پنجشنبه, جنوري 21, 2021
Home خبرونه د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د اجنډا پر سر موافقې ته...

د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د اجنډا پر سر موافقې ته رسېدلي

تاند(دوشنبه، د قوس ۳) ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې بالاخره د سولې د رسمي خبرو پر تګلارې سلا شوې ده.

طالبانو ټینګار کاوه چې په اجنډا کې باید ولیکل شي چې خبرې به د دې ډلې او امریکا ترمنځ د موافقې پر اساس وي، خو دولتي پلاوي له دې نظر سره مخالفت کاوه او ویل یې چې که طالبان د دې غوښتونکي دي چې له امریکا سره د دوی موافقه دې د سولې د خبرو اساس وي، پکار ده چې د افغانستان د حکومت او امریکا او د حکومت او ناټو موافقې هم د خبرو د اساس په توګه یادې شي.

راپورونه وايي چې د دواړو خواوو مرکچي پلاوو منلې چې د امریکا او طالبانو موافقه، د ملګروملتو له لوري د افغانستان د سولې د پروسې د تایید سندونه، د مرکچي پلاوو ژمنې او د افغانانو اراده به د سولې د رسمي خبرو اساس وي.

سرچینې وايي، د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او د سولې لپاره د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي درې ورځې وړاندې کابل ته راغلي او هڅه کوي چې له دې طرحې سره د ولسمشر غني موافقه ترلاسه کړي.

د طالبانو او حکومتي پلاوو غړي د جوړجاړي په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړیو د شنبې په ورځ په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته وویل چې نور د دوی لپاره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.

افغان پلاوي ویلي چې حکومت د دې ژمنې په خاطر چې د بندیانو د خلاصون په صورت کې به طالبان تاوتریخوالی پای ته رسوي، طالب بندیان خوشي کړل خو طالبانو د دې خلاف تاوتریخوالي ته زور ورکړ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب