شنبه, جنوري 16, 2021
Home + روزا پارکس؛ هغه مېرمن چې د تور پوستو عدالت‌غوښتنې بېلګه وګرځېده

روزا پارکس؛ هغه مېرمن چې د تور پوستو عدالت‌غوښتنې بېلګه وګرځېده

ضمیر ساپی

د امریکا تور پوستو د مبارزې په تاریخ کې د ډېسمبر لومړۍ نېټه یو له مهمو ورځو څخه ګڼل کېږي، ځکه په دې ورځ د روزا پارکس (Rosa Parks) په نوم یوې مېرمنې ظاهراً ساده مدني اعتراض پیل کړ چې وروسته د مارټن لوتر کېنګ په رهبرۍ د تور پوستو مدني حقونو په ستر خوځښت واوښت او دې مبارزې په امریکا کې د توکم‌پالنې قوانینو ته د پای ټکی کېښود.

د ۱۹۵۵ مېلادي کال د ډېسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا الاباما ایالت په مونګومري ښار کې «روزا پارکس» ستړې او ستومانه له کار ځایه په بس کې سپږېږي. د هغه وخت قانون له مخې، په عامه ټرانسپورټ کې د سپین پوستو او تور پوستو څوکۍ جلا وې، تور پوستي اړ وو چې د بس په وروستیو څوکیو کې کېني.

روزا پارکس په دې ورځ له سپین پوستو شاته، خو د تور پوستو څوکیو په لومړۍ لیکه کې ناسته وه چې له څو تم‌ځایونو تېرېدو وروسته یو سپین پوستی بس ته راپورته کېږي، خو په بس کې د سپین پوستو ټولې څوکۍ ډکې دي، په دې مهال کې موټر چلونکی له تور پوستو غوښتنه کوي چې د لومړۍ لیکې څوکۍ نوي راپورته شوي سپین پوستي ته خالي کړي.

دوه تور پوستي کسان چې د روزا پارکس تر څنګ ناست وو، له خپلو څوکیو پورته کېږي، خو روزا پارکس د دې انساني ضد کلتور پر وړاندې مقاومت کوي او د چلونکي له ټینګار سربېره له خپلې څوکۍ نه پورته کېږي. د روزا پارکس دې کړنې پر خلاف پولیسو ته خبر ورکول کېږي چې په همدې ورځ هغه د نیول کېدو سربېره جریمه کېږي.

خو د هغې دا ستره مېړانه ډېر ژر رسنیزه کېږي، مړه وجدانونه راژوندي کوي او په امریکا کې پراخ لاریونونو ته لار هواروي چې د پر له پسې یو کال مبارزې په پایله کې د تور پوستو او سپین پوستو تر منځ د بس د څوکیو بېلوالی غیر قانوني اعلانېږي.

دا د تور پوستو د مبارزې لومړنۍ لاسته راوړنه وه چې وروسته د مارټین لوتر کېنګ په مشرۍ دا مبارزه په ټوله امریکا کې پراخه او سراسري شوه. د تور پوستو د پاڅون په پایله کې، په ۱۹۶۴ مېلادي کال کې مدني قانون تصویب او په امریکا کې هر ډول توکمیز تبعیض منع اعلان شو.

د تور پوستو له دې خوځښت وړاندې، د امریکا په ډېرو ایالتونو کې د تور پوستو پر خلاف سخت او جابرانه قوانین نافذ وو. تور پوستو په جلا ښوونځیو کې زده‌کړې کولې، په هغه پارکونو کې چې سپین پوستو ته ځانګړي شوي وو، تور پوستو ته د ورتګ اجازه نه ‌وه، د سپین پوستو رسټوانونو ته دننه کېدای نه‌شول، ان تر دې چې په ډېرو ځایونو کې د سپین پوستو او تور پوستو لپاره زینې او د اوبو نلونه جلا جوړ شوي وو.

روزا پارکس چې د تور پوستو حقونو او عدالت غوښتنې لپاره یې لومړنۍ څپې په خوځښت راوړې وې، په ډېره کمه موده کې نړیوال شهرت وموند. نوموړې په همدې مېړانې سره د توکم‌پالنې پر ضد یوه نړیواله بېلګه وګرځېدله چې وروسته د امریکا د کانګرېس له لوري ورته «د خپلواکۍ خوځښت مور» لقب هم ورکړل شو او ګڼ شمېر نورې ډالۍ یې هم تر لاسه کړې.

کله چې هغه په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې ومړه، د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تور پوستې مېرمن شوه چې د امریکا پلازمېنې واشنګټن د کپیټل هېل په ودانۍ کې یې ښخه کړه.

که څه هم د بارک اوباما په وخت کې امریکا د لومړنۍ تور پوستي ولسمشر شاهده وه، خو په دې هېواد کې ځینې وخت د تور پوستو پر وړاندې ستم او بې‌عدالتي لا هم پر ځای پاتې ده چې د تېرو څو پر مهال د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د تور پوستو قهرجنو پاڅونونو شاهدان وو.

همداراز، د روان ۲۰۲۰ مېلادي کال د مې میاشتې په ۲۵مه نېټه د امریکا په مېنې‌پولېس ښار کې د جورج فلویډ په نوم یو تور پوستی د جعلي پيسو په تور د یوه سپین پوستي پولیس له لوري وروسته له هغه په روغتون کې ساه ورکړه چې پولیس یې په ستوني زنګون ایښی و. له دې پېښې وروسته له تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل شول. لاريون کوونکیو د پلازمينې واشنګټن په ګډون ځينو ښارونو کې موټر او ودانۍ وسوځولې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ياد لاريونونه ترهګريز فعايلتونه وبلل، خو وروسته ارام شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب