Friday, December 4, 2020
Home خبرونه مایمي ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله

مایمي ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د بدخشان مایمي ولسوالي یې په مکمله توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنيتي ځواکونو په مایمي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي او د هغوی بریدونه یې په شا تمبولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغو عملیاتو کې طالب جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په دې اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په یاده ولسوالۍ کې په زیات شمېر تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوي او طالبان نه شي کولی چې خلکو ته زیان ورسوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ومنله چې د مایمي ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

د راپورونو له مخې د مایمي ولسوالۍ د سقوط پر مهال د امنیه قومندان او د امنیت د امر په ګډون له ۲۵ زیات امنیتي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت تر اوسه امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په هکله کوم څه نه دي ویلي.

د بدخشان د مایمي ولسوالۍ د سقوط پر مهال داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو د ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسوالۍ ودانیو ته اور ورته کړی دی.

شاهدان وايي چې طالبانو د ولسوال دفتر، امنیه قومانداني او نورې ودانۍ سوځولي او یا ویجاړې کړي دي.

طالبانو د مایمي ولسوالۍ ټولې ودانۍ سوځولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د سوله مل شينواري ليوني سپي او زړه انا | اکبرکرګر

تاسو لوستونکي فکر ونه کړئ چې گويا سوله مل چيرته سپي ساتلي دي اوهغه ليوني شوي دي. دا خبره د هغه امريکايي سپو د...

پښتو، فرانسوي سیند/ نجیب منلی

په پاریس کې د L’ASIATHEQUE, maison des langues du monde په نامه خپرندویې ټولنې د ډاکټر محمد اکبر وردګ پښتو فرانسوي سیند چې شاوخوا...

د محمد صديق پسرلي کلام او د فاروق سرور ژباړي

The injured  Nightingale Muhammad  Sidiq  Pusarlay Selected  by Mumtaz  Orakzai پسرليه غريبی کښې وطن مه رايادوه زخمي بلبل د حسن له فرخارہ  څه پوښتې؟ The injured Nightingale Cannot  enjoy The Beauty O pussarlay I am  asylum ...

د «مسلمان» کاپرې کمزورۍ / ليکنه: هېواد رفعت

د داد محمد ناوک «مسلمان» ناول مې ولوست. په معیاري لهجه لیکل شوی، انځورګري او پېښې یې خوځنده او رښتینې دي، لیکوال یې تر...

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او...

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه...

پر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري...