شنبه, جنوري 16, 2021
Home + د وسیم خان څرګندونو ته د افغان کرکټ بورډ او مبصرینو غبرګون

د وسیم خان څرګندونو ته د افغان کرکټ بورډ او مبصرینو غبرګون

تاند (سه شنبه د قوس ۴) د پاکستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر وسیم خان وايي، د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ لوبې ډیر مینوال لري، نو ځکه ورته په مهالویش کې ځای ورکوي.

دده په خبره د پاکستان له خوا په ترتیب شوي مهالوېش کې ځان موندل سخت کار دی، خو وايي هڅه کوي چې د دواړو لوبډلو تر منځ لوبو ته زمینه برابره کړي.

دده په خبره چې پاکستان د افغانستان له کرکټ بورډ سره ډېره مرسته کړې او لا به ورته دوام ورکوي.

خو د وسیم خان په دې خبرو د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي او د کرکټ مبصرینو غبرګونونه ښودلي دي.

ښاغلي یوسفزي پر خپل ټوېټر لیکلي: «افغان اتلانو په نړۍ کې د برياو او لاسته راوړنو تاريخ پرته د چا له مرستې او همکارۍ په خپل همت او استعداد جوړ کړی دی.»

تاج ملوک عالم چې اوسمهال د افغانستان د کرکټ بورډ غړی دی ویلي، د پاکستان او هند کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته د پیسو په مقابل کې روزنه ورکړې او د افغانستان د کرکټ پرمختګ خپله د افغان لوبغاړو د هڅو او کوښښونو پایله ده.

جعفر هاند بیا ویلي، د افغانستان د کرکټ د هر پرمختګ او لاسته راوړنې امتیاز باید یواځې افغانانو ته ورکړل شي نه بل چاته.

دده په وینا، پاکستان یوازې په دې خاطر دا کرېډېټ اخلي چې ګنې افغان لوبغاړو هلته لوبې کړي او زیاته کړې یې ده چې پاکستان نه باید په هر پرمختګ ځان بیا بیا یاد کړي.

وسیم خان دا څرګندونې کابل ته د پاکستان د صدراعظم له راتګ وروسته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب