چهارشنبه, جنوري 27, 2021
Home + د پسرلي د یو څو ګلونو ننداره| نورالله غازي

د پسرلي د یو څو ګلونو ننداره| نورالله غازي

د بشر له پيدا کیدو سره سمه مینه هم وزیږیده، یانې د مینې احساس له فطرته انسان سره ملګری دی، مینه په ژوند کې ښکلا او خوښي پیدا کوي، مینه د ژوند د اننکیو وینه ده. خو کله چې په انسان کې د حسد او کینې فتنه راولاړه شوه، نو د خونریزۍ په خطرناک رنځ اخته شو چې ژوند یې بدمرغه او د ژوند په اننګو کې وینه وتښتیده:
چې بشر راغی نو مینه راغله
د ژوند په مخ کې څه وینه راغله
حیف چې پيدا شو د خونریزۍ رنځ
فتنه له رشک او له کینه راغله.
د مړو او ښکلیو سترګو ښکلا هغه څوک حس کولی شي چې فکر یې روڼ وي او کوم رنځ و نه لري، که چیرې فکرونه رنځور شول، نو ولس هم ورسره رنځورېږي، چې بیا د رنځور ولس علاج په اسانه نشي کیدای. شاعر وایي چې بيمارې (مړې) سترګې زړونه زخمي کوي، چې دا خوندوره بیماري ده، یانې د مینې بیماري، خدای دې یې زیاته کړي، خو رنځور فکرونه ولس رنځوروي، د حسد او کین په خطرناکه رنځ یې اخته کوي، شاعر یې ورکیدل غواړي:
بیمارې سترګې زړونه ناسور کړي
رنځور فکرونه ولس رنځور کړي
ها بیماري دې وي تل او ډېره
دا رنځوري دې رب په ضرور کړي.
که چیرې دا له مینې منکر زړونه مینه راخپله کړي، نړۍ به ټوله لیلا لیلا شي، لکه مجنون چې د لیلا د کوڅې د سپي سترګې ښکلولې او فرهاد د شیرینې د خپلولو لپاره د ډبرین غره سوري کولو ته ملا وتړله، همدا رنګه که چیرې ټول زړونه مین شي، نو ټوله دنیا به په یوه ښکلې لیلا او شیرینه بدله شي. هر کار به د بل انسان د خېر لپاره کېږي:
مینه که زړونو سره پخلا شي
نړۍ به درسته لیلا لیلا شي
هره یوه تیږه به وي شیرینه
نړی به درسته ښکلا ښکلا شي.
دا چې انسان له کومه راغی او له پیدایښته مخکې چیرته و او له مرګه وروسته به بیا چیرته ځي، دا د فلسفې یوه نا حل شوې پوښتنه ده، خو شاعر وایي چې په دنیا کې خوند یوازې په دې کې دی، چې د مینې په لومه کې ګیر وې. هغه چې په مادي ګټو پسې ګرځي شاعر یې هغه مرغانو ته ورته بولي چې په دانو پسې ګرځي او اخېر د دانې په مینه کې په لومه ونښلي:
کیسه ده هسې هم نامعلومه
له کومه راغلو ځو به په کومه؟
پرېږده چې څري د دانو وږي
ما ته راکورئ د مینې لومه.
زړه چې د مینې لپاره جوړ دی، باید حسد پکې نه وي، حسد او کین هغه مواد دي چې له زړه نه ګرمه بټۍ جوړوي چې نور هم سوزوي او ځان هم. په ځینو زړونو کې یوازې خودپرستي پرته وي، هغه څه کوي چې د ده ګټه پکې وي، داسې زړه هټۍ یا دوکان ته ورته وي چې يوازې د ګټې وټې کاروبار پکې کېږي. شاعر دا ډول زړه تور او مُهر شوی بولي، باید د صیقل کولو لپاره د مينې و مهر وړانګو ته ونیول شي چې د سپینې سپوږمۍ غوندې شي:
ولې له زړه نه بټۍ شي جوړه
یا ترې د ګټو هټۍ شي جوړه
لږ یې د مهر وړانګو ته نیسه
چې ورنه سپینه سپوږمۍ شي جوړه.
شاعر دعا کوي چې زړه یې د عشق لارښود شي چې یوازې د عشق او مینې لارښوونه وکړي، کین او غوسه دې په زړونو کې په دود او او شرر واوړي، په زړه کې چې عشق او مینه وي، غوسه او کين پخپله پکې دودېږی او سوزېږي. شاعر وایي چې زړه مې دې د جومات ور شي چې د هر چا پر وړاندې خلاص وي:
خاونده عشق مې د زړه رهبر کړې
کین او غوسې یې دود او شرر کړې
چې یې هر چا ته وي غېږ پرانيستې
لیونی زړه مې د جومات ور کړې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب