Wednesday, November 25, 2020
Home کالمونه جنرال وزیري زاهد او شیطان| جنرال دولت وزیري

زاهد او شیطان| جنرال دولت وزیري

یو زاهد او پرهیزګاره سړی په یوه غار (سمڅه)  کې په عبادت بوخت وو. هره ورځ به ورته شیطان راتلو او ده ته به يې د خپلو خبرو د منلو دعوت ورکاوه. ده به د شیطان نه منله. یوه ورځ شیطان ورته وویل: که مې کافر له دنیا تیر نه کړې بيا به زه د شیطان زوی نه وم.

په دې وخت کې د سيمې د حاکم لور ناروغه شوه، د ډاکټرانو په درملو چاره ونه شوه.

شیطان د ښه سړي په لباس کې حاکم ته ورغی او ورته يې وویل:

«لور دې هغه زاهد ته چې په سمڅه کې اوسیږي بوځه. د زاهد په دم او دعا به ستا لور ښه شي.»

حاکم لور زاهد ته ور وستله. زاهد ورته دم دعا وکړه جلۍ جوړه شوه. څه موده وروسته بیا جلۍ ناروغه شوه شیطان بیا حاکم ته ورغی او ورته يې وویل چې لور دې دا ځل د څو ورځو له پاره د زاهد سره په سمڅه کې پریږده. د څو ورځو تر دم او دعا وروسته به دې لور روغه رمټه شي.

حاکم لور زاهد ته ور وستله او هلته يې ور سره پریښوده. څه موده وروسته جلۍ له زاهد څخه حامله شوه. زاهد حیران شو چې اوس څه وکړي. شیطان په بدله جامه کی ورته راغی او ورته وویل: چې جلۍ مړه کړه، پلار ته به يې ووايې چې له ناروغۍ څخه مړه شوه.

زاهد همداسې وکړل. کله چې حاکم د لور پوښتنې ته راغی ويې ليدل چې لور يې مړه شوې ده او زاهد ورته وویل چی د ناروغۍ له وجې مړه شوه.

حاکم د زاهد خبره ومنله او لاړ. شیطان حاکم ته ورغی، ورته يې وویل چې لور دې زاهد ووژله که نه يې منې مړي يې وګوره.

حاکم د لور مړی وکوت په رښتیا چې وژل شوې وه. زاهد يې دار ته پورته کړ، رسۍ يې په غاړه کې ور واچوله. په دې وخت کې شیطان راغی زاهد ته يې وویل چې اوس هم وخت لرې، ماته سجده وکړه زه به دې خلاص کړم.

زاهد وویل په غاړه کې مې رسۍ ده، سجده نه شم کولای. شیطان ور ته وویل چې د سر په اشاره سجده وکړه. تش په نامه زاهد د سر په اشاره شیطان ته سجده وکړه. په دې وخت کې رسۍ هم کش شوه او زاهد شیطان ته د سجدې له امله کافر له دنیا تیر شو.

«د خدای له پاره د شیطان مه منئ، خپل هیواد د شیطان په خوله مه ورانوئ او خپل ورور د شیطان په لمسون مه وژنئ. شیطان ستاسو دوست نه بلکې ستاسو قسم خوړلی دښمن دی. د شیطان منل د لوی خدای ( ج ) سره دښمني ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پښتو لیکدود| پروفیسور عبدالخالق رشید

درشادپوهنې کلنی لکچ :  دعلامه رشاد د پنځلسم تلین په درشل کې  بسی دورباید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر            په دي ورځو...

یو خوب | هیله پسرلی

 د شپې دوه بجې دی. زرغونه خوب ویني: لوی تالار، له خلکو ډک... جګ بوټونه، اوږد کمیس، تکې سرې شونډې، لنډ ویښتان، دا د...

ساعت | لیکواله:صفیه وردګ

میرویس په بل اړخ شو.اسوېلی يې وکیښ. خوب نه ورته.د مخامخ ساعت شوبینۍ وخت ښکاراوه،څه باندې درې بجې وې.له بسترې راپورته شو.لاس يې یوې...

کب/ اجمل پسرلی

د سیند اوبه ولاړې ایسیدې، خو یو نیم خلی چې به باندې راښکاره شو، پوه به شوې چې درومي. ادم لکه همدا اوبه غلی و،...