پنجشنبه, جنوري 21, 2021
Home + د ښوونځیو د درسي مضامینو لوی شمېر- تاوانونه او حللار یې

د ښوونځیو د درسي مضامینو لوی شمېر- تاوانونه او حللار یې

دویمه برخه:

لیکوال:‌ ډاکټر عطاالله زيارمل

ب: بل تاوان یې دا دی، چې زده کوونکي له مجبورې ورځې ځینې مضامین لولي او هغه هم د دې لپاره چې په هغه اړوند مضمون کې ناکام نه شي. نو کله چې زده کړه د امتحان لپاره تر سره شي او د زده کوونکو شوق او علاقه ور سره نه وي نو په هغوی کې د ابتکار او نوښت قوه کمزورې کېږي او یا هم له منځه ځي، همدا علت دی چې ډېر مبتکرین د نورې نړي څخه دي او هغه هېوادونه چې تعليم یې د وخت له اړتیاوو سره ښه برابر نه دی هغوی بیا د مستهلکینو په کتار کې ناست نورو ته انتظار باسي. ښه مثال یې د کرونا وبا پر مهال د خلکو او هېوادونو غبرګون و.‌ که څه هم وبا یو لوی ناورین بلل کېږي خو ځینو خلکو او هېوادونو ته یې یو لوی درس ورکړ چې کوم شیان باید په راتلونکي کې په نظر کې ولري او کوم هغه د داسې شرایطو د مقابلې نه وو. تاسې به ليدلي وي چې د کرونا وبا د درملنې په برخه کې د مختلفو هېوادونو غبرګون جلا و. اوس ټولې نړۍ ته په زبات ورسېدله چې تعليم د چا او څنګه ګټور ثابتېدی شي؟ یو ترکی له خپل هېواده لېرې په دې وتوانېده چې لومړی واکسین جوړ کړي،‌ خو په خپل هېواد کې یې تر اوسه د داسې کړنو څرک نه تر سترګو کېږي. لوی علت یې د تعلیم د کچې ټیټوالی او یا هم تعليم د ورځني ژوند د اړتیاوو سره نه غاړې غړۍ کول دي.

د دې ستونزې د حل لپاره په لاندې ډول وړاندیز کېږي، چې هيله ده زموږ د ښوونې او روزنې چارواکي او متخصصین هم له دې حالاتو څخه زده کړه وکړي او په راتلونکي کې د نصاب په جوړولو او د مضامینو په شمېر کې داسې تغیر راولي چې نه سیخ سوځېدلی او نه هم کباب. زما وړاندیز دا دی چې د زده کړو د ښه مؤثریت لپاره دې د ښوونځیو د تدريسي مضامینو شمېر په دې ډول را کم کړي، خو په اصل کې دې ټول شته مضامین په مختلفو نویو نومونو لاندې ترتیب کړي:

د نصاب د کتابونو په اړه یو نظر | ډاکټر عطاالله زیارمل

1.      دینیات: ټولې ديني زده کړې د یو مضمون په حیث.  دلته ممکن ځینې بدګمانه هم پیدا شي او فکر وکړي چې دغه وړاندیز ممکن د ديني زده کړو د قصدي کمېدو لپاره یوه هڅه وي. نه، داسې نه ده بلکې اوسنی شکل یې چې ټول مضامین په کې تدریسېږي، سم نه دی او باید ښوونکی او زده کوونکی مناسب وخت ولري چې اغېزمنه زده کړه تر سره شي. موږ باید د زده کړو د مؤثریت او ښه کیفیت لپاره فکر وکړو نه د کمیت لپاره.

2.   رياضي: (حساب، الجبر، هندسه او مثلثات)

3.    اجتماعیات: (تاریخ، جغرافیه، جیولوژي، وطندوستي، مدني او ښاري ژوند)

4.    تخنیک: (کمپیوټر، فزیک او ټکنالوژي)

5.    ساینس: (بیولوژي او کیمیا)

6.   د هېواد رسمي او ملي ژبې (پښتو او دري)

7.  د اختیاري مضمون په حیث: یوه بهرنۍ ژبه (عربي، انګليسي، جرمني، فرانسوي، چینايي او داسې نورې ژبې)

په دې ډول به موږ وکولی شو پر خپلو شاګردانو او ماشومانو د زیاتو مضامینو لوی بار را کم کړو او هم به د هغوی د لا تشویق سره مرسته وکړو چې په ښه زړه زده کړه وکړي.‌ په دې کار سره به له یوې خوا د هر مضمون تدریس ته پوره وخت ورکړل شي او له بلې خوا به د تعليم په کیفیت باندې ډېره مثبته اغېزه وکړي. دا هغه لارې چارې دي چې نوره نړۍ یې کاروي او ښه ګټه یې ترې اخیستې ده. همدا علت دی چې له نورو هېوادونو څخه په کال کې ګڼ شمېر بهرنیان لویدیځ ته د لوړو زده کړو لپاره ځي او لوړ فیسونه هم ورکوي. له بده مرغه،‌ زموږ په هېواد زیات کوښښ د زده کړو په کمیت کېږي،‌ خو متاسفانه کیفیت او مؤثریت ته یې تر ډېره حده پام نه دی شوی او نه کېږي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    داکتره کومو ټکوته چې تا اشاره کړې ده بنسټیزه اړخ لری خوله تعلیمی نصاب څخه مخکې دحکومت اصلاح ته هم ډیره اړتیا ده ځکه چې
    دزده کړو دسبلین له همدې ځا ی نه سیاسی کیږی اواداری برخې یې دلته مستقیما لاس لری په اداره کې چې بیا پاو کم ،چارک کم د تېښې او شیشې او ارې څښتن مړی ګونګ ناست وی نو راځه پوره کړه
    بل ستر خنډ زموږ دتولنې یو شمیرهوسی احساساتی هله مه برېږدی هغه تورریاکاران لافوکان او باټوګان دی چې هرڅه کوی… نو خکه وایی :نوبت زهد فروشان ریارکار زشت
    وقت شادی وطرب کردن رندان برخاست
    ظهرالفساد فی البر والبحر

    • مننه شریف زاد صیب، ډېرو ښو ټکو ته مو اشاره کړې ده.‌د نظر له شریکولو څخه یوه نړۍ مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب