وارده) ته نومونه موجودی کول .په دې وخت کې د سرګین بای له نوم سره یوکاتب مخامخ شوی دې بل نه یی پوښتنه کړېده چې زه خو په سرګین بای پوه نه شوم چې څه مانا لری یوه خبره اوبل داچې ښه نه لوستل کیږی دې بل کاتب مخ ورته رااړولی وایی یاره مه پسې ګرځه برو نوشته اش کو: ګوی درګو!
    ویکی پیدیا هم کله داټکل غونډاری ولی ډیری فارسی ژبی الف نشی تلفظ کولی او ها وایی ډیری پښتانه دف اوپ ترمنځ توبیر نشی کولی . ډیری فارسی او پښتانه ح ته خ وایی یا الف . داسمه ده چې زرتشتیان دې سیمه کې حاکم ول اما داسلام له راتګ سره دژبې فرهنګ ډېره پراختیا وموندله نه یوازې پښتو ژبه بلکې ددې سیمې ټولو ژبو ته بشپړ فرهنګ راوړی . دپندار،ګفتار،اوکردار خبره دسعدی ده نه د زرتشت . دتهران پوهنتون په دې برخه کې علمی اوژبنی لرغونی اثارلری.تخت جمشید کې چې داصفهان او شیراز ترمنځ پروت دی ژوندی تار یخ لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب