Wednesday, November 25, 2020
Home + د ملی ترمینالوژی ارزښت او د بی بی سی زهر | دودیال

د ملی ترمینالوژی ارزښت او د بی بی سی زهر | دودیال

څو ورځې مخکی د بی بی سی خبری پاڼې ګواکې (یو ډیر مهم خبر!) نشر کړ.  لیکلی یی و چی د افغانستان دولت پوهنتونو ته  لیک لیږلی چی یو شمیر اصطلاحات ونه کاروی. ورپسې یې یوه تبصره کړې چې  ګواکي د دې لیک موخه  دا ده چې فلانۍ ژبه د فلانۍ ژبې تر اغیزی لاندې رانشي او نورې اوتې – بوتې یې ورسره ګډې کړې وې.

ستونزه دا ده چې  له څلورو – پینځو کلونو راهیسې د هیواد پوهنتونو کې د ځان ارزونی پروسه پیل شوې، موږ محصلینو ته یو شمیر فورمې ورکوو او د دوی نظرونه را ټولوو.  زه خپله د لوړو زده کړو د وزارت  د محترم مقام له خوا د دغې پروسې د کتنې لپاره د کابل طبی پوهنتون، البیرونی پوهنتون، پروان پوهنتون، د کندهار پوهنتون او د شهید استاد ربانی دښوونې اوروزنې پوهنتون ته په رسمي ډول استول شوی یم. په دې پروسه کې مې د محصلانو نظرونه په دقت سره کتلي دي. د بیلګې په توګه دوی ته مو یو شمیر پوښتنلیکونه ورکړي چې ځواب یې کړي، یو پوښتنلیک د مضمون او استاد د ارزونې تر عنوان لاندې طرح  او ویشلی شوی و، په هغه کې ۱۶پوښتنې  وې،  وروستی ستون یې سپین دی چې محصلان به په آزادانه ډول خپل نظر پکې ولیکی، حتمی نده چی خپل نوم ورباندی ولیکی یا یی لاسلیک کړی. موږ دوی ته ویل چی تاسو د دغه پوښتنلیک د ځوابولو پر مهال کولای شئ، له خپلو ملګرو سره  قلمونه بدل کړئ، ستاسې ځوابونه فقط توظیف شوی کسان د درسي پروسې د ښه کیدو او ستاسو د ستونزو د حل کیدو په خاطر ګوري او هدف اصلاحات راوستل دي. محصلانو ټولو پوهنځیو کې دغه فورمې  ډکې کړي دي. اوس دغه پروسه له لویو پوهنتونو د ولایاتو ټولو پوهنتونو ته غځیدلې ده.

په خواشینۍ سره چې د ګڼ شمیر محصلانو ستونزه دا وه چې یو شمیر  اصطلاحات ورته  نااشنا دي او په معنا یې نه پوهیږي. دا هغه اصطلاحات وو چې معادل او مروج یې موږ خپلو دري پارسی او پښتو کې د ملی ترمینالوژۍ په توګه لرو، خو یوشمیر ځوانو استادانو له بهرنیو کتابونو را نقل کړي( زه یقین لرم چې دوی خپله هم د هغو د معنا په هکله متردد دي).

یو مثال: زما د دیپارتمنت یو غړی (س.ن.ح.) چې ماستری یې المان کې بشپړه کړې او  اوس  ترکیه کې خپله دوکتورا ( Ph D) باندې کار کوي، یوې ستونزې سره مخامخ شوی و. ده د لوی اقتصاد پښتو درسی کتاب چې د اقتصاد د پوهنخی یو بل استاد، د خپلې علمي ترفیع  لپاره لیکلی، زیاتره ماخذ یې ایراني کتابونه دي، ماته راوړ.  د دغه کتاب په۱۸م مخ کې دوه اصطلاحات راغلی ( برونزا او درونزا)!

ما ورته د دغو دوو نامانوسه اصطلاحاتو انګلیسی مفهوم جدا جدا څرګند کړ (د endogenousاو  exogenous توضیحات مې ورکړل) د دې په اوریدو، استاد فوراً په مطلب پوه شو. ده ګیله وکړه چې کاشکی یې د دغو اصطلاحاتو معنا په خپله ژبه لیکلی وای. ما ځان سره فکر وکړ چې یو د اقتصاد ماستر چې په دې نااشنا اصطلاحاتو ونه پوهیږی، نو محصل خو ملامت ندی. دوی ځکه د ورکړل شوی فورم په تفصیلی ستون کې د ګډوډو مصطلحاتو څخه شکایت کړی و، چې ورته نااشنا دی. ډیر داسې نور اصطلاحات هم نوی د رواجیدو په حال کې دی لکه درامد، شیلات، میانګین، پوسته، درصدی، ګوجه فرنګی، کاکوتی، شقاقل، تسویه، کنګرفرنګی، اسکناس، نرخ،  در ازای هر واحد ، …..

حال دا چې له نیکه مرغه د ښوونځیو درسی کتابونه  دا ستونزه نلری او په ملی ترمیینالوژي ښکلی شوی دی. علت دا  دی چې د معارف دنصاب  کمیټه کې هغو تکړه مولفینو او استادانو کار وکړ چې له  ملی ترمینالوژی سره  بلد او کلونه کلونه یی تدریس او اداری کارونه  کړی دی. په پوهنتونو کی  د علمی کادر هغه  غړی چې له انګلیسی، روسی، جرمنی او نورو ژبو ژباړه نه کوی، له ایرانی کتابونو کار اخلی، پایله دا راوځی چی محصل ورباندی نه پوهیږی، پښتو کی هم همدا ستونزه ده. یو ځای لولو:

… تولید په همدې نقطه ودریدو.

دلته د لیکوال مطلب (ودرید) دی، خو دپیښوری پښتو تر اغیز لاندی یی یو (و) اضافه کړی، چی محصل فکر کوی چی  موږ دلته ودریدلو!

د ساینسی پوهنځیو ترڅنګ د ثقافت مضامینو کی هم ستونزی شته لکه: 

بیائی راته وفرمایل چه ولی یهودو او نصاراو تورات او انجیل نه ویلو لیکن په هغه کتابونو کښ چه دننه څه و په هغه یی عمل نه کولو…

نه غواړم د زرګونو محصلانو(دری پارسی او پښتو) ستونزی دلته راوړم، خو په ډاډ سره ویلای شم چې ستونزې لرو. له ۱۳۸۰ کال مخکې زموږ داقتصاد، کرنې، انجنیری، ساینس، فارمسی، حقوقو او سیاسی علومو او نورو لویو پوهنځیو پخوانیو درسی کتابونو هیڅ داسې ستونزه نه لرله. له بده مرغه زموږپوه علمی کدرونه، په ملی ترمینالوژي اګاه او دملی تاریخ خبیراشخاص او اکاډمیکی څیرې یا له هیواده ووتلې، یا تقاعد شول یا وفات شول، دغه دروند او ډير قیمتی امانت ځوانانو ته ونه سپارل شو، موږ خواشینونکی تشیال سره مخامخ شولو. په لږ وخت کې نويو ځوانانو دهغو ی ځای نشو ډکولای ، اوس ستونزه ورور ورو د رابرسیره کیدو په حال کې ده. د دې ستونزې یوه بیلګه دا ده چی تجارب، معنوی میراث او پوهه له یو نسل څخه بل ته ونه لیږدیده، دغه تشیال د ژوند په ډیرو ډګرونو؛ په تیره د ملی فرهنګ او اخلاقو په برخو کې اوس په ښکاره احساس کیږي. 

د ملی ترمینالوژی  ارزښت په دی کی دی چې زموږ دفترونو، ادارو او دولتی، تقنینی اسنادو کی خلک ورباندی پوهیږی، پخوا مو هم ورسره عادت درلود، اوس هم کومه ستونزه نه ورسره لرو. خوږه او مانوسه ده؛ د اداراتو کارکوونکی، محصلان، ځوانان او نور ټول یې په معنا ښه پوهیږی او اصلی مطلب افاده کوی.

هغه لیک چی پوهنتونو ته استول شوی، په هغه کی همدې ستونزی ته اشاره شوی، خو بی بی سی  ددغه لیک په هکله اوږده او بی مورده  تبصره کړی ده، دغه تبصره د دوی د عصبیت او په ملی مسایلو کی د مغرضانه لاسوهنو ثبوت دی.

دغه خلک په ډیرو مسایلو کې مغرضانه چلند کوي. موږ پخوا هم څو څو ځله هغو ته اشاره کړی ده.  یو بل مثال به یې د دوی د  ۱۶مهر۱۳۹۹ (د تلې دمیاشتې دشپاړسمې) نیټې یوه لیکنه چې د (ازدواج سفید در افغانستان؛ روایت ۱۰ زوج ) تر عنوان لاندی وه، راوړم:  په دې کې دوی د یوه له اسلامی او افغانی اخلاقو بی خبره  ځوان شرموونکی کیسه رااخیستې چې په څه ډول یې له یوې میرمنې سره نامشروع اړیکی درلودې. دې کیسی ته یې پوره تفصیل ورکړی(شاید د درواغوجوړه شوی کیسه وي) او په تشویقوونکی ډول یې د دغه ځوان (نوښت) ستایلی:( … مریم و علی (نام‌های مستعار) پنج سال قبل، پس از چهار سال رابطه عاشقانه بدون بریز و بپاش رهسپار زندگی زیر یک سقف شدند…)، یعنی نکاح ته یې بریزوبپاش ویلي دي.

بل ځآی لیکی: … اولین باری که [علی]کوچه‌ پس کوچه‌های کابل را در روزی بهاری با مریم قدم زده و بعد در کافه دنجی رو در روی هم گپ دل را گفتند…

چې دا کافه دنجی به یې څه شی وی؟ زه خو د کابل د ښار کوچه او پس کوچه کی کافی دنجی نه وینم ؟!

دقلم عفت او افغانی او اسلامی سپیڅلي اومتعالی ارزښتونه ددی  اجازه نه راکوی چې نور محتویات یی ولیکم، خو د مریم د خولی یوه  جمله به یی ولیکم: (…مریم با موهای پرکلاغی که روانه جوگندمی شدن‌اند، سال‌های اوج جوانی‌اش را به پای رابطه‌اش با علی سر کرده است. او با لبخندی به سوی علی به من گفت: “بهتر از هر نامزدی و ازدواج مجللی است این رابطه ما.”)

وګورې:  د دې دواړو دغه نامشروع رابطه تر هر مشروع واده غوره بولي! بی بی سی چې په قصدی ډول ورته دوه متعارف اسلامی مستعارنومونه غوره کړی، په دې کې هم یو شوم غرض لري. دوی یوې بلې هغی بیشرمی او له افغانی اسلامی کلتور بیګانه ښځې ته د فاطمی مستعار نوم غوره کړی و چې ګواکی د (مردسالاری) له نظام تښتیدلی وه او د (تابو شکنی) په دود یې د پخواني میړه کور پریښی او نوی میړه یې کړی. د مقالې لیکوال چې انګریزانود یو څو پیسو په ورکولو استخدام کړی دی، د افغانستان په رسمی ژبو د تفرقی، تعصب، کینی، ملی نفاق اوشقاق خبرونه جوړ او لولی یې. 

د ارواښاد احمد ظاهر د مړینی د څلویښتم کال په یوه مقاله کی لیکی : …یکی از کارکرد هاو تابو شکنی های احمد ظاهر آن بود که بروی پدر سیلی زد !

احمد ظاهر د ارواښاد ډاکتر عبدالظاهر زوی و، درنه کورنۍ کې روزل شوی و، هغه خپلې مور او پلار ته درناوی درلود، خو بی بی سی غواړی ځوانانو ته د پلار او نورو مشرانوپر مخ دڅپیړو (فرهنګ!) ور زده کړی.

مشهوره خبره ده  چی وایی: اتم بمونه به یو ملت برباد او تباه نه کړی، خو فرهنګی ضعف او اخلاقی سقوط  به یې ریښې له بیخ او بنیاده وکاږی

 دا دی  بی بی سی  له کلونو کلونو د ځوان نسل د ګمراهی، زموږ د مقدساتو دسپکاوي، د تاریخ دمخدوش کولو، دتعصباتو د پارولو، دنفاق خورولو او سلو نورو نارواوو  په خاطر ملاتړلی ده. ځوانانو ته بویه چی له بی بی سی خپله کرکه څرګنده او دهغی له ټولو خپرونو مخ واړوي.

 اوس هغه وخت په ریښتیا راغلی چی د بی بی سی  د اوریدو او د تفرقه اچوونکې پاڼې د لوستلو مخه  یې ونیول شی.

2 COMMENTS

  1. An excellent observation by Dr. Doodyaal, with 2 further observation:

    1. BBC is a political newscaster and broadcast news and concept accordingly.
    2. Languages are natural phenomena and can not be imprisoned within political borders.

  2. ښاغلی محترم دودپال صیب
    د خلګو خبره پر ګوتو او مغز دی برکت سه
    زما بوډۍ ځینی وخت را ته وائی راسه دلته په سالون کی کښېنه
    ور ته وایم
    د تلویزیون د لیدو حوصله نلرم
    را ته وائی
    په ځوانی کی پر راډیو ( امریکا ږغ او بی بی سی ) مین وی، په خوب او ویښه دی غوږ ور ته نیولی ؤ
    ور ته وایم
    هغه وخت بلوغ ته نه وم رسیدلی او خوشی غُل وم
    د طالب پلاس د کابل تر سقوط وروسته می خارجی راډیو ګانو او تلویزیونونو ته خپل غوږونه او سترګی نه دی سپارلی ځکه غربی میډیاوی ټولی استعماری او استحماری میډیاوی دی
    پر پلار او مور دې لعنت سی
    بله دا چی
    په افغان جرمن کی د ښاغلی عبدالغفور لیوال وروستی لیکنه حتی د یو بخیل کس لپاره دوه نیم لکه ډالره ارزښت لری چی البته غیر بخیل کس ئی شاید د نوری جګی ( بُولۍ) جرئت هم ولری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پښتو لیکدود| پروفیسور عبدالخالق رشید

درشادپوهنې کلنی لکچ :  دعلامه رشاد د پنځلسم تلین په درشل کې  بسی دورباید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر            په دي ورځو...

یو خوب | هیله پسرلی

 د شپې دوه بجې دی. زرغونه خوب ویني: لوی تالار، له خلکو ډک... جګ بوټونه، اوږد کمیس، تکې سرې شونډې، لنډ ویښتان، دا د...

ساعت | لیکواله:صفیه وردګ

میرویس په بل اړخ شو.اسوېلی يې وکیښ. خوب نه ورته.د مخامخ ساعت شوبینۍ وخت ښکاراوه،څه باندې درې بجې وې.له بسترې راپورته شو.لاس يې یوې...

کب/ اجمل پسرلی

د سیند اوبه ولاړې ایسیدې، خو یو نیم خلی چې به باندې راښکاره شو، پوه به شوې چې درومي. ادم لکه همدا اوبه غلی و،...