یکشنبه, جنوري 17, 2021
Home خبرونه د جهادي ګوندونو شورا: د ډاکتر نجیب د تلین لمانځل د افغانانو...

د جهادي ګوندونو شورا: د ډاکتر نجیب د تلین لمانځل د افغانانو جهاد ته سپکاوی دی

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د جهادي ګوندونو شورا له حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان کې د نجیب د ورځې د لمانځل کېدو مخه ونیسي.

ددې شورا غړو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو تلین لمانځل د افغانستان د خلکو جهاد ته سپکاوی دی.

په دغه غونډه کې چې د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، جمعیت اصلاح او یو شمیر نورو ګوندونو غړیو ګډون کړی و، ټینګار وکړ چې هیڅکله به د لویې جرګې په تالار کې د ډاکتر نجیب د تلین د ورځې د لمانځل کېدو اجازه ورنکړي.

د دوی په وینا چې یو شمېر کړۍ د سولې پروسې د تخریبولو هڅې کوي، چې باید مخه یې ونیول شي.

بلخوا د ډاکټر نجیب الله یو شمیر پلویان وایي، دوی قانوني حق لري چې د خپل رهبر د تلین ورځ ولمانځي.

دوی وايي که پر وړاندې یې هر راز موانع ایجاد شي، خو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د لویې جرګې په تالار کې د نجیب د وژل کېدو ۲۴ تلین ولمانځي.

تر دې د مخه د ډاکتر نجیب پلویانو غوښتل چې د روانې میزان میاشتې په پینځمه نېټه د لویې جرګې په تالار کې د نوموړي د تلین ورځ ولمانځي خو د حزب اسلامي د پلویانو له غبرګون سره مخامخ شول.

له هغه وروسته تېره ورځ په خوست او نن په ننګرهار کې دغه ورځ د نجیب الله د یو شمېر پلویانو له خوا ولمانځل شوه.

که څه هم ولسمشر غني د لویې جرګې په تالار کې د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د ۲۴ تلین د لمانځل کېدو فرمان صادر کړی، خو تر اوسه عملي شوي نه دی.

7 COMMENTS

  1. د ملت او ولس قسم خوړلي جهادي اشرار سره راټول شوي او د ای ایس ای په هدایت پرګنې او ولسونه د ملت د شهید د تلین له لمناځلو منع کوي.. لعنت دی په دغو حرامیانو شي

  2. اوس د افغانستان خلک دا اشرار، جنګسالاران، هېوادپلورونکي، د پردیو جاسوسان، مفسدین، غاصبین، د ساینس او پرمختګ دښمنان، د خلکو قاتلان، غله، پردیپاله او په شرمو شرمېدلي ډېر تش په نامه مشران ښه پېژندلي. که همدا اوس په بې پرې توګه د شهید ډاکټر نجیب الله او د دې غلو تر مینځ د ټاکنو لپاره صندوقونه کېښودلای شي، بیا به ولیدل شي چې خلک څوک غواړي. دوی په ډکتر نجیب تل همدا یو تور لګوي چې وایي، هغه قاتل دی. خو راځئ چې دا خبره د کومې معتبرې محکمې د پرېکړې څخه پرته ومنو چې نجیب قتلونه کړیدي. قتلونه خو دوی هم د نجیب څخه ډېر کړیدي مګر نجیب خو نه غلا کړېده، نه یې رشوت اخستی، نه یې ځمکې غصب کړېدي، نه یې جګپوړې ودانۍ د ځان لپاره جوړې کړې، نه یې د کابل ښار وران کړی، نه په بهر کې شتمنۍ لري، نه یې د اردو وسایط او وسایل په پردیو خرڅ کړي، نه یې د اسلام په نوم تجارت کړی، نه یې هېواد وران کړی، نه یې د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکوهلي، نه یې د چا تي پرې کړي او نه یې داسې نور کوم جنایتونه کړي دي. اوس که راشو دې نورو ښاغلو ته چې د تلین نمانځنه یې نشي زغملی، دوی خو دا ټول جرمونه او جنایتونه تر سره کړي مګر بیا هم ځان ته ښه خلک وایي. لعنت دې وي په دې ټولو ګوډاګیانو او په سر کې یې د کرنکار په شاګرد، ګل بېدین حمیدګلیار

  3. ما د الله لپاره جهاد وکړ تر هغه وخته پوری چی روسان وو. او اجر یی له خدایه په هغه دنیا غواړم. نه د هستی څښتن سوو نه مال او نه هم دولت. وقتی چی داسور مخی ووتل زموږ ډیر مجاهدین وو چی ټوپک یی پر ځمکه کښیښودل اوس یا ملنګان دی یا هم لیونیان. ولی زه دا وایم چی د نجیب د مرګ ورځ د ولمانځل سی چی ددومره خرو، خنځیرانو، اجنټانو وطن پلورونکو، قاتلانو ، شله یانو، سګ بازانو، پروتوکولیانو، ورځ لمانځل کیږی د نجیب ورځ خو دی لس واری ولمانځل سی حد اقل د پنجاب ضد څیره وه او د مرګ تر ورځ یی ورسره مقاومت وکړ. هغه یو پاکستان ضد څیره وه. موږ هلته پوه سوو چی د پنجاب په هر دیوال لیکل سوی وو چی ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان) اکثریت مجاهدین پوه سول چی د اور لرګی یوو. موږ باید روسانو ته لار ورکړی وای چی اوس به د پنجابی اولاد په روسی ژبه خبری کولی او تر دی به ډیر ګډ او وډ قوم وو، ولی افسوس چی د مجاهدینو مشران او قوماندانان خرڅ وو. اوس هماغه صحنه په افغانستان راتلونکی ښکاری دا ځل بیا طالی څتی هڅه کوی چی له موږ پاکستان ضد څیری واخلی او آخری او ابدی پلا مو په پنجاب خرڅ کړی هغه هم د قرآن عظیم الشان او اسلام په نامه. بیداره سی ای په خوب ویده قومه. زما که وس وای د نجیب په تلین کښی می سبا د مجاهدینو پاتی رهبران او قوماندانان ټول یو او پر بل پسی له شاه حلالول. خدای ج عظمت هو دی توفیق او وس راکړی.

  4. اوس جګړه د دوګما کمونستانو او تش په نامه جهادی اسلامی ګروپونو تر مینځ د اجنبیانو له خوا ( روسیه او امریکا ) مینځ کښی علنی شروع شوه او ګوډاګی تش په نام ولس مشر د جګړی تودوالی لپاره دوګما کمونستانو ته د قاتل او شوروی غلام نجیب الله د تلین ورځ لمانځلو فرمان د نورو ناقصو فرمانو په شان صادر کړۍ دی اما د عملی کولو جرأت نشی کولای ددی هم علت موجود دی ! د ملت تامی تباهی ته شعوری داسی اجنبی غلامان پلانیز تشویق شویدی تر څو چی دافغانستان بحران نور هم لا زیات او پدی شکل سره د افغانستان غیرتی ملت د کاملآ بی وسی لور ته روان کړی او د افغان ملت نامداره تاریخ په خیالی افسانی باندی بدل کړی ، دا خوب به اجنبیان د ځانو سره ګورته یوسی !!!!

    قاتل نجیب الله یو متکبر مغروره دوګما کمونست وو اما کله چی شوروی په ځمکه وغورځاوه ( دا د ظالمو قدرتونو خصلت دی چی کله د خپلو غلامانو څخه مفاد نور نشی اخیستۍ نو په ځمکه ئي غورځوی ) ، دا قاتل غلام د قاتل کارمل غلام سره ګډ شورویانو په طیاره کښی راوستل شو او وروسته ئي چی په ځمکه وغورځاوه نو بیا هم ملا او هم ملی ګرا شو او حتی په روم کښي په سپین سترګی سره ( همدا قاتل نجیب وو چی د شهید داؤدخان قتل سره ئي په لوړ اواز وویل چی اوس مو د نادر غدار ریشی په افغانستان کښی کاملآ له مینځه یووړی ) د مرحوم پادشاه محمد ظاهر شاه څخه هیله کوی چی کابل ته دعوت او د مونږ سره په حکومت کښی ونډه واخله یعنی هغه غوښتل چی مرحوم پادشاه محمد ظاهرشاه باندی هم ددوګما پلیت کمونستی مهر ولګوی ( لکه چی شهید محمد داؤد ئی بد نامه او بیائي په قتل ورساوه ) اما شکر د روم څخه ئي داسی ځواب تر لاسه کړ چی باالاخیره ئی بیا د لیونی په شان پاکستان کښي تربیه شوو ږیرو ته عذر و زاری شروع کړی چی وروسته ئی په دار ځوړند کړو!!!

  5. د جهادی شورا په جواب کښی باید وویل شی چه تاسی جهادیانو کومه تخفه ولس ته نه ده راوړی چه د ولس په درد دوا شی۰
    ۱ شورویان مو وویستل او ناتو مو راوستله۰
    ۲- خلقیانو و دهقانانو ته ځمکی ورکړی مګر جهادی ټریلرانو دولتی ځمکی غصب کړی۰
    ۳- خلقیانو رشوت نه پیژندلو مګر جهادیانو تاسی په فساد کښی میلیونران شوی۰
    ۴-که خلقیان د شوروی مزدوران بولی هو تاسی جهادیان د خمیدګل او ضیاالخق ملعون نوکران یاستی۰اوس هم د پنحاب په چوپړ کی یاست۰۰
    ۵ که خلقیان قاتلان بولی ستاسی نه هیریدونکی جنایتونه هم تر هغوی کم نه دی۰
    اخمد شاه مسعود لمانځل هم د ولس سپکاوی دی ځکه مسعود یو جنایت کار وو۰
    نو داکتر نجیب الله د وطن خاوری یو قهرمان وو روخ یی ښاد۰
    مننه رازمخمد کامه وال

  6. کوم جهاد ؟؟ دا د ای اس آس پلان ((ضعیف او غریب افغانستان؛ په ماتم لړی افغانستان ؛ وژی افغانستان او مزدور افغانستان)) وو تاسو هغه عملی کړ

  7. نجیب ملی قهرمان دی ځکه چې د پاکستان(د افغان دښمن) سر سخت او پایداره مبارز وو!
    جهادی شورا ولی د کابل فاحشه خانی نه بندوی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب