چهارشنبه, جنوري 27, 2021
Home دا هم ولولئ د جدي شپږمه او اعدامیان/ عصمت قانع

د جدي شپږمه او اعدامیان/ عصمت قانع

د عقرب په میاشت کې د زابل سورغر دومره سوړ شي چې شپه په کې نه کېږي، هماغه د توبې د غره سړه هوا را الوتې وي.

چې اوبه پرمځکه ولوېږي، نو سمدسي روڼ کرل او کنګل شي، زموږ په دولس کسیز ګروپ کې ټول مجاهدین زکام شوي وو، ټولو د سختې یخنۍ دلاسه ژامې سره کړپولې او رېږد اخستي وو. د عقرب د میاشتې نیمایي به وه چې یو ځل اوازه شوه، حکومت عملیات کوي، یو زر کسیزه مفروزه راروانه ده او کلی، کلی او کوڅه، کوڅه او د غره هره شیله پلټي او تالاشي کوي یې.

زموږ کمپ د سره غره په یوه لوړ کلي کې موقعیت درلود، چې قلندرخېل یې ورته ویل. دغه کلی داسې ځای پروت وو، چې نه یې په مرکز کلات پورې رسمي تعلق درلود، نه یې په شینکۍ ولسوالۍ کې رسمیات درلودل او نه خو د غزني په ناوه پورې تړلی وو.

قلندرخېل د سره غره په ککرۍ کې پروت کلی وو، د موټر لاره ورته نه کېده، خلکو به پر خرو او کچرو باندې بارونه ورته راوړل. یوازې د حکومت T62 ټانګونه او محاربوي ماشینونه ورختلای شوای.

موږ ته نږدې کمپ د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د مجاهدینو وو، چې ملا موسی کلیم او ملا عبدالغفور یې مشري کوله.

تر موږ لاندې بیا د روغاني کلی پروت وو، چې د حزب اسلامي وسله وال مجاهدین په کې پراته وو. د عقرب پر شلمه سهار وختي چې کله له خوبه را پاڅېدو، نو ټول مجاهدین له کمپونو څخه بېځایه شوي وو. د موسی کلیم، عبدالغفور او ملا مدت اړونده وسله د ډب کوتل ته ور ځوړ شوي وو او د اسلامي حزب وسله وال بیا په تېښته بریالي شوي وو.

یوازې زه او یو تن شکر درده وال مجاهد چې موږ سور ناصر ورته ویلو، په کمپ کې پاتې وو. د ۱۳۵۸ هه ل کال د عقرب ۲۱ نېټه وه، چې قلندر خېل د حکومت T62 ټانګو محاصره کړ او زموږ پر کمپ راپورته شول، سور ناصر د حکومتي وسله والو عسکرو په لیدو منډه کړه، خو په منډه کې ځای پر ځای ولګېد او و وژل شول.

د حکومت عسکرو زموږ پر کمپ بېدرېغه ډزې کولې، چې د ډزو په ناتار کې زه د حکومتي عسکرو لخوا اسیر شوم.

موږ ته په کمپ کې وسله نه وه را پاتې شوې، زه او سور ناصر دواړه تش لاس وو، خو په کمپ کې تبلیغاتي مواد راسره وو، یعنې د اصول دعوت پاڼې، د رهبرانو عکسونه او د مولانا مودودي یو جلد کتاب، چې د اسلام د سیاسي نظریې په نامه وو، زموږ له کمپ څخه ونیول شول او په اصطلاح د حکومتي عسکرو لاس ته ورغلل.

زه یې لاس تړلی لومړی شا جوی او بیا یې له شا جوی څخه کلات ته یو وړم او له کلات څخه د هیلي کوپتر په وسیله کندهار ته ولېږدول شوم.

یوه هفته د کندهار په دوهم نمبر قول اردو کې بندي وم، خو له یوې هفتې وروسته یې د کندهار د لوی محبس یوې مخصوصې برخې ته یووړم چې د حکومت لخوا خاص بندیان په کې ساتل کېدل.

دا نو د حفیظ الله امین سل ورځنۍ پاچاهي وه. د عدالت، قانونیت او مصونیت پر شعار باندې شخوند وهل کېده، د هورا چیغې لږ څه خاموشه دي او د بې طبقې ټولنې د خیالي جنت هیا هیوی هم یو څه غلی شوی وو، یوازې همدا د عدالت، قانونیت او مصونیت شعار وو، چې زور یې اخستی وو.

په راډیو کې، په تلویزیون کې، په اخبار کې او په میټینګو کې همدا یو شعار بدرګه کېدلو، زموږ په محبس کې پخوا ښځینه بندیانې ساتل کېدلې، خو د نوي حکومت په راتلو سره د ښځینه محبس استحکامات پیاوړي شوي وو، دروازې یې ټینګې شوې وې او د اوسپنې پنجرې پرې راګرزېدلې وې، دغه محبس ټول کوټه قلف وو.

یعنې بندیان هر یو په خپله کوټه کې وو، چې دروازو ته یې قلفونه لویدلي وو او د درو کوټو پر سر یو تن عسکر چې هغه هم د قول اردو عسکر وو پېره کوله.

هغه شکنجې چې ما په دغه محبس کې ولیدې په یوه، دوه، درو پاڼو کې نه خلاصېږي او یو پنډ کتاب غواړي او که یې دلته یادونه کوم اصل مطلب راڅخه پاتې کېږي.

د کندهار په سیاسي محبس کې د بندیانو د محاکمې لپاره نوی سیستم جوړ شوی وو، چې هغه هم د عدالت، قانونیت او مصونیت د شعار زېږنده وو.

یعنې اوس، اوس اعدامونه د رسمي دوسیو له لارې ترسره کېدل چې اختصاصي څارنوالۍ او اختصاصي محاکمو به په دو یا درو جلسو کې ترسره کول.

د قوس د میاشتې ۲۵ مه نېټه وه، چې د اختصاصي محکمې قاضي زه او څلور تنه نور بندیان چې ټول پوځي افسران وو، د دوسیې د نهایي حکم د اورېدو لپاره په محبس کې د محکمې مُقر ته لاس تړلي او پښې تړلي ور وغوښتو.

ډګروال دادالله خان چې اوس متقاعد دی او د کابل په مکروریانو کې اوسي په محکمه کې ولاړ وو، دغه ډګروال د کندهار د دوهم نمبر قول اردو د استخباراتو رییس وو.

جګړن ښایسته خان خروټی چې اوس د کورنیو چارو په وزارت کې افسر دی، نوموړی هم د محکمې په مخ کې ولاړ وو، چې د محکمې د رسمي جلسې له پیل کېدو سره جوخت ووتل، جګړن ښایسته خان ډاډ راکړ، چې مه وېرېږﺉ څه نه کېږي، خو ډګروال دادالله هېڅ ونه ویل.

چې څرنګه د اختصاصي محکمې جلسه پیل شوه، نو یوه خیټور ډګرمن چې په کندهارۍ لهجه یې خبرې کولې د جګړن شجاع الدین خان فیصله واوروله.

جګړن شجاع الدین د پروان د غوربند اوسېدونکی وو او انقلاب ته د خیانت په تور په اعدام محکوم شو. شجاع الدین خان د فیصلې په اورېدلو سره ضعف وکړ او عسکرو په ځولۍ کې خپل اتاق ته ورساوه.

دوهم وار زما وو، قاضي یو ځل ماته وکتل او بیا یې دوسیې ته وکتل، ټنډه یې تروه کړه او پوښتنه یې وکړه؟

ـ څو کلن یې؟، ما ژر ځواب ورکړ اتلس کلن یم! ډېر افسوس یې وکړ او بالاخره ماته یې هم د اعدام سزا واوروله.

پرېکړه یې داسې لیکلې وه:

د ثابتو شواهدو پر بنا تاسو عیسی محمد د حاجي اختر محمد زوی، د زابل ولایت د شا جوی ولسوالۍ اوسېدونکی د انقلاب پرضد د وسله وال فعالیت د جرم په ارتکاب په سخته سزا محکوم یاست.

مربوطه څانګه دې ستا د اعدام سزا ژر تر ژره تطبیق کړي. زه بهر راووتم او له ما وروسته نور تورن کسان چې دوسیې یې بشپړې وې ور وغوښتل شول، چې هغوی هم په اعدام محکوم شوي وو.

د قوس له پېنځه ویشتمې بیا د جدي تر شپږمې پورې زموږ کوټې د اعدامیانو د کوټو په نامه مشهورې وې.

ټولو توبو ته ملا تړلې وه، خو زما په کوټه کې نه جای نماز وو او نه فرش او ظرف په یوازې توب کې مې د خپل تېر ژوندانه خاطرې را په یادولې.

د جدي پر اوومه ورځ شور او غوغا جوړه شوه، عسکرو نارې وهلې چې دا د اعدامیانو کوټې دې مه یې خلاصوﺉ.

خو یو تن جګړن راغی او ټول یې خاموشه کړل، ده په لوړ اواز وویل: عفوه د ټولو لپاره ده، اعدامیان هم خوشي کړﺉ او بیا زه د جدي پر ۸ ورځ بېرته ژوندی شوم.

5 COMMENTS

  1. دا د الله ج شکر دی چی تاسو نن ژوندی یاستی او ستاسو د قلم له کرښو زمونږ ځوانان خوند اخلی ، حقایق پری لیکل کیږی او مونږ ته سمه او انسانی لار راښیی.ستاسو قلم نوی نسل ته یوالی ، افغانیت او اسلامیت ورښی. تاسو له دومره سختی سزا سره چی درکړل شویده ، هرڅه بی له کینی او نفرته بیان کړیدی. چی دا ستاسو د فکر او عقل لوړوالی بیانوی.

  2. د هغه چا قلم به ولی د ظلم، بربریت، بدویت، تحجر په وړاندی نه وی تیز چا چی څه موده یوځای د مرګ سره تیره کړی وی. خوند خو دی وکړ چی په اعدام هم محکوم وی خو اطاق کی دی جای نماز هم نه وه دا په دی چی تا اصلا انسان نه وه ځورولی نو ځکه مطمئن وی. ژوندی دی وی قانع

  3. سلام
    قانع صاحب خو په رسنیو کې سوچه راڅخه ورک وو نه پوهېږم چې چېرې وه ؟ انصاف دې روزی شه! دلیکنو په سبک او ښکلا دې برکت .ژوندی معاصر او تکړه لیکوال یی جمعیت ستا دپوهې په قدر نه پوهېده . زما ارواښاد ورور تاسره هم له زندان او مرګ هغه وخت نجات وموند چې همدا د بدبختیو اوتباهیومرغومی میاشت وه . په هر حال او دروټې پخولو وارثان له شمېره وځی خدای ج د تل له تاند سره ملګری لره دنثر لیکنې ستره ماهره ځوان نسل ستا د لیکنې څاری ……..

  4. I am happy you are back and hopefully be able to read more of what you have to write. Thought you either vanished or hiding somewhere around Shilgir!

  5. ښاغلی ، منلی اودروند قانع ته سلامونه ! هیله مند یم چې په تن روغ اوجوړ اوسې – که امکان لری دې پسې په جنوب که دسټنګر خبریال اوپه پیښور کې دجمعیت ددفتر دچور په هکله یوڅه ولیکی – په زړه پورې به وی . په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب