Tuesday, December 1, 2020
Home روغتیا د ایوډین د کموالي او مغزي ستونرو اړیکې

د ایوډین د کموالي او مغزي ستونرو اړیکې

تاند- د هیلت (health) یا روغتیا د ویبپاڼې د یکشنبې د ورځې له راپور سره سم د ایوډین کمښت د انسان په بدن کې دومره اهمیت لري چې کموالی یې د نړیوالې روغتیا موسسې په وینا په نړۍ کې د مغزي ستونزو یو اصلي عامل دی.
ایودین د انسان د مازغو د ودې، تیرویید او د جاغور د ناروغۍ اصلي عنصر ګڼل کېږي.

په وروستۍ څېړنه کې ویل شوي چې په مالګه کې موجود ایودین د امیندوارو ښځو تر اړتیا لږ دي او له همدې کبله ډېرې ښځې او د هغوی ماشومان د ایوډین د کموالي له کبله د جاغور په ناروغۍ اخته کېږي.

په څېړنه کې، چې پر شاوخوا زرو اومیندارو ښځو شوې، دا نتیجه اخیستل شوې چې په سلو کې د ۹۰ ښځو ایودین لږ و او لس نورو داسي خواړه خوړلي و چې له مالګې پرته یې ایودین ورپوره کړي ول.

څېړونکو اومیندوارو ښځو ته سپارښتنه کړې چې د ایوډین لرونکې مالګې د خوړلو تر څنګ ځیني نور خوراکي مواد استعمال کړي چې ایویدن لري، لکه؛

لبنیات
اوبژوي(کب، شریمپ او نور)
کچالو
توتۍ
هګۍ
سویا بین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د قافيې زیانونه| سميع وحدت

قافیه له کمالونو او ګټو سره- سره، د شعرونو جانبي موسیقي هم جوړوي. چې په شعر کې یې تر ټولو لوی کمال هم، همدا...

هنر د فن په پیاله کې | شفیع الله حقیار

د فرهنګونو ترمنځ د وصل کړۍ"ژبه" بلل کیږي. لکه څنګه چې په ټاکلې جغرافیه کې انسانان په مورنۍ ژبه د خپلو بیرونیو او درونیو...

ئ" په پښتو تپل شوې | ډاکتر ماخان میږی شینواری"

په خواشینۍ باید ووایم، چې زه په ګرامر، چې  اسم، فعل،صفت یا ستاین نوم اوکه نور څه شیان دي نه پوهیږم. خو بیا هم...

کره کتنه څه ته وايي ؟ – دوکتور لطیف بهاند

کره کتنه،  پيدايښت، پېژندنه او ډولونه  دا مقاله د ارشاد رغاند په غوښتنه خپرېږي . په خورا درناوي  دې با احساسه پوه ، ځېرک او د...

امریکا: ایران په بهر کې د خپل نفوذ لپاره افغان او پاکستاني وسله وال ګوماري

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواک له ایرانه بهر د خپل نفوذ پراختیا...

د کارتون پر سر د چين او اسټراليا ناندرۍ؛ چين د آسټراليا وړانديز رد کړ

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰) له یوه افغان ماشوم سره د یوه اسټرالیایي سرتیري (ګواښوونکي) کارتون د چین او اسټرالیا ترمنځ ناندرۍ راپورته...

ولسمشرغني د کورونا دوهمې څپې لپاره د هر ډول چمتووالي آمر کړی

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰)  ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په هېواد کې...